پېښور -- د پاکستان د روغتیا ټیمونه چې د پوليو له منځه وړولو لپاره مبارزه کوي خپل تمرکز د نوې کورونا ویروس د خپريدو له منځه وړلو ته اړولی دی..
کور په کور ماشومانو ته د واکسین ورکولو او د واکسین ضد دريځ له منځه وړلو پرځای، د داسې ټیمونو غړي اوس جوماتونو ته ورځي او په بازارونو کې د پیرودونکو سره خبرې کوي چې هغوی د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې د مخنیوي اقداماتو څخه خبر کړي.
ډاکټر رانا صفدر، چې د اين اي او سي ملي کوآرډينيټر دی، وويل، "د ملي بيړني عملیاتو مرکز (اين اي او سي) پرېکړه وکړې چې د پولیو د له منځه وړلو د نوښت (پي اي آی) کارکونکي د ټولنې په کچه د نوې کورونا ويروس په اړه په پوهاوي کې ښکیل کړي."
دي نېشن ورځپاڼې د مارچ په ۳ مه راپور ورکړو، "دا پریکړه د وفاق او صوبې د روغتيايي چارواکو د روانو هڅو په ملاتړ کې اخیستل شوې څو هغه خطرونه کم کړي کوم چې د کورونا ويروس سره تعلق لري."
دي نېشن ورځپاڼې زیاته کړه، تمه کيږي چې د پي اي آی د نظارت پراخه شبکه او وړتیاوې به د کورونا ويروس پروړاندې د هیواد غبرګون ته وده ورکړي.
عبدالباسط، چې د خېبر پښتونخواه د بيړني عملياتو مرکز (اي او سي) کوارډينېټر دی، وويل، "تقريباََ په ۴۰،۰۰۰ روغتيايي کارکونکو کې، نږدې د ۷۰٪ نه تر ۸۰٪ پورې د روغتیا ټیم کارکونکي اوس مهال ملکي وګړو ته په مشورې ورکولو بوخت دي چې هغوی د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د نړیوالو [معیاري عملیاتي کړنلارو] په اړه قانع کړي."
باسط وویل، د وژونکي کورونا ويروس وبا له راڅرګندېدو وروسته، چارواکو پریکړه وکړه چې د دوو مياشتو لپاره د پوليو د له منځه وړلو هڅې ودوروي، چې موخه يې کاروکونکي د عامه خوندیتوب لپاره بوخت کول و.
هغه زیاته کړه، د پي اي آی د ټيم غړي په خلکو کې د کورونا ويروس ناروغۍ د شدت او د روغتیا لپاره د دې د خطراتو په اړه پوهاوی رامينځته کوي او له هغوی څخه غواړي چې د مخنیوي اقداماتو تعقيب وکړي، چې په دې کې لاسونه وینځل، ماسک اچول، لاس پاکونکي جېل کارول، ټولنیز واټن، او لاسونه نه ملاوهل شامل دي.
د دیني مشرانو سره همکاري
هغه وویل، روغتیایي ټيمونه جوماتونو ته ورځي او د لاوډ سپیکرو له لارې د پیغامونو اعلان کوي.
باسط زیاته کړه چې د پي اي آی سره وابسته دیني عالمان همکاري کوي چې د خطبې له لارې عبادت کونکو ته د تعلیم ورکولو سره د کورونا ويروس د خپریدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
هغه وویل، روغتیایي ټیمونه د عامو خلکو سره په خبرو کې ښه روزل شوي ځکه چې دوی د والدېنو په قانع کولو کې تجربه لري چې د پوليو لپاره خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.
باسط وویل، "د پولیو واکسین پروړاندې د افراطي عناصرو منفي پروپيګنډه د ډیرو والدېنو ذهنونه ککړ کړي دي. هغوی د غلطو مفکورو له کبله خپلو ماشومانو ته د واکسين ورکولو لپاره د پولیو د ټيم غړو ته د اجازې وروکولو نه انکار کوي."
د پېښور ضلعې د روغتیا د مواصلاتو افسر فیصل خان وویل، "موږ د مختلفو دوکانونو څخه لیدنه کوو او دوکاندارانو ته خبر ورکوو چې څنګه د پیرودونکو ترمنځ فاصله وساتي او په دې برخه کې د لا ښه پوهاوي لپاره د چاک نښې هم جوړوي."
مثبت غبرګون
هغه وویل، زياتره پاکستانیان هغه وخت مثبت غبرګون ښیي کله چې د ټیم غړي د لاسونو ملاوهلو او غاړه ورکولو نه د ډډه کولو په اړه خبرې کوي.
"زموږ اصلي تمرکز په کلیوالو سیمو باندې دی، ځکه چې په ښاري سیمو کې اوسیدونکي د رسنیو له لارې د ناروغۍ په اړه د پوهاوي له امله له مسؤلیت سره چلند کوي." په کلیواليو سیمو کې، چارواکي د امامانو څخه غوښتنه کوي چې عبادت کونکي دې ته وهڅوي چې په جوماتونو کې راټول نه شي او د مانځه په وخت خوندي فاصله وساتي.
هغه زیاته کړه، د پوليو د له منځه وړلو ټیمونه د عامه پوهاوي لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي چې د کورونا ويروس د خپریدو مخه ونیسي.
په پېښور کې یو هټيوال محمد الیاس وویل، "دا د ستاینې وړ ګام دی ځکه چې پاکستانیان د لاک ډاون او د خوندیتوب د نورو تدبیرونو تعقيب نه کوي، په ځانګړي توګه د ټولنیز واټن."
هغه وويل، خلک لا زیات پوهاوي او تعلیم ته اړتیا لري، او په دې برخه کې باید نورې ادارې هم برخه واخلي چې د وژونکي وبا په پراخه کچه د خپریدو په مخنيوي کې له حکومت سره مرسته وکړي.
الیاس وویل چې هغه د روغتیایي ټیم د کارمندانو د هڅو ستاینه کوي، کوم چې له مخکې نه ډير بوج لرلو او د بریدونو له خطر سره مخ وو.
د کوویډ-۱۹ د حکومتي ويب پاڼې له مخې، د پنجشنبې د ورځې (د مۍ د اوومې نيټې) پورې، په هیواد کې د کورونا ويروس ناروغۍ تایید شوي ۲۴،۷۰۳ کېسونه ثبت شوي دي، چې په دې کې ۵۶۴ مرګونه شامل دي.
جعلي کیسه، څنګه د پوليو کارکوونکي کورونا ويروس سره مبارزه کولی شي؟ دا د حیرانتیا خبره ده چې دا وينو چې پهټان لیکوالان بار بار دومره د ټيټې کچې او جعلي کيسې د پټهانو په اړه په دې ويب پاڼه کې ليکي، او په اسانه پیسې ګټي.
ځوابتبصرې 1