روغتیا

آی ایم اېف د پاکستان د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱.۴ ملیارده ډالره تصویب کړل

ای اېف پي

يو پوليس د اپریل په ۹ مه په پېښور کې چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې ښځې د حکومت لخوا د مالي مرستې لپاره په قطار کې ولاړي دي. [شهباز بټ]

يو پوليس د اپریل په ۹ مه په پېښور کې چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې ښځې د حکومت لخوا د مالي مرستې لپاره په قطار کې ولاړي دي. [شهباز بټ]

اسلام آباد -- نړیوال وجهي صندوق د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۶ مه) د پاکستان لپاره تقريباََ ۱.۴ ملیارده ډالره (۲۲۸.۶ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) د بیړنۍ مرستې په توګه تصويب کړې چې له دې سره د کورونا ویروس وبا پهاغیزې ختمولو کې مرسته وکړي.

دغه نړیوال قرض ورکونکي ادارې په یو بیان کې وویل، "په داسې حال کې چې بې باوري لوړه ده، تمه کیږي چې د کورونا ويروس ناروغۍ د نږدې مودې اقتصادي اغیزې به د پام وړ وي، چې په پراخه کچه به مالي او بهرني تمویل ته اړتیا رامنځته کړي."

په پاکستان کې يوازې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي، خو کتونکي ويره لري چې د ۲۱۵ ملیونو وګړو هیواد د طبي زیربناو د نه شتون او ګڼ نفوسه ښارونو له امله په کېسونو کې د چټک او ویجاړونکي زیاتوالي سره مخامخ کيدې شي.

په داسې حال کې چې وزير اعظم عمران خان له مخکې نه يو کمزوري اقتصاد ته د زیان رسولو په اړه اندیښمن دی، هغه په ټول هیواد کې په چټکې سره د بنديزونو مزاحمت کړی دی، خو صوبو سکولونه او کمپنۍ بندې کړي دي.

یوه ښځه د اپریل په ۹ مه په پېښور کې د حکومت څخه د نغدي مرستې ترلاسه کولو نه مخکې د خپلې ګوتې د نښې بایومیټریک تصديق ترلاسه کوي. [شهباز بټ]

یوه ښځه د اپریل په ۹ مه په پېښور کې د حکومت څخه د نغدي مرستې ترلاسه کولو نه مخکې د خپلې ګوتې د نښې بایومیټریک تصديق ترلاسه کوي. [شهباز بټ]

د نړیوال وجهي صندوق لومړی ډپټي منيجنګ ډايريکټر جیفري اوکاموټو وویل، "د کورني کنترول تدابیر، په نړیواله کچه په اقتصادي فعاليتونو کې د کمي سره یو ځای، وده ډيره متاثره کوي او بهرنی تمویل کموي."

هغه وويل، "دې په بيړنۍ توګه د تادیاتو توازن ته اړتیا رامنځته کړې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500