سياست

د پوځي سيټلايټ پيل د وبا پر مهال د ایران لومړیتوبونه په ګوته کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) کمانډر حسین سلامي د پیل په مراسمو کې له خبریالانو سره خبرې کوي. [آی آر جي سي]

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) کمانډر حسین سلامي د پیل په مراسمو کې له خبریالانو سره خبرې کوي. [آی آر جي سي]

د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۲ مه) په مدار کې د ایران د لومړي پوځي سيټلايټ ځای پر ځای کول د تهران لومړیتوبونه تر پوښتنې لاندې راولي په داسې حال کې چې په ټول هیواد کې د کورونا ويروس وبا خپره شوې ده.

د فارس خبري اژانس له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) کمانډر ميجر جنرل حسین سلامي وویل، "نن ورځ، موږ له اسمان څخه ځمکې ته ګورو، او دا د نړيوال قوت د جوړولو پیل دی."

آی آر جي سي وویل چې سپوږمکۍ -- چې د "نور" په نوم یادیږي -- د مرکازي له دښتې، چې د ايران په مرکزي لوړه سطحه مرتفع کې يوه پراخه سيمه ده، څخه د قاصد د دوو مرحلو لانچر څخه پيل شوې ده.

داسې ښکاري چې ايران په لومړي ځل دا ډول لانچر استعمال کړی دی.

د اپرېل په ۲۲ مه يو خپور شوی تصوير يو راکټ، چې يو پوځي سيټلايټ وړي، ښيي چې د ایران له خاورې څخه په هوا کې ويشتل کيږي. [آی آر جي سي]

د اپرېل په ۲۲ مه يو خپور شوی تصوير يو راکټ، چې يو پوځي سيټلايټ وړي، ښيي چې د ایران له خاورې څخه په هوا کې ويشتل کيږي. [آی آر جي سي]

دا حیرانونکي عملیات د دوو میاشتو نه ډیره موده وروسته له هغې ترسره شول کله چې ایران په مدار کې د سيټلايټ په ځای پر ځای کولو کې ناکامه شو. ايران وويل چې دغه سيټلايټ هیڅ پوځي اهداف نه لرلو.

د تهران منافقت

د سيتلايټ پيل د تهران ريښتيني لومړيتوبونه په ګوته کوي، ځکه چې دغه رژيم پیسو لګولو ته ترجیح ورکوي او د کورونا ويروس وبا سره په مبارزه کې د خپلو خلکو سره د مرستې کولو پر ځای د پوځي قوت د څرګندولو هڅه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران تور ولګوو چې دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې څخه سرغړونه کړې ده او د ویروس سره د مبارزې لپاره یې د نړیوال وجهي صندوق څخه د ۵ ملیارده ډالرو د بيړني قرضې غوښتلو کې د رژیم منافقت په ګوته کړو.

هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، "زه هيله لرم چې د ایران رژیم به د ایران د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي چې د ایراني خلکو د روغتیا او امنیت او خوندیتوب لپاره سرچینو، هغه سرچينې چې د ایران رژیم يې په روښانه ډول لري، ته لومړیتوب ورکړي، پر ځای د دې چې نړیوال تروریستي کمپاین ته دوام ورکړي."

پومپیو وویل، د سيټلايټ پيل ثابتوي چې د ایران فضايي پروګرام د سوداګریزو اهدافو پرځای د پوځ لپاره دی.

"پکار ده چې ایران د خپلو اعمالو حساب ورکړي."

واشنګټن په تيرو وختونو کې د تهران د سيټلايټ پروګرام په اړه اندیښنې راپورته کړي وې. هغه وويل چې په جنوري ۲۰۱۹ کال کې د راکټ پيل د دې د بالستیکي توغندیو حدودو سرغړونه ده.

ایران وایي چې دا د اټومي وسلو ترلاسه کولو اراده نه لري، او وايي چې د دې فضايي فعالیتونه سوله ایز دي.

سازشونه او دروغ

خو د سيټلايټ د پيلولو پریکړه په داسې حال کې وشوه چې کورونا ویروس هیواد ویجاړ کړی او له مخکې نه خراب اقتصادي بحران لا نور هم خرابوي. دا پريکړه له هغه وخت راهيسې د ویروس په وړاندې د ایران کمزوری غبرګون په ګوته کوي کله چې دې د فبرورۍ په میاشت کې د ناروغۍ د لومړي کېس اعلان وکړو.

سره له دې چې په نړۍ کې د ناروغۍ د خپريدو ترټولو ناوړه پیښې لري، دغه رژيم د جلا کولو اقدامات نه دي کړي، لکه څنګه چې نورو ډیرو هیوادونو کړي دي، چې په پايله کې یې کېسونه او مرګونه زيات شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د پنجشنبې په ورځ د کورونا ویروس د ناروغۍ ۱،۰۳۰ نويو کېسونو اعلان وکړو، چې په هیواد کې ټول ټال شمير ۸۷،۰۲۶ ته ورسیدو. په مجموعي توګه د مړو شمیر ۵،۴۸۱ دی.

په عين حال کې، خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د تهران د شفافيت د نشتوالي په اړه په نړيواله کچه انديښنه زياتيږي، ځکه چې په دغه هیواد کې د کورونا ويروس بې لګامه خپریدل ګاونډیو او نورو هيوادونو ته خپريږي.

د دې نه علاوه، ایران، د چین او روس په څير، په فعاله توګه د ویروس په اړه سازشي نظریې خپروي او د غلطو یا ګمراه کوونکو معلوماتو په خپرولو سره د خلکو ژوند له ډير خطر سره مخ کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500