جرم او انصاف

د پاکستان سټېټ بېنک د ترهګرۍ د تمویل په اړه د پیغام رسولو هڅې پراخه کړې

د عديل سعيد لخوا

یو سړی په اسلام آباد کې د ای ټي اېم نه د نغدو پیسو له ایستلو وروسته بهر ته وځي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

یو سړی په اسلام آباد کې د ای ټي اېم نه د نغدو پیسو له ایستلو وروسته بهر ته وځي. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

پیښور -- د پاکستان سټیټ بينک (ايس بي پي) یوه نوې هڅه پیل کړې چې موخه یې د پیسو مینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او نورو غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته معلومات ورکول دي.

د فبرورۍ په میاشت کې اېس بي پي د پوهاوي لوړولو لپاره په ټول هیواد کې په ای ټي اېم باندې پیغامونه کارول پیل کړل. د ای ټي ايم کارډونه په ټول هیواد کې د بينکونو نه د پيسو رايستلو لپاره ترټولو مشهوره لاره ده، چې په ټول هیواد کې ۲۱.۳ ملیونه کارډونه او د ۸.۵ ملیون پیرودونکي شتون لري.

یو پیغام چې وايي "د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل نه خوندي اوسئ" اوس د ای ټي ايمونو په سکرین باندې هغه وخت ښکاره کیږي کله چې يو پیرودونکی پيسې راوباسي یا پيسې لیږي.

دا پیغام کاروونکو ته هم خبرداری ورکوي چې د حوالې او هنډۍ له لارې د بهرنۍ کرنسۍ خرڅول، اخیستل او لیږل غرقانوني دي.

په پېښور کې د مارچ په ۱۷ مه په ای ټي اېم باندې يو پیغام خلکو ته د هغه تدابيرو په اړه معلومات ورکوي چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل لپاره د دوی د اکاونټونو د ناسم استعمال مخه ونيسي. [عدیل سعید]

په پېښور کې د مارچ په ۱۷ مه په ای ټي اېم باندې يو پیغام خلکو ته د هغه تدابيرو په اړه معلومات ورکوي چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل لپاره د دوی د اکاونټونو د ناسم استعمال مخه ونيسي. [عدیل سعید]

دا فایل فوټو هغه پيسې ښيي چې په پېښور کې د پیسو مینځلو پروړاندې د چاپې پرمهال د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) لخوا نیول شوې وې. [عدیل سعید]

دا فایل فوټو هغه پيسې ښيي چې په پېښور کې د پیسو مینځلو پروړاندې د چاپې پرمهال د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) لخوا نیول شوې وې. [عدیل سعید]

دا وايي، "که تاسو ته داسې فعالیت په نظر راشي، نو مهرباني وکړئ په دې ايمېل [email protected]اېف آی ای (د فدرالي تحقیقاتو ادارې) ته راپور ورکړئ."

دا پیغام په اردو او انګريزۍ ژبه کې ښودل کیږي.

د ايس بي پي ویاند عابد قمر وویل، "دا د هغه دوامداره مشق برخه ده چې وخت په وخت د پاکستان د سټېټ بېنک لخوا ترسره کيږي چې د قانوني او غیرقانوني مالي راکړې ورکړې په اړه په عامه خلکو کې پوهاوی رامنځته کړي."

هغه وویل، په ډیرو پیښو کې، جنایتکاران د خلکو د اکاونټونه په غلطه کارولو سره بې ګناه جمع کونکي له ستونزو سره مخ کوي.

عابد وویل چې دا پیغام د هغه قانوني اقدام په اړه د جمع کونکو لپاره د يو اخطار په توګه هم کار کوي چې دوی ورسره مخ کیدی شي که چیرې دوی هغه قانون مات کړي کوم چې په غیرقانوني توګه د پيسو د لیږلو مخه نيسي.

هغه وویل، دا هم اړینه ده چې خلک د بېنک اکاونټونو په کارولو او پیسو لیږدولو کې ټول احتیاطي تدابیر ونیسي ځکه چې په دې برخه کې څه سستي یا غلطي د دوی لپاره ډیری ستونزې رامنځته کولی شي.

د ترهګرۍ د تمويل مخه نيول

د خېبر پښتونخواه د کورنیو چارو پخواني سيکريټري سید اختر علي شاه وویل، د غیرقانوني پیسو لیږلو د خطر او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي لپاره د بېنک افسرانو د ظرفیت لوړول او د عامو خلکو ترمنځ پوهاوي رامنځته کول ضروري دي.

هغه وويل، چې زياتره بېنک اکاونټ لرونکي د خوندیتوب د اقداماتو نه خبر نه دي او داسې پېغامونه عامو خلکو ته په معلوماتو ورکولو کې مرسته کوي.

شاه په پاریس کې د پیسو مینځلو ضد نړیوال څارونکې ادارې ته په اشارې سره وویل، پاکستان د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) د شرایطو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کوي، خو خلکو ته د تعلیم ورکولو نه بغير دا هدف نه شي ترلاسه کولی. دغه اداره په پام کې لري چې د ترهګرۍ د تمویل په مخنيوي کې د پاتې راتلو له کبله پاکستان په تور لسټ کې شامل کړي.

عاطف حليم، چې يو سوداګر او د پېښور ښار د کوچنیو سوداګرو صدر دی، وويل، "د اېس بي پي پشمول د پاکستان ټولې ادارې د ترهګرو او د هغوی د پيسو رسولو کړۍ د مخنيوي لپاره خپل رول ډېره په موثره توګه لوبوي."

عاطف وویل، پاکستان په هیواد کې د ترهګرۍ او اورپکۍ لخوا ډیر ځپل شوی دی، چې د سوداګرۍ د ټولنې په ګډون یې ټول قوم متاثره کړی دی.

د عاطف له مخې، د اېس بي پي لخوا اخيستل شوي ګامونه د وخت اړتیا ده ځکه چې اکثر مجرمانو د بې ګناه جمع کونکو اکاونټونه یا سندونه، لکه د دوی سي اين آی سيز (کمپیوټرایزډ ملي شناختي کارډونه)، په غلطه توګه استعمال کړي دي.

عاطف زیاته کړه چې عامه زده کړې ته اړتیا ده څو دا خطر ختم کړو او د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره د سوداګرۍ ټولنه د ايس بي پي او نورو سوداګریزو بينکونو لخوا د پورته شويو ګامونو ستاينه کوي.

هغه د اېف آی ای د کار هم ستاينه وکړه چې د هغه غیرقانوني پیسو لیږلو طريقو مخه نيسي چې تروريستي ډلې يې کاروي.

محمد صهيب، چې سول ملازم دی او د پېښور ښار اوسیدونکی دی، وویل، "دا يو ښه نوښت دی، چې د اېس بي پي لخوا اخيستل شوی دی او خلکو ته معلومات او خبرداری ورکوي چې خپل اکاونټونه په احتياط سره استعمال کړي."

هغه وويل، کله چې هغه له ای ټي ايم څخه د نغدو پيسو ایستلو پرمهال پیغام ولوستلو، هغه پوهه شو چې د غیرقانوني پیسو د لیږلو په اړه له اړوندو ادارو سره همکاري کول څومره مهم دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500