تروريزم

پاکستان د ترهګرۍ د تمويل لپاره د غیرقانوني پیسو د تبادلې څارنه کوي

د محمد آهل لخوا

چارواکو په پيښور کې د سپتمبر په ۱۶ مه هغه غير قانوني پيسې ښيي چې د چوک یارګار د کرنسۍ په بازار کې ترلاسه شوي وې. [محمد آهل]

چارواکو په پيښور کې د سپتمبر په ۱۶ مه هغه غير قانوني پيسې ښيي چې د چوک یارګار د کرنسۍ په بازار کې ترلاسه شوي وې. [محمد آهل]

پیښور -- پاکستان د غیرقانوني پیسو د تبادلې په وړاندې مبارزه پیل کړې، چې زياتره د حوالې یا د هنډۍ سیسټم له لارې ترسره کيږي، چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل مخه ونيسي.

چارواکو د سپتمبر په ۱۵ مه د ۴۰ نه زيات د پيسو تبادله کوونکي ونیول او د خیبر پښتونخواه په پيښور کې يې د چوک یاګار د کرنسۍ مارکيټ بند کړو.

دا عملیات د حکومت د هڅو یوه برخه ده چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) ضروريات پوره کړي او په تور ليسټ کې د شامليدو نه ځان بچ کړي. ايف ای ټي ايف يوه نړيواله موسسه ده چې د ترهګرۍ د تمویل څارنه کوي او د جون په میاشت کې یې پاکستان په خپل خړليسټ کې شامل کړی و.

د خیبرپښتونخواه زون لپاره د وفاق د تحقيقاتو ادارې ډايريکټر، ميرويس نياز، چې په پيښور کې يې د دې عملياتو مشري وکړه، وويل، "د چوک یارګار د کرنسۍ [مارکيټ] يو زوړ مارکيټ دی، چیرته چې له عشرو راهيسې د غير قانوني او متوازي پيسو لين دين کيږي."

ميرويس نياز، چې د خیبر پښتونخواه زون لپاره د ایف آی ای ډايريکټر دی، په پیښور کې د سپتمبر په ۱۶ مه د ميډيا سره خبرې کوي. [محمد آهل]

ميرويس نياز، چې د خیبر پښتونخواه زون لپاره د ایف آی ای ډايريکټر دی، په پیښور کې د سپتمبر په ۱۶ مه د ميډيا سره خبرې کوي. [محمد آهل]

په پیښور کې چارواکي د سپتمبر په ۱۵ مه په چوک يادګار بازار کې د کرنسۍ مارکيټ سيل کوي. [محمد آهل]

په پیښور کې چارواکي د سپتمبر په ۱۵ مه په چوک يادګار بازار کې د کرنسۍ مارکيټ سيل کوي. [محمد آهل]

نياز پاکستان فارورډ ته وويل، "که دا غير قانوني پيسې وي، نو دا په هر غير قانوني کار کې استعماليږي، چې په دې کې د ترهګرۍ مالي تمويل او د ترهګرۍ لپاره د وسلو اخيستل شامل دي."

هغه وويل، "د ايف آی ای هڅې د حکومت د نوښت سره سمون لري چې پاکستان د ايف ای ټي ايف د خړ لیسټ نه لرې کړي او په تور ليسټ کې د شامليدو نه يې بچ کړي."

نياز وويل، "موږ د ۲۶.۸ ميليونو روپو [۲۱۷،۰۰۰ آمريکايي ډالره] نه زیاتې پیسې ترلاسه کړې ... په پېښور کې عملیات یو پیل دی او دا به ګاونډي ښارونو، ډيره اسماعيل خان، بنو او حتی تر هزارې پورې وغځول شي، چیرې چې حواله د پټو فعالیتونو لپاره کارول کیږي."

نياز وويل، "ځايي ښکيل خلک، د افغان اتباعو په ګډون، نيول شوي او دغه کسان د پاکستان او افغانستان تر منځ د غير قانوني پيسو په معاملو کې بوخت ول." "دا ځل، به هغوی ته یوازې نوټسونه ورکړل نه شي او هغوی به ونيول نه شي، بلکې موږ غواړو چې دوی جيل ته واستوو څو دا يقيني کړو چې دا متوازي او غير قانوني د بينک نظام ویجاړ شي."

"نیول شوي کسانو ... چې په دوی کې د قانوني او غیرقانوني پیسو تبادله کوونکي دواړه شامل دي، چې د پیسو مینځلو په بهیر کې ښکیل ول، [تصدیق وکړو] چې دوی د مناسب پلان او کورني کار له لارې په دې کې ښکيل ول. ديارلس ټيمونو درې عملیات ترسره کړل، چې دا به وروسته نورو سيمو ته وغځول شي کله چې موږ د نیول شویو کسانو نه معلومات ترلاسه کړو."

په تور ليسټ کې د شامليدو نه بچ کيدل

شنونکي وايي، د ايف ای ټي ايف د تور لیسټ نه پاکستان د بچ کولو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې د پاکستان چارواکي په ټول هیواد کې د غیرقانوني هوالې په وړاندې ګامونه پورته کړي.

نعيم الحق، چې د سياسي چارو په اړه د وزير اعظم عمران خان ځانګړی مرستيال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په پيښور کې د غير قانوني هنډۍ سوداګرانو په وړاندې عمليات د پاکستان د هڅو پيل دی چې د بينک نه علاوه او غير قانوني لارو له لارې د پيسو مينځلو مخه ونيسي.

هغه زياته کړه، "زموږ هدف خورا روښانه دی: موږ نه غواړو چې د ايف ای ټي ايف په تور لیسټ کې شامل شو. موږ باید د داسې متوازي او غیرقانوني پیسو د تبادلې میکانیزمونو په وړاندې ګامونه پورته کړو."

حق، چې په بينکارۍ کې تجربه لري او پخوا یې په لندن کې د مالي سلاکار په توګه کار کړی و، وویل، "د غیرقانوني پیسو انتقال يو اصلي چيلنج دی چې پاکستان ورسره مخامخ دی." "یوازې دا نه چې دا د کرپټ سیاستدانانو او نورو په واسطه د پاکستان د ټيکس ورکوونکو پيسه بهر ته د منتقل کولو سرچينه ده، بلکې دا د ترهګرۍ د تمویل یوه لویه سرچینه هم ده، چې دې ته اجازه نه شي ورکړل کيدې چې دوام ولري.

هغه وويل، په دې کې څه دليل نشته چې هغه کسانو ته مونږ اجازه ورکړو چې دا کاروبار دې د معمول په توګه جاري وساتي، کوم چې په دې کې د کلونو راهيسې ښکيل ول. هغه زياته کړه چې چارواکي به په ټول هېواد کې دا عمليات ترسره کړي، ځکه چې د پاکستان اعتبار د خطر سره مخامخ دی.

حق وويل، "دا به نه يوازې زموږ سره د پيسو مينځلو په مخه نيولو کې مرسته وکړي، بلکې د نورو هېوادونو څخه زموږه لوټ شوي پيسې به بيرته راوړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې د حوالې او هنډۍ په اړه نور هم پوهه شم

ځواب

ډبل شاه د غريبانانو پيسه لري. ولې ايف آی ای د ډبل شاه تحلص بهايي جان په وړاندې ګام نه پورته کوي. هغه د خيبر پښتونخواه په مرکزي جيل کې دی.

ځواب