جرم او انصاف

محکمې د ممبۍ بريد پلان جوړونکی حافظ سعید د ترهګرۍ په تور محکوم کړو

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

په دې ویډیو کې، حافظ سعید دلته لیدل کیږي چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۱۲ مه محکمې ته راروان دی. هغه وروسته د ترهګرۍ په تور محکوم شو. [عبدالناصر خان]

لاهور -- د هغه وکیل د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ مه) وویل، يوه عشره مخکې په ممبۍ کې د وژونکي برید تورن پلان جوړونکی په پاکستان کې د ترهګرۍ په جلا تورونو محکوم شوی او تقريباََ شپږ کاله قيد ورته ورکړل شوی.

د هغه وکیل عمران ګیل ای اېف پي ته وويل، حافظ سعید په دې تور تورن شو چې هغه د "منع شوي تروریستي ډلې برخه" وه او "غیرقانوني ملکیت يې لرلو."

هغه په هندوستان کې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې په ښکاره توګه د برید د پلانولو په تور مطلوب دی، کله چې ۱۰ وسله والو، چې له ټوپکونو، لاسي بمومو او نورو چاودیدونکو توکو سره سمبال وو، د درېو ورځو په نښته کې ۱۶۶ کسان ووژل او سلګونه نور ژوبل کړل.

ګيل د سعيد د محکوميت په اړه نور تفصيلات ورنه کړل او ويې وويل چې هغه به د لاهور په يو زندان کې وساتل شي.

د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۷ مه په ممبۍ کې د تاج محل هوټل نه د اور لمبې هغه وخت راپورته کيږي، کله چې ۱۰ وسله والو، چې له ټوپکونو، لاسي بمومو او او نورو چاودیدونکو توکو سره سمبال شوي وو، د درېو ورځو په نښته کې ۱۶۶ کسان ووژل او سلګونه نور یې ژوبل کړل. [اندرانیل مکرجيندرانیل/ ای اېف پي]

د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۷ مه په ممبۍ کې د تاج محل هوټل نه د اور لمبې هغه وخت راپورته کيږي، کله چې ۱۰ وسله والو، چې له ټوپکونو، لاسي بمومو او او نورو چاودیدونکو توکو سره سمبال شوي وو، د درېو ورځو په نښته کې ۱۶۶ کسان ووژل او سلګونه نور یې ژوبل کړل. [اندرانیل مکرجيندرانیل/ ای اېف پي]

حافظ سعید دلته لیدل کیږي چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۲ مه محکمې ته راروان دی. [عبدالناصر خان]

حافظ سعید دلته لیدل کیږي چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۲ مه محکمې ته راروان دی. [عبدالناصر خان]

دا سخت دريځې ملا -- چې د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو لخوا د نړیوال ترهګر په توګه اعلان شوی و، او په سر یې د ۱۰ ملیونه ډالرو انعام کيښودل شوی دی -- د اسلامي خيراتي موسسې، جماعت الدعوا (جی يو ډي)، مشر دی. .

د دې وسله واله ډله لشکر طیبه د واشنګټن او ډیلي له خوا په دې تور تورن شوی چې دا د ممبۍ د حملو مسؤليت لري.

سعید په دې کار کې د لاس لرلو نه انکار کوي خو کلونه یې په پاکستان کې په مختلفو شکلونو کې په توقیف کې دننه او بهر تیر کړي دي، کله نا کله د مختلفو تورنو په تور په کور کې په توقیف کې هم پاتې شوی.

د ترهګرۍ د تمويل پروړاندې اقدام

هغه زياتره وخت ازاد پاتې شوی چې په هیواد کې يې له خپلې مرضۍ سره تګ راتګ کولو، چې هند یې په قهر کړی او بار بار يې د هغه د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

د محکمې فيصلې، چې د ای اېف پي لخوا لیدل شوی، دا څرګنده نه کړه چې سعید د کومې منع شوې تروریستي ډلې سره تړاو لري یا دا روښانه کړي چې د "غیرقانوني ملکیت" مطلب څه دی، کوم چې پیسو یا نورو ملکیت ته اشاره کولی شي.

د سعید په قيد کې اچول هغه وخت رامنځته شول چې پاکستان د ترهګرۍ د تمويل سره په مبارزه کې د ناکامه کيدو له کبله د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) -- چې په پاريس کې د ترهګرۍ د تمويل څارونکي اداره ده -- لخوا په احتمالي توګه په تور لیست کې د شامليدو سره مخ دی.

مياں خلیل، چې په لاهور کې د سوداګرۍ یو لوړ پوړی ژورنالیست دی، وويل، اېف ای ټي اېف د پاکستان او د وسله والو پرضد د حکومت د کړنو او د هغوی د پيسو راټولولو او نورو فعالیتونو څارنه کوي."

هغه وويل، "د حافظ سعيد محکوميت به د پاکستان سره په مبارزه کې مرسته وکړي چې د اېف ای ټي اېف [شرطونه] پوره کړي او په پاکستان کې وسله وال کنټرول کړي."

خلیل زیاته کړه، "پاکستان په ښه لورې روان دی، لکه څنګه چې مخکې په لاهور کې د ترهګرۍ پرضد یوې محکمې د یوې بلې راپورته کيدونکي مذهبي ډلې، تحریک لبیک پاکستان (ټي ايل پي)، فعالانو ته سزا واوروله چې د مذهبي اورپکۍ مخه ونيسي."

"موږ د دې محکوميتونو په پام کې نیولو سره د ښو پایلو په تمه یو."

په لاهور کې د امنیتي چارو کارپوه شهريار وړايچ وويل، "د حافظ سعيد محکوميت په سیمه ییزه او نړیواله کچه، په ځانګړي ډول د هندوستان لخوا، ولمانځل شو.

هغه وویل، دا اقدام به له پاکستان سره مرسته وکړي چې اېف ای ټي اېف ته ډير ښه کېس وړاندې کړي.

[عبدل ناصر خان د لاهور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ای ټی ایف ۔په هند پابندی ولی نه لګوی چی پاکستا ن سرا سبوت دی د اغو پلار کلبوشن

ځواب