متحده آيالاتو په پاکستان کې د تروریستانو سره په تړاو يوه سياسي پارټي بليک ليسټ کړه

ای ايف پي

اسلام آباد -- متحده آیالاتو د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۲ مه) ملي مسلم لیګ (ایم ایم ایل) پارټي بلیک لیسټ کړه. دغه نوي جوړه شوي سياسي پارټي په ممبۍ کې د تروریستي برید پلان جوړونکي، حافظ سعيد، سره تړاو لري.

د بهرنیو تروريستي سازمانونو په ليسټ کې د دې پارټۍ شامليدل په داسې وخت کې رامنځته شول چې وايټ هاوس په اسلام آباد باندې فشار راوړي چې په هیواد کې د افراطي ډلو په وړاندې مبارزه پيل کړي.

ايم ايم ايل د اګست په میاشت کې د حافظ سعید د جماعت الدعوا -- چې د وسله والې ډلې لشکر طیبه يوه څانګه ده -- لخوا پيل کړی شوه.

په لشکر طیبه په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې د قتل عام تور لګولی شوی دی. په دغه پيښه کې تقریباََ ۱۶۶ کسان وژل شوي ول او له دې امله نيوکلير هند او پاکستان جنګ کولو ته تقريباََ تيار شوي ول.

د دې پارټۍ د پیلولو راهیسې، ايم ايم ايل د جماعت الدعوا سره د اړیکو لرلو له امله د پاکستان د ټاکنو کمیسون سره په رسمي توګه د رجسټريشن کولو کوشش کړی دی.

دا به نور هم ستونزمن شي ځکه چې د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د لشکر طيبه په اړه په ليسټ کې ترميم وکړو او په دې کې يې د دې سياسي پارټي هم شامله کړه.

وروسته له هغې چې متحده آيالاتو دغه ډله بليک ليسټ کړه، ايم ايم ايل د سه شنبې په ورځ ( د اپريل په ۳ مه) د واشنګټن غندنه وکړه او ويې ويل چې واشنګټن د پاکستان د "حاکمیت او اساسي قانون" څخه سرغړونه کړې ده.

دا پریکړه وروسته له هغې وکړې شوه کله چې پاکستاني چارواکو د فبرورۍ په میاشت کې د جماعت الدعوا اثاثې منجمد کول پیل کړل.

سعيد، چې د هغه په سر د ۱۰ ميليونو ډالرو ( ۱.۱ ميليارده پاکستانئ روپۍ) انعام کيښودل شوی دی او په پاکستان کې په آزدانه توګه فعاليت کوي، په تروريزم او ممبۍ کې په بريدونو کې د لاس لرلو نه انکار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500