جرم او انصاف

د ترهګرۍ تمویل محکوميتونه د اېف ای ټي اېف د شرطونو پوره کولو لپاره هڅې په ګوته کوي

د عبدل ناصر خان لخوا

امنیتي پرسونل چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې يو ګاډی، چې د جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید وړي، د فبرورۍ په ۱۲مه په لاهور کې د ترهګرۍ پر ضد محکمې نه ووځي. [مرتضی سید/ ای اېف پي]

امنیتي پرسونل چمتو ولاړ دي، په داسې حال کې چې يو ګاډی، چې د جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید وړي، د فبرورۍ په ۱۲مه په لاهور کې د ترهګرۍ پر ضد محکمې نه ووځي. [مرتضی سید/ ای اېف پي]

لاهور -- د پاکستان په پنجاب صوبه کې د ترهګرۍ ضد محکمو (ای ټي سه) په دې میاشت کې د ترهګرې د تمویل له کبله ۱۳ کسان محکوم کړل چې د څارونکو په وینا دا د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) شرطونو د پوره کولو لپاره يوه هڅه ده.

په پاريس کې دېره بين الحکومتي سازمان د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په وړاندې په اقدامات پورته کولو کې د ناکامۍ له کبله په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان په خپل خړ لیست کې په رسمي ډول شامل کړو.

د اسلام آباد لپاره آخرنۍ نيټه تر سپتمبر پورې غزول شوې ده چې د عمل پلان بشپړ کړي چې موخه يې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کول دي.

په دې وروستیو کې محکوم شويو کسانو ته د خپلو جرمونو له امله له د یو کال نه تر ۱۶ کالو پورې د قيد سزا واورول شوه.

په يو بې نيټې تصوير کې، امنیتي منسوبین د پنجاب صوبې په ګوجرانواله کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نه بهر چمتو ولاړ دي. [د عبدل ناصر خان نه په مننه]

په يو بې نيټې تصوير کې، امنیتي منسوبین د پنجاب صوبې په ګوجرانواله کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نه بهر چمتو ولاړ دي. [د عبدل ناصر خان نه په مننه]

په ګوجرانوالا ضلعه کې د ترهګرۍ ضد يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) د القاعدې پنځه ترهګر په بند محکوم کړل او هغوی ټولو ته یې د ترهګرۍ تمویل او د چاودیدونکو توکو د لرلو له کبله د ۱۶ کالو د قيد سزا واوروله.

د پنجاب ایډیشنل انسپکټر جنرل سي ټي ډي پنجاب رای طاهر په یوې مرکه کې وویل، "دغه محکوم شوي کسان، د عبدالله عمیر عرف حنزلا، احمد الرحمان، عاصم اکبر سعید، محمد یعقوب او محمد یوسف په ګډون، د پنجاب پوليسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) لخوا د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۶مه په ګوجرانواله کې هغه مهال ونیول شول کله چې دوی هلته کې د تروریستي فعالیت پلان لرلو."

طاهر وویل، "ټولو محکوم شويو کسانو ته د ترهګرۍ د تمویل په تور پنځه کاله، د چاودیدونکو توکو د ساتلو له کبله اوه کاله، د منع شوي تنظيم القاعدې سره د مرستې له کبله درې کاله او د القاعدې د ادبیاتو په لرلو سره د یو کال قيد سزا واورول شوه."

'د پاکستان لپاره یو ښه اقدام'

هغه زياته کړه، "د ټولو مجرمینو شخصي ملکیت ضبط شوی دی. په دې محکوم شويو کسانو باندې جرمانه لګول شوې ده."

د جون په ۱۸مه، په لاهور کې د ترهګرۍ ضد يوې محکمې د جماعت الدعوه څلور مشران د ترهګرۍ د تمویل په تور محکوم کړل او هغوی ته يې د يو کال نه تر پنځو کالو پورې د قيد سزا واوروله.

ظفر اقبال او یحیی عزیز پنځه کاله د قيد سزا ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې عبدالرحمان مکي او عبدالسلام د يو کال قيد سزا ترلاسه کړه.

دغه محکمې د محکوم شويو کسانو د هغه شتمنیو ضبط کولو امر وکړو چې دوی د ترهګرۍ له مالي تمویل څخه ترلاسه کړې وې.

د جی يو ډي مشران نیول شوي او د منع شوي تنظیم لشکر طیبه لپاره د پیسو په راټولولو په تور تورن شوي دي.

طاهر وویل، "ظفر اقبال، یحیی عزیز او عبدالسلام هم د يو اېن [ملګرو ملتونو] لخوا ټاکل شوي کسان دي چې د ترهګرۍ په تمویل کې ښکيل دي."

د طاهر له مخې، د جی يو ډي نور څلور غړي د جون په ۱۷مه په فیصل آباد کې د ای ټي سي لخوا د ترهګرۍ د تمویل په جرم محکوم شول. محمد اویس، عظمت الله، محمد افضل او بن یامین محکوم شول او لشکر طيبه ته د پيسو چمتو کولو له کبله ورته د یو کال قيد سزا واورول شوه.

طاهر وويل، "د دوی محکوميت به په پاکستان کې د ترهګرۍ د تمویل په مخنيوي کې لوی رول ولوبوي."

رفعت الله اورکزۍ، چې په پېښور کې دېره يو ژورنالیست دی، وويل، "زه فکر کوم چې دا د پاکستان لپاره يو ښه اقدام دی چې د اېف ای ټي اېف محدودیتونو نه ډډه وکړي."

اورکزۍ وویل، "پاکستان اوس غواړي له ترهګرۍ څخه ځان لرې وساتي، او دا ګامونه په دې معنا دي چې نړۍ ته د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې د پاکستان د جديتوب په اړه ډاډ ورکړي."

هغه وویل، "پاکستان اوس د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کشمير به پاکستان جوړ شي، لشکر طيبه زنده باد

ځواب