امنیت

محکمې حافظ سعید د ترهګرۍ د تمویل په تور محکوم کړو

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید (ګس اړخ ته دوهم) په ۲۱ جولای ۲۰۱۸ په اسلام اباد کې په دغه کال کې د انتخاباتو نه مخکې د يو کمپاين په ترڅ کې لاس هسکوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید (ګس اړخ ته دوهم) په ۲۱ جولای ۲۰۱۸ په اسلام اباد کې په دغه کال کې د انتخاباتو نه مخکې د يو کمپاين په ترڅ کې لاس هسکوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

پېښور -- په لاهور کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۱ مه) د منع شوي وسله والې ډلې لشکر طیبه (ايل اي ټي) او د دې سره تړاو لرونکي سیاسي ډلې جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید او د جی يو ډي نورو څلورو مشرانو ته د ترهګرۍ د تمويل په تور سزا واوروله.

جج ملک ارشاد بهټو، چې دغه کيس يې واوریدلو، تر راتلونکي اوریدنې پورې يې کاروايي ودروله، چې د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲ مه) ټاکل شوې ده.

ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو راپور ورکړو چې د جی يو ډي مشرانو دا تورونه رد کړي، او ادعا یې کړې چې پخوانیو محکمو پریکړه کړې چې دوی لشکر طیبه مخکې له دې پریښوده کله چې په ۲۰۰۲ کال کې وسله والې ډلې د حکومت لخوا مممنوعه وګرځول شوې.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) چارواکو د جولای په ۱۷ مه سعید او د هغه څو همکاران د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو مینځلو په تړاو په ۲۳ کيسونو کې ونیول.

د جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۵ مه په لاهور کې په يوې ريلي کې خطاب کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

د جماعت الدعوه (جی يو ډي) مشر حافظ سعید (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۵ مه په لاهور کې په يوې ريلي کې خطاب کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

سي ټي ډي هغه وخت وویل، جی يو ډي د ترهګرۍ د تمويل لپاره د غیر انتفاعي سازمانونو او تنظيمونو له لارې پيسې راټولولې. دې د پنجاب په پنځو ښارونو کې کيسونه ثبت کړل.

د پولیسو د لومړي معلوماتو د راپور (ایف آی آر) له مخې، شکمن کسانو د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو جرمونه ترسره کړل.

په دغه ایف آی آر کې پنځه ظاهري خيريه سازمانونه -- دعوت ول ارشاد ټرسټ، معاز بن جبل ټرسټ، ال انفال ټرسټ، المدینه فاونډیشن ټرسټ او الاحمد ټرسټ -- د ترهګرۍ د تمویل په تور تورن کړل شول.

د ترهګرۍ د تمویل سره مبارزه

د سعید پرضد تورونه د پاکستان د وروستي اقداماتو څخه دي چېد مالي اقداماتو کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) شرایط پوره کړي. د مالي عمل کاري ځواک يوه اداره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ تمویل څارنه کوي، چې پاکستان يې د ترهګرۍ د مالي تمويل او د پيسو مينځلو په وړاندې د دې په اقداماتو کې "د ستراتیژیکي نیمګړتیاوو" له کبله تش په نامه خپل خړ لیسټ کې شامل کړو.

ای اېف پي راپور وکړو چې اېف ای ټي اېف د اکتوبر په ۱۸ مه خبرداری ورکړو چې پاکستان د هیوادونو په تور لیست کې شامل کیدې شي که چیرې دې په څلورو میاشتو کې خپله تګلاره بدله نه کړه.

د اېف ای ټي اېف صدر ژیانګمین لیو وویل، "د دې کمزورو د ختمولو لپاره د پاکستان لخوا د لوړې کچې تعهداتو سره، پاکستان کافي پرمختګ نه دی کړی." هغه زیاته کړه چې کيدې شي پاکستان د فبروري ۲۰۲۰ پورې په تور لیسټ کې شامل شي.

په پېښور کې میشت يو امنیتي شنونکي خادم حسین وویل، د سعید د تورنولو پریکړه به د ترهګرۍ د مالي تمویل په مخنيوي کې مرسته وکړي.

هغه وویل، "په نړۍ کې د ترهګرۍ د تمویل په اړه ډیر اقدامات او پوهاوي شتون لري، او پاکستان تر سخت فشار لاندې دی چې په داسې کيسونو کې زياتې سزاګاني ورکړي."

حسین وویل چې دا وروستي تورونه به د هیواد انځور ته وده ورکړي.

په پېښور کې میشت وکیل نور عالم خان وویل، "پاکستان له لوی خطر سره مخ دی او پکار ده چې د پام وړ پرمختګ وښیي، او د قانون پلي کونکو ادارو د ممنوعه ډلو پرضد خپل بریدونه ګړندي کړي او له ۱۰۰ څخه زیات فعالین یې نیولي دي."

هغه وویل، چارواکو په تیرو څو میاشتو کې تر ۲۰۰ نه زياتې مدرسې بندې کړي او د منع شویو ډلو اثاثې یې منجمد کړي دي.

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وویل، دا اقدامات باید ډیر مخکې پیل شوي وای، خو دا اوس هم د ستاینې وړ دي ځکه چې دا به په نړیواله ټولنه کې د پاکستان حيثيت د یو سوله ییز ملت په توګه بحال کړي.

هغه وویل، "پاکستان له ترهګرۍ له کبله سخت ځپل شوی، او د ترهګرو ډلو پروړاندې عمل زموږ د خلکو په ګټه دی. له دې امله، حکومت باید اقدامات ګړندي کړي."

هغه وویل چې پاکستان سوله خوښونکی هیواد وو او یو څو ترهګر په نړیواله کچه د دې شهرت ته زیان رسوي.

په پېښور يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر محمد شعیب وویل، د سعید پرضد تورونه پر وخت دي.

شعیب وویل، اېف ای ټي اېف د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو مینځلو د له منځه وړلو لپاره د ډيرو اغیزمن ګامونو غوښتنه کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500