سوات -- پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶ مه) تایید کړه چې یو ژورنالیست، چې خپلوان یې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ډلې غړي وو، په ډزو وژل شوی دی.
جاوید الله خان، چې ۳۶ کاله عمر يې لرلو، د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵ مه) د سوات ضلعې په مټه کې په ډزو ووژل شو. مټه پخوا د وسله والو يو مهم مرکز و، چې د سوات د وادۍ نه شمال لویدیز اړخ ته ۴۰ کلو ميټره لرې پرته ده.
هغه د اردو ژبې ورځپاڼې اوصاف کې بیورو چیف و.
د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي محمد اعجاز خان ای اېف پي ته وويل، "جاوید د پولیسو له ساتونکي سره په سفر روان و کله چې دوو وسله والو د هغه په ګاډي باندې ډزې وکړې." هغه په ځای مړ شو.
د پوليسو يو سيمه بيز چارواکي علي محمد د دغه پيښې تاييد وکړو.
محمد زیاته کړه چې "دا یو هدفي برید و."
دغه ژورنالیست ډیر خپلوان د ترهګرۍ له کبله له لاسه ورکړې ول.
محمد زياته کړه چې د هغه ډیر خپلوان، د هغه د ورور، ترونو او تره زامنو پشمول، له دې کبله ووژل شول چې دوی د طالبانو پر ضد په امن کمیټو کې ښکيل وو.
د کلونو راهیسې، قبایلي پاسبان ځواکونو، چې په سیمه ایز ډول د سولې کمیټۍ یا لشکر په نوم پیژندل کیږي، د وسله والو په وړاندې د خپلو کليو دفاع کړې ده.
ډیرو د هیواد په امنیت کې د پام وړ پرمختګ وروسته دغه ډله پريښودې ده.
په داسې حال کې چې په تیرو کلونو کې د وسله والو شبکې سختې ګډوډي شوي، بلواګر لاهم د برید کولو وړتیا لري.
د بخښنې نړیوال سازمان وویل، خان یو "ډير زړه ور ژورنالیست" و. دغه سازمان د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه.
هیڅ يوې ډلې سمدلاسې مسؤلیت نه دی منلی، خو وسله والو په تیرو وختونو کې حکومت پلوه قبايلي مشران په نښه کړي دي.
الله دې هغه ظالمان تباه کړي چې په پاکستان کې امن ګډوډوي
ځوابتبصرې 1