تروريزم

د داعش د ادعا سربيره، داسې ښکاري چې افغان طالبان په کویټه کې په مدرسه کې په چاودنه کې لاس لري

د عبدل غني کاکړ لخوا

امنیتي چارواکي د جنورۍ په ۱۰ مه په کویټه کې په هغه مدرسه کې چمتو ولاړ دي چيرته چې چاودنه شوې وه. [عبدل غني کاکړ]

امنیتي چارواکي د جنورۍ په ۱۰ مه په کویټه کې په هغه مدرسه کې چمتو ولاړ دي چيرته چې چاودنه شوې وه. [عبدل غني کاکړ]

کویټه -- که څه هم داعش د جنورۍ په ۱۰ مه د کویټې په یوې مدرسه کې د ځان وژونکي بمي برید مسؤلیت په غاړه واخیستو، خو چارواکي او څارونکي پرې شک لري.

دغه وسله والې ډلې د هغه بریدګر تصوير د هغه د نوم سره خپور کړو او ادعا یې وکړه چې دې د ماښام په مانځه کې د افغان طالبانو غړي په نښه کړل.

په کویټه کې یو لوړ پوړي امنيتي چارواکي عظمت خان وویل، ځانمرګي بریدګر په دارالعلوم شرعيه مدرسه کې چاودیدونکي مواد وچول.

د خان له مخې، په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان ووژل او ۲۵ نور ژوبل شول، او د کویټې د پولیسو نايب سپرنټنډنټ امان الله اسحاقزۍ پکې هم شامل و.

زده کونکي د جنورۍ په ۱۰ مه په کویټه کې د هغې مدرسې مخې ته راټول شوي دي چيرته چې چاودنه شوې وه. [عبدل غني کاکړ]

زده کونکي د جنورۍ په ۱۰ مه په کویټه کې د هغې مدرسې مخې ته راټول شوي دي چيرته چې چاودنه شوې وه. [عبدل غني کاکړ]

د داعش د ځانمرګي بریدګر تصوير چې په کویټه کې یې دغه عملیات ترسره کړي وو. د دې تصوير او د داعش لخوا د مسؤلیت ادعا سربيره، چارواکي او څارونکي وايي چې کيدې شي په دې برید کې افغان طالبان ښکيل وي. [فايل]

د داعش د ځانمرګي بریدګر تصوير چې په کویټه کې یې دغه عملیات ترسره کړي وو. د دې تصوير او د داعش لخوا د مسؤلیت ادعا سربيره، چارواکي او څارونکي وايي چې کيدې شي په دې برید کې افغان طالبان ښکيل وي. [فايل]

هغه وویل، "دغه په نښه شوي مدرسه ... افغان کډوالو چلوله، او زموږ د تحقیقاتو ټیمونو د بريدګر پاتې شوني وموندل."

هغه د چاودنې نه مخکې او سمدلاسې وروسته د ټيلي فون شمیرو معلومولو عمل ته په اشارې سره وويل، د لوړې کچې ټیم تحقیق کوي، او چارواکو د پیښې په ځای کې د جغرافیایي حدونو ټاکلو کار بشپړ کړی دی.

داعش ګټه ترلاسه کوي

خان وویل، "په کویټه کې دا تازه بریدونه د اورپکۍ د نوې څپې یوه برخه ده." هغه زیاته کړه چې د دسمبر په ۱۰ مه د ډي ايس پي، چې په چاودنه کې وژل شوې و، زوی نجیب الله په کويټه کې په ډزو ووژل شو.

د چارواکو له مخې، د جنورۍ د لسمې د چاودنې مسؤلیت په غاړه اخيستلول لپاره د داعش دغه اقدام د هغې د کمپاین یوه برخه ده چې په پاکستان کې د نورو وسله والو لخوا د تاوتریخوالي بریدونو نه "ګټه پورته" کړي. هغوی زیاته کړه چې داعش د دې لپاره داسې کوي چې خپل ځان فعال ښکاره کړي.

داعش په تیرو دوه کلونو کې په پاکستان کې د ګڼ شمير ترهګریزو فعالیتونو مسؤلیت په دروغه په غاړه اخیستی دی.

په کويټه کې د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي مزمل جاوید وویل، "داعش په سيمه کې د خپل نفوذ او تسلط رامنځته کولو لپاره په بلوچستان کې د دروغو ادعاګانو لپاره مشهور دی."

هغه وويل، "زموږ د قانون پلي کونکو ادارو په بلوچستان کې د داعش ډیری ادعاوې په بشپړ ډول وڅیړلې، خو د دوی یوه ادعا هم ریښتیني ثابته نه شوه. ټولنیزې رسنۍ د داعش ... د جعلي ادعاګانو يوه لویه سرچینه ده."

جاوید زیاته کړه، د داعش خراسان څانګه "د نورو وسله والو ډلو د بریدونو نه ګټه ترلاسه کوي، او په تیرو څو کلونو کې ډیر هغه وسله وال چې د نورو فرقه ایزو وسله والو ډلو نه د داعش سره یوځای شول، د هیواد په مختلفو برخو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې ووژل شول."

هغه وويل، په داسې حال کې چې داعش -- په افغانستان او سوریه کې د پراخه ماتې وروسته -- په سیمه کې د نفوذ د ترلاسه کولو په لټه کې دی، خو د دې هڅې ناکامې شوي دي.

جاوید وویل، "زموږ د ترهګرۍ ضد پالیسي خورا جامع او پراخه ده، او امنیتي ادارو د داعش د بیا راپورته کېدلو هره يوه ممکنه هڅه شنډه کړې ده."

د افغان طالبانو غچ

د افغان طالبانو يو ملګري او د دې ډلې پخواني کمانډر وویل، چې افغان طالبان شاید مجرمان وي.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "افغان طالبان په افغانستان کې د روانې سولې پروسې په اړه ژور اختلافات لري او کيدې شي د ملا رسول ډله د کويټه سيټلايټ ټاون په وروستي برید کې ښکيل وي."

د ملا (محمد) رسول ډله د مشرۍ د شخړې پراساس د طالبانو د اصلي ډلې سره مبارزه کوي.

هغه وویل، "زما په اند، دا ځانمرګی برید د وروستي افغان پوځي برید غچ و چې د جنورۍ په ۸ مه د افغانستان د هرات صوبې په شین ډنډ ضلعه کې ترسره شوې و، چې د ملا رسول د ډلې لوړ پوړی کمانډر ملا نینګالی په کې له ۳۰ نور شکمن کسانو سره وژل شوی و."

هغه زیاته کړه، "د افغان طالبانو د ملا رسول ډله له ایران سره تړاو لري او شک لري چې په شین ډنډ ضلعه کې د طالبانو د شتون په اړه معلومات د هغه د سیالانو ملګرو لخوا افغان چارواکو ته استول شوي وو."

د طالبانو سرچینې وويل، په کویټه کې د جنورۍ په ۱۰ مه د طالبانو په وژل شويو غړو کې ملا اختر جان او صوفي لالک، چې د طالبانو د لوړ پوړي کمانډر مولوي حکیم ورور و، شامل ول.

هغه وويل، سربیره پردې، د ګل آغا، چې د افغان طالبانو د مالي څانګې مشر و، ورور مولوي ظریف او د مولوي حکیم دوه نور خپلوان هم ووژل شول.

د کویټې ملکي روغتون په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، په وژل شویو کسانو کې شپږ لا نه دي پیژندل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500