ټولنه

د مالم جبې د سکي جشن د سولې بیرته راستنیدل او د لوبو پیښې په ګوته کوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

یو سکي کوونکی د فبرورۍ په ۷ مه په مالم جبه کې په څلورم کاس قراقرم نړیوال الپاین سکي کپ کې برخه اخلي. [پي ای اېف]

یو سکي کوونکی د فبرورۍ په ۷ مه په مالم جبه کې په څلورم کاس قراقرم نړیوال الپاین سکي کپ کې برخه اخلي. [پي ای اېف]

پېښور -- یوازې څو کاله مخکې، دا تصور نه کیده چې د لوبو فعالیتونه به د سوات په وادۍ، پشمول د واورې نه ډک په مالم جبه کې د سکي کولو په ميدان کې ترسره شي.

که څه هم، اوس چې امنیتي ځواکونو په هیواد کې ډیرترهګر وژلي یا يې ویستلي،سيلانيان او سکي کوونکي سیمې ته ورځي.

د فبرورۍ په ۳ مه، په پاکستان کې د برتانيې هايي کمیشنر ډاکټر کرسچن ټرنر، د ۳۶ نړیوال سکي کوونکو پشمول، په هغه کسانو کې شامل وو چې د مالم جبې په نړیوال الپاین سکي کپ کې يې برخه اخيستې وه. دا د سکي کولو ۲۷ مه ملي سيالي ده او د هوایي ځواکونو د ستر مشر (کاس) څلورم قراقرم نړیوال الپاین سکي کپ دی.

ټرنر په اردو ژبه کې په ټویټر باندې په يوې ویډیو کې وویل، "په هغه دره او سیمه کې چې د طالب وسله والو له خوا د ویجاړیدو سره تړاو لري، دا په زړه پورې خبره ده چې زړه راښکونکي منظرونه وګورو او دا چې پاکستان څنګه د ښه کیدو لپاره بدليږي."

د اوکراين یو سکي کوونکی د فبرورۍ په ۸ مه په مالم جبه کې په څلورم کاس قراقرم نړیوال الپاین سکي کپ کې برخه اخلي. [پي ای اېف]

د اوکراين یو سکي کوونکی د فبرورۍ په ۸ مه په مالم جبه کې په څلورم کاس قراقرم نړیوال الپاین سکي کپ کې برخه اخلي. [پي ای اېف]

ټرنر د دې ټورنمنټ د انعقاد کولو لپاره د پاکستان هوايي ځواک (پي ای اېف) او د پاکستان د ژمي د لوبو فيډريشن (ډبليو ايس اېف پي) ته مبارکي ورکړه.

ايکسپريس ټريبيون د هغه له قوله وويل، "ما ته ویل شوي دي چې زه د انګلستان لومړی هايي کمیشنر یم چې په پنځلسو کالو کې به د دغه ځای څخه لیدنه وکړم، او زه غواړم چې په ټول پاکستان کې سفر وکړم چې زه دا په زړه پورې هیواد وپیژنم."

صدر عارف علوي د فبرورۍ په ۹ مه د مراسمو په ترڅ کې د دریو مختلفو ټورنمنټونو ګټونکو ترمنځ انعامونه وویشل.

علوي په هیواد کې د ژمي لوبو ته د وده ورکولو لپاره د پي ای اېف او ډبليو ايس اېف پي څخه مننه وکړه او ټولو همکارانو ته يې په بریا سره د دې پيښې د تنظيمولو له امله مبارکي ورکړه.

هغه وويل چې په سوات کې د بهرنیو ټیمونو شتون نړۍ ته یو روښانه پیغام استوي چې پاکستان د پرمختګ او سولې په لور روان دی.

د پي ای اېف د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، اير مارشل احمر شهزاد، چې د هوایي ځواک مرستیال مشر او د ډبليو ايس اېف پي صدر دی، په دې مراسمو کې موجود و.

اير وايس مارشل معيد خان، چې د شمالي هوایي ځواکونو کمانډ اير آفيسر کمانډنګ دی، د مراسمو په ترڅ کې وويل، د پاکستان هوایي ځواک نه یوازې په پاکستان کې د سکي کولو د ودې لپاره ژمن دی، بلکې سکي کوونکو ته په روزنه ورکولو کې هم ژمن دی.

په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي، "دا په حقیقت کې د پام وړ پیښه وه ځکه چې د نهو هيوادونو څخه ۳۶ نړيوال سکي کوونکو، د افغانستان، آذربایجان، کاناډا، یونان، تاجکستان، [ختیځ] تیمور، ترکي، اوکراین او انګلستان په ګډون، په دې پيښه کې برخه اخیستې وه."

په اعلاميه کې راغلي، دا پیښه به نه یوازې د پاکستان په غرونو کې د سياحت صنعت ته وده ورکړي بلکې په ټوله نړۍ کې به د هیواد په مثبت انځور وړاندې کولو کې هم مرسته وکړي.

د پاکستان مېلمستيا

د يونان څخه يو سکي کوونکي جورجيوس کالیریډیس وويل، "دلته راتلل ډيره ښه تجربه وه ... او دا په ریښتیا سره په پاکستان کې د لوبو لپاره يوه هڅونکي خبره ده."

هغه وويل، "دا ستره پيښه نور خلک هم راجلبولی شي چې د پاکستانیانو د دوديزې میلمستيا نه خوند واخلي."

صاحبه کوشيم، چې د پاکستان هغه سکي کوونکي ده چې د ښځو په کټګورۍ کې یې د سروزره تمغه ګټلې وه، وويل، "ما په ریښتیا په پاکستان کې له دې پيښې څخه خوند واخیستو، دا خورا ښکلې او ارامه وه ... دا یوه سوله ايزه دره ده او زه خوشحاله یم چې ژوند بیرته عادي حالت ته راستون شوی دی."

هغې زیاته کړه چې د بهرنيانو ګډون "د نړۍ لپاره یو پیغام دی -- سوله بيرته بحال شوې، نو راشئ او دلته له ریښتیني سولې څخه خوند واخلئ".

امامه ولي، چې له پاکستان څخه يوه بله ښځينه سکي کوونکي ده، وویل، "په مجموعي توګه دلته چاپیریال خورا سوله ایز او ښه دی، ما واقعی دلته د سیالیو څخه خوند واخيستو. دا ډير قدرتي چاپيريال دی."

ولي وویل، "دلته اوترايي د نړیوالو معیارونو سره سمه ده او ښه ساتل شوې ده، دا به ډیر بهرني [سکي کوونکي] راجلب کړي. موږ واقعي له دې پيښې څخه خوند واخیستو."

فضل حکیم خان، چې د سوات د ضلعې د پرمختیايي مشاورتي کمیټۍ مشر او د پاکستان تحریک انصاف د ملاکنډ ډویژن صدر دی، له مخې، د علوي، ټرنر او نورو نړیوالو سکي کوونکو ګډون یو روښانه پیغام استوي چې سوله بيرته بحال شوې ده.

هغه وویل، وزیر اعظم عمران خان په دغه دره کې د سياحت د راژوندي کیدو لپاره لیوال دی او دا ډول پیښې په پاکستان کې سياحت په ځانګړي توګه د ژمي لوبو ته وده ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500