اقتصاد

خېبرپښتونخوا د مالم جبې سکي ريزارټ بيا پرانسته کوي

عديل سعيد لخوا

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) مشر عمران خان (کيڼ) او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک د سپتمبر په لومړۍ نيټه په مالم جبه سکي ريزارټ کې په نوي جوړ شوې چېر لفټ کې سفر کوي. [ د خیبر پښتونخواه حکومت لخوا]

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) مشر عمران خان (کيڼ) او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک د سپتمبر په لومړۍ نيټه په مالم جبه سکي ريزارټ کې په نوي جوړ شوې چېر لفټ کې سفر کوي. [ د خیبر پښتونخواه حکومت لخوا]

پېښور - پاکستان په سوات دره کې د طالبانو اورپکو لخوا د سیاحت مرکز تباه کولو اته کاله وروسته په مالم جبه سکي ريزارټ کې چېر لفټ بيا جوړ کړی دی.

مالم جبه سکي ريزارټ په سوات ولسوالۍ کې د قراقرم غرونو سلسله کې له اتريش حکومت په مرستې سره په ۱۹۹۰ کې جوړ شوی وو.

طالبانو په ۲۰۰۸ کال کې په دې تفریحي مرکز برید وکړ چې يو هوټل او ۸۰۰ میټرو چيرلفټ پکې وسوځيدو.

د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په مياشت کې د خیبر پښتونخوا (KP) حکومت د ريزارټ جوړولو پرېکړه وکړه او یو خصوصي شرکت ته يې د دوو هوټلونو، چير لفټ، کيبلي موټر، واورو بورډينګ او د سکي سلوپ جوړولو قرارداد ورکړو.

کارکوونکو د سپتمبر په لومړۍ نيټه چير لفټ جوړ کړو.

پرمختګ او سوکالي

د خيبر پښتونخوا د سیاحت شرکت (TCKP) یو مشاور ظهور دراني وويل: "اوه کاله وروسته پوځ په ۲۰۰۹ کال کې عملیات پیل کړل چې سوات دره له طالبانو څخه پاکه کړي. حکومت دغه چېرلفټ بيا جوړ کړو چې د حکومت دا هوډ څرګندوي چې د ترهګرو له خوا تباه شوی ټولې زيربنې بيا جوړې کړي او چې نړیوالې ټولنې ته وښيي چې په سيمه کې سوله بيرته راغلې ده."

ظهور پاکستان فارورډ ته وويل، " د ترهګرۍ لخوا تباه شوې زیربنو بیارغونې موخه دا ده چې د یو ملت په توګه زموږ قوت څرګند کړې چې موږ پرمختګ او سوکالي غواړي نه چې تباهي او پسماندګي."

هغه وويل: "موږ غواړو چې نړۍ ته وښيو چې مونږ په خپله سيمه کې د سولې د ټینګښت لپاره مبارزه کوو. دا به يو موټی عناصرو ته د ماتي ورکولو له لارې کوم چې د تباهۍ ژمنه کړې ده ممکن شي."

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف، واکمن ګوند، مشر عمران خان د چير لفټ پرانستلو په مراسمو کې وويل، ورته پروژې به په ټوله سیمه کې په غوره ځایونو کې پيل کړی شي چې موخه يې سیلانیان جلبول دي.

هغه وويل: "موږ هڅه کوو چې په سيمه کې سیاحت ته وده ورکړو او د تباه کړی شوي زيربنو د بيا ودانولو له لارې باور رامنځته کړو."

عمران وويل: "حکومت ليوالتيا لري چې د سوات تباه شوې ښکلا بيا بحال کړي کوم چې د خوندور منظر، د حوضونو او غرونو، حیرانوونکې منظرونو له کبله د سيلانيانو تر ټولو خوښ ځای وو."

له ډار څخه راوتل

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک د معلوماتو سلاکار مشتاق غني وويل: "د خیبر پښتونخوا حکومت په ملاکنډ ډويژن کې د سیاحت ځايونه جوړوي. د دې موخه دا ده چې له سیمې د خلکو څخه د هغه ویرې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي کومه چې د طالبانو تباهۍ رامنځته کړې وه."

مشتاق پاکستان فارورډ ته وويل، په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کې د طالبانو په سيمه کې د ویرې واکمنۍ او وژلو د ملاکنډ اوسيدونکې د تيارې دور ته واستول.

هغه وويل: "په سيمه کې د سیاحتي فعالیتونو د راژوندي کيدو تر شا موخه يوازې دا نه ده چې د اقتصادي فعالیتونو پرمختګ وکړي بلکې همدارنګه په سيمه کې به د خلکو باور بيا بحال کړی شي."

مشتاق وايي، چې په دې وروستيو کې د خیبر پښتونخوا حکومت په بونير ولسوالۍ کې چې څو کاله وړاندې د طالبانو په کنترول کې وه د يو جشن انتظام وکړ. د دې جشن موخه دا وه چې خلکو ته وښيې چي دلته سوله بيابحال شوې ده او طالبان شړلی شوي دي.

هغه وويل، د پاکستان پوځ په ملاکنډ کې په سوله راوستلو کې مهم رول لوبولی دی.

اوس حکومت کار کوي چې د سیمې د زیربنو او د سیاحتي ځايونو د بيارغونې له لارعادي ژوند بيا بحال کړي.

اقتصاد او باور ته وده ورکول

د TCKP ویاندې زهره عالم پاکستان فارورډ ته وويل، د مالم جبه په سکي ريزارټ باندې به ۳ ميليارده روپۍ (امريکايې ۳ ميليونه ډالره) لګښت راځي.

هغې وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت د دې پروژه يو پرمختيايي شرکت سامسن ګروپ ته ورکړې ده.

هغې وويل، قراردادي د دوو هوټلونو، يو روغتيايي کلب او د کنفرانسونو د خونو جوړولو موافقه کړې ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "د چيرلفټ پروژه د ۱ ميليارده روپو (امريکايې ۱ ميليون ډالره) په لګښت بشپړه کړې شوه او اوس د عامو خلکو لپاره پرانستلی شوی دی."

هغې وويل، نوی لفټ ۱۰۳ کيبلي موټرونه لري، په داسې حال کې چې په پخواني لفټ کې يوازې ۵۲ وې.

د سوات هوټلونو د ټولنې مشرسيد زاهد خان وويل، "د مالم جبه چير لفټ بيارغونه د سوات د خلکو لپاره يو مثبت ګام دی ځکه چې دا د ټولې سيمې لپاره اقتصادي ګټه لري."

زاهد خان پاکستان فارورډ ته وويل، مالم جبه سکي ريزارټ غوره کيفيت لري او د دې بیارغونه به يو زيات شمېر سيلانيان جلب کړي.

هغه وويل، د سکي ريزارټ جوړلو له کبله سيلانيان به د ژمي په موسم کې، په خاصه توګه د سیاحت په ټیټ وخت کې، د ولسوالۍ سفر ته دوام ورکړي. هغه زياته کړه، د سيلانيانو زیاتوالی به د سوات د درې خلکو او په ځانګړي ډول د ملاکنډ ډويژن خلکو باور ته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پروجيکټ د خيبر پښتونخواه د منظورۍ سره په سرکاري ځمکه باندې مکمل شوی دی

ځواب