امنیت

د سوات هغه هوټل په لکژري سکي ريزورټ کې بیرته پرانستل شو کوم چې د طالبانو له خو سوزول شوی و

د عديل سعيد لخوا

د سپتمبر په ۵مه دا تصوير د مالم جبې سکي ريزورټ او د دې يو لکژري هوټل ښيي، کوم چې په سوات ضلعه کې موقعيت لري. [د پرل کانټینینټل هوټلونو نه په مننه]

د سپتمبر په ۵مه دا تصوير د مالم جبې سکي ريزورټ او د دې يو لکژري هوټل ښيي، کوم چې په سوات ضلعه کې موقعيت لري. [د پرل کانټینینټل هوټلونو نه په مننه]

پېښور -- په مالم جبه سکي ریزورټ کې د یو هوټل بیا پرانستل، چې طالبانو یوه عشره مخکې سوځولی و، په سوات ضلعه کې، چې يو ځل د وسله والو مرکز و، سياحت ته وده ورکوي.

په داسې حال کې چې دا په سوات وادۍ کې موقعیت لري، دغه پخوانې حکومتي مرکز د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۶مه د وسله والو تر برید لاندې راغې. دوی د دې ډیره برخه وسوځوله او درې کسان یې ووژل.

په سیمه کې د امنیت بیرته بحاليدو سره، دغه هوټل په بشپړه توګه بیا جوړ کړل شو او د پاکستان په یوازیني سکي ريزورټ کې د پنځو ستورو هوټل په توګه پرانستل شو.

دغه هوټل د سویټونو په شمول ټولټال ۷۶ کمرې لري.

يو دیني عالم مولانا طارق جمیل، په منځ کې، د سوات ضلعې په مالم جبه سکي ریزورټ کې د پنځو ستورو هوټل د پرانستلو لپاره پټۍ پرې کوي، چې په ۲۰۰۸ کال کې طالب وسله والو سوځولی و. [د سېمسنز شرکتونو ډلې نه په مننه]

يو دیني عالم مولانا طارق جمیل، په منځ کې، د سوات ضلعې په مالم جبه سکي ریزورټ کې د پنځو ستورو هوټل د پرانستلو لپاره پټۍ پرې کوي، چې په ۲۰۰۸ کال کې طالب وسله والو سوځولی و. [د سېمسنز شرکتونو ډلې نه په مننه]

یو میلمه په سوات ضلعه کې د ستمبر په ۶مه په مالم جبه سکي ریزورټ کې د پنځو ستورو په يو نوي هوټل کې د منظر نه خوند اخلي. [د پرل کانټینینټل هوټلونو نه په مننه]

یو میلمه په سوات ضلعه کې د ستمبر په ۶مه په مالم جبه سکي ریزورټ کې د پنځو ستورو په يو نوي هوټل کې د منظر نه خوند اخلي. [د پرل کانټینینټل هوټلونو نه په مننه]

په داسې حال کې چې دا د خپلې ښکلا له امله د سوات زیور ګڼل کیږي، مالم جبه سکي ریزورټ د اسلام آباد څخه تقريباََ ۳۱۴ کیلومتره لرې موقعيت لري او د سمندر له سطحې څخه ۹۲۰۰ متره لوړ دی.

د سپتمبر په ۵مه، هاشو ګروپ، چې په پاکستان کې د پرل کانټینینټل هوټلونو مالک دی، د خپل فرعي شرکت، پاکستان سروسز لمیټډ، او د سېمسنز شرکتونو ډلې ترمینځ د یوې هوکړې له لارې د دې هوټل د بیا پرانستلو اعلان وکړو.

دیني عالم او مبلغ مولانا طارق جمیل د مالم جبې پرل کانټینینټل هوټل د پټۍ پرې کولو او د پرانیستې مراسم ترسره کړل او په سیمه کې یې د سولې او پرمختګ د ساتنې لپاره ځانګړې دعاګانې وکړې.

جمیل وویل، د هوټل بیا پرانستل به له هیواده او بهر څخه د سیلانیانو راجلبولو له لارې د اورپکۍ ځپلو سیمو د اوسیدونکو د ژوند معیار لوړ کړي.

د سېمسنز ګروپ چيف ايکزيکيټيو افسر، وسیم الرحمان وویل، د هوټل او ریزورټ بیارغول به په سیمه کې ډیر پرمختیایي فرصتونه رامینځته کړي او د سوات ضلعې انځور به بيرته بحال کړي.

هغه وویل، "د خېبر پښتونخواه حکومت په همکارۍ او ملاتړ سره، زموږ شرکت د مالم جبې د سکي ریزورټ پخوانی وياړ بيرته بحالولو لپاره ډيره زياته سرمايه کاري کړې ده."

په دې سکي ریزورټ کې چې کوم نور شيان بيرته جوړ شوي په هغې کې د ۸۰۰ مټرو اوږد چیرلیفټ (چې دوه ګونه موخه لري) او د غره پارک بيرته رغول شامل دي، چې د زپ لاين او دیوال ختلو فرصتونه وړاندې کوي.

رحمان زیاته کړه چې دا پروژه به په سوات او خېبرپختونخواه کې سياحت ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي او د ځایي اوسیدونکو لپاره به دندې پیدا کړي.

د پېښور پرل کونټیننټل هوټلونو ویاند امتیاز احمد وویل، په مالم جبه کې د لګژري هوټل د بیا پرانستلو موخه "د پاکستان تر ټولو غوره سیاحتي ځای" بيرته بحالول دي.

د نړیوالو سیلانیانو راجلبول

شيرين زاده، چې يو ځايي ژورناليسټ دی، وويل، د هوټل بيرته جوړلو د سوات اوسیدونکو څخه ستاینه ترلاسه کړې ده، چې باور لري چې دا پروژه به په سیمه کې سياحت پیاوړی کړي او "دا به دا احساس لرې کړي چې دا سیمه د وسله والو يو مرکز دی."

شيرين زاده په ۲۰۰۸ کال کې د مالم جبې هوټل ویجاړولو په اړه راپورونه ورکړي ول. هغه وويل، د دې ویجاړول اوس هم د هغه په ذهن کې موجود دي.

شيرين زاده زیاته کړه، "د ویجاړ شوي هوټل په پنځو ستورو هوټل کې بدلول په لومړي ځل خورا د نه منلو وړ خبره ده، او د دې حقیقت خوشحالي رامينځته کړې ده."

په پېښور کې د سیاحتي سفر شرکت سحرايي ټريول منيجنګ ډايريکټر ظهور دراني وویل، له سیمې څخه د وسله والو ايستلو لپاره عملیاتو پايلې ورکړي دي.

هغه وویل، "زموږ د امنیتي ځواکونو او ځایي اوسیدونکو له خوا د هڅو او قربانیو په ورکولو سره امنیت بحال شوی او په سوات کې د لومړۍ درجې هوټل جوړول د دې حقیقت يو ثبوت دی."

دراني وویل چې دا يوه هڅونکي خبره ده چې وګورو چې سيلانيان مالم جبې او د خېبر پښتونخواه نورو سياحتي ځایونو ته بيرته راځي. خېبرپښتونخواه هغه سيمه ده چې دوی ترې له کلونو راهيسې ډډه کوله ځکه چې دوی د ترهګرۍ ویره لرله.

د خېبرپښتونخواه د سياحت ادارې د اټکلونو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې تقريباََ ۲ ملیونه سیلانیانو دغه صوبې ته سفر کړی و.

هغه وويل، د مالم جبې ریزورټ بيرته بحالي به د لا ډیر شمیر سيلانيانو، په ځانګړي توګه د نړیوالو سيلانيانو، په راجلبولو کې مرسته وکړي.

عمران سياچ، چې يو ځايي سياحتي ګايډ دی، وويل، "دا زما لپاره يو ښه خبر دی ځکه چې د سکي بهرنيو لوبغاړو له خوا مالم جبې ته د سفر کولو لپاره خپل خواهش څرګند کړې، په دې شرط چې دا مناسب او خوندي ځایونه ولري."

عمران وویل، "اوس، زه په ویاړ سره نړیوالو سیلانیانو ته بلنه ورکولی شم چې سوات ته سفر وکړي او د پاکستان د سکي ريزورټ څخه خوند واخلي، د هغه ښکلي منظرونو نه علاوه، چې دوی به يې ويني کله چې دوی د هندوکش غرونو له لړۍ څخه تيريږي."

عمران باور څرګند کړو چې د هوټل پرانستل به نړیوال سیلانیان راجلب کړي او د پاکستان په اړه به د خلکو نظر بدل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500