امنیت

د خېبرپښتونخواه د پولیسو د خلاصې محکمې نوښت د پولیسو او وګړو ترمنځ اړیکي پياوړي کوي

د جاويد خان لخوا

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د ویډیو لینک له لارې د لوړ پوړو افسرانو يو آنلاین کانفرنس ته وینا کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د ویډیو لینک له لارې د لوړ پوړو افسرانو يو آنلاین کانفرنس ته وینا کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه پولیس اوس په ټولنيزو رسنيو باندې د لايو او آنلاين خلاصې محکمو له لارې د خلکو کالونه اوري او د هغوی شکايتونه ترلاسه کوي چې د اوسیدونکو د ستونزو حل کول ګړندي کړي.

دا هڅې په هغه صوبه کې د پولیسو او ملکي وګړو تر منځ د اړیکو چټکتیا پیاوړې کوي چې د اورپکۍ سره د پاکستان په اوږدې مباررزه کې ترټولو زياته ځپل شوې وه.

د ترهګرو د دوامداره نفوذ په غمجن یاد کې، وسله والو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵ مه) په سوات ضلعه کې خبریال جاوید الله خان ووژلو. د اورپکۍ د ناوړه کلونو په دوران کې، خان ډیر خپلوان له لاسه ورکړل چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د تحریک طالبان پاکستان ضد ډلو (لښکر) غړو په حیث جنګیدلي و.

د ترهګرو پروړاندې امنیتي تدابیر او د افراطیت پايلې اوس هم په خېبر پښتونخواه کې خورا ښکاره دي.

د اېبټ اباد ضلعی د پولیسو افسر جاوید اقبال د فبرورۍ په ۱۱ مه په خپل دفتر کې د ټولنیزو رسنیو له لارې په خلاصه محکمه کی د خلکو شکایتونه اوري. [د اېبټ آباد پولیس]

د اېبټ اباد ضلعی د پولیسو افسر جاوید اقبال د فبرورۍ په ۱۱ مه په خپل دفتر کې د ټولنیزو رسنیو له لارې په خلاصه محکمه کی د خلکو شکایتونه اوري. [د اېبټ آباد پولیس]

چارواکو وويل، له همدې امله، دا ډول نوښتونه نه یوازې په حکومت باندې د خلکو باور بحالوي بلکې په ټولنه کې د جرمونو او اورپکۍ مخه نيسي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د فبرورۍ په ۱۷-۲۰ مه په هيواد کې د دې فالج زده ناروغۍ پروړاندې په ټول هیواد کې کمپاین ته په اشارې وويل، "موږ د ویډیو لینک له لارې د سیمه ایزو پولیسو افسرانو او د ضلعې د پولیسو افسرانو سره ناستې ترسره کړې چې د پولیو واکسین کمپاین لپاره د امنیت د انتظاماتو او په ټولیز ډول د نظم او قانون بيا کتنه وکړو."

پاکستان د افغانستان او نایجریا په ګډون په هغه دريو هیوادونو کې دی، چیرې چې پوليو لاهم شتون لري. په پاکستان کې پولیس اوس هم د پوليو واکسین ورکونکو سره وي چې د تاوتریخوالي په وړاندې د ترهګرو او د هغوی د هغه ملګرو نه يې خوندي وساتي چې د پولیو واکسینو خطراتو په اړه د یاغیانو غلطې ادعاګانې کاروي.

په یو وروستي مثال کې، نامعلومو وسله والو په صوابۍ ضلعه کې د پوليو دوه کارکوونکي په ډزو وویشتل او هغوی يې ووژل. د جنورۍ په ۲۹ مه، د ډاکټرانو لپاره دوامداره خطر روښانه کول په ساده ډول هڅه کوي چې په خېبرپښتونخواه او پاتې پاکستان کې د عامې روغتیا ساتنه وکړي.

يوه بله ټولنه چې د افراطیت له خطراتو څخه خبر ده د افغان مهاجرو لویه برخه ده.دوی په ټول پاکستان کې اټکل شوي ۲.۷ ملیونه شمير لري، چې زياتره په خېبر پښتونخواه کې دي.

د دې حساس نفوس لپاره هم، نوی نظام ګټې راوړي.

په پېښور کې میشت خبریال قیصر خان زیاته کړه چې خلک په ټولنیزو رسنیو او نورو غونډو کې د دې ستاینه کوي ځکه چې دې د افغان کډوالو لپاره کارونه اسان کړي دي.

عامو خلکو ته رسيدل

چارواکو وويل، د خېبر پښتونخواه په ځینو برخو کې د ضلعې د پولیسو افسران خلاصې محکمې، چې د کهلي کچهري په نامه ياديږي، لري، او ګڼ شمیر اوسیدونکو کالونه کړي او يا يې د پیغامونو له لارې خپلې مسلې وړاندې کړي دي.

هغه وويل، "موږ هره هفته د ټولنیزو رسنیو له لارې د آنلاین خلاصې محکمې انتظام کوو چې د خلکو ستونزې واورو او سمدستي اړین امرونه صادر کړو." هغه وويل، تقريباََ ۴۰،۰۰۰ کاروونکي د فبرورۍ په ۱۱ مه د ماسپښین له ۲ بجو نه تر ۴ بجو پورې په لومړۍ محکمه کې آنلاین وو.

هغه وويل، "زيات نه زيات ۶۲ اوسیدونکو د شکایت ثبتولو، د معلوماتو چمتو کولو یا د ښه کار کولو له امله، لکه د قانون او نظم وضعيت ساتل، د سیمه ییزو پولیسو د ستاینې څرګندولو لپاره کالونه کړي ول.

هغه وویل، هغه کسانو چې په لايو محکمه کې یې کالونه کړي ول، د ژوند د ټولو برخو غړي پکې شامل دي، چې په دوی کې ښځې، مشران وګړي او هغه پاکستانیان شامل دي چې په خارج کې ژوند او کار کوي.

پولیس به هره هفته د ټولنیزو رسنیو محکمې انتظام کوي چې د ښاریانو د مسلو په اړه ډير معلومات ترلاسه کړي او په وخت سره یې حل کړي.

اقبال وویل، "دا نه یوازې د افسرانو لپاره بلکې د عامو خلکو لپاره هم وخت بچت کوي چې د خپل کور، دفتر، دوکان یا بل ځای نه پیغامونه استولی شي."

'عامو خلکو د دې ګرم هرکلی وکړو'

د پولیسو سينير افسرانو د ویډیو لینک له لارې د قانون او نظم مهمې غونډې پیل کړي دي چې په لرې پرتو سیمو کې نور افسران دې ته اړتيا نه لري چې د هرې غونډې لپاره پېښور ته راشي.

آی جي پي عباسی وویل چې هغه د ملاکنډ، هزاره، بنو، ډیره اسماعیل خان او کوهاټ رینج کې د لرې پرتو ضلعو افسرانو سره د ویډیو لینک له لارې څو غونډې کړي دي.

د مردان ډي پي او سجاد خان وویل، "د ټولنیزو رسنیو له لارې د اړوندو ډي پي اوګانو لخوا خلاصې محکمې د خلکو نه تود هرکلی ترلاسه کړی دی." هغه ټینګار وکړ چې آنلاین خلاصې محکمې د هغو کسانو لپاره وخت بچت کوي چې د سينير چارواکي دفتر ته تلې نه شي.

هغه وويل، "دا د اوسیدونکو لپاره آسانه نه ده چې له خپل دفتر نه چهټي واخلي یا خپل دوکانونه او نورې سوداګرۍ وتړي." "دوی اوس د آنلاین محکمې له لارې هره هفته د پولیسو هر يو لوړ پوړي افسر سره اړیکه نیسي."

د مختلفو ضلعو ډپټي کميشنرانو له مخکې نه د خېبر پښتونخواه په مختلفو برخو کې آنلاین محکمې پیل کړې وې. نورو صوبو دغه نظام معرفي کړی چې د خلکو شکايتونه آنلاين ترلاسه کړي او افسران په وخت دغه شکايتونه حل کړي.

خبریال قیصر خان وویل، "لکه څنګه چې هر څيز ډیجیټل شوی، نو دا د وخت اړتیا ده چې خلکو ته آنلاین پلیټ فارم چمتو کړل شي چې خپل شکایتونه ثبت کړي، معلومات شریک کړي یا له نورو موخو لپاره له چارواکو سره له هر ځای څخه آنلاین اړیکه ونیسي."

خان وویل، "څنګه چې اوس په هر ډګر کې جديد ټیکنالوژي کارول کیږي، خلک خوشحاله دي چې دوی اوس له هر ځای څخه لوړ پوړو پولیسو او د انتظاميې افسرانو ته لاسرسی ترلاسه کولی شي څو هغه مسلې په ګوته کړي چې دوی یا د دوی سیمې ورسره مخ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500