امنیت

پاکستانیان په سیاسي ډګر کې په افغانستان کې د سولې لپاره هیله څرګندوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

نارینه او هلکان د فبرورۍ په ۲۲ مه په کندهار صوبه کې ګډا کوي، په داسې حال کې چې دوی د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو ترمنځ موافقه شوې "تاوتریخوالي کې د کمي" لومړۍ ورځ لمانځي. [جاوید تنویر/ ای اېف پي]

نارینه او هلکان د فبرورۍ په ۲۲ مه په کندهار صوبه کې ګډا کوي، په داسې حال کې چې دوی د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو ترمنځ موافقه شوې "تاوتریخوالي کې د کمي" لومړۍ ورځ لمانځي. [جاوید تنویر/ ای اېف پي]

پېښور -- په ټول پاکستان کې سیاسي ګوندونه د تيرې جمعې په ورځ د متحده ایالاتو او طالبانو لخوا د اعلان شوي احتمالي د سولې تړون او په ټول افغانستان کې د هفتې په اوږدو کې د یو اړخیز اوربند هرکلی کوي، چې د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲ مه) پیل شو.

طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو ټولو په "تاوتریخوالي کمولو" موافقه کړې، چې له ۲۰۰۱ راهیسې دا يوازې دوهم ځل دی چې په جګړه کې کمی راغلی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او طالبانو بیانونه خپاره کړل چې دوی موافقه کړې چې د فبرورۍ په ۲۹ مه به په دوحه کې د یوې هفتې جزوي تړون وروسته دغه تړون لاسلیک کړي.

پومپيو د جمعې په ورځ په يو بيان کې وويل چې دغه تړون، چې د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له استازو لخوا په دوحه کې لاسيلک شي، به په پای کې د دایمي اوربند لامل وګرځي.

افغان کډوالو د فبرورۍ په ۲۲ مه په پېښور کې د خراسان کډوالو په کيمپ کې وروسته له هغې خواږه ویشي کله چې دوی د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، چې د فبرورۍ په ۲۹ مه به لاسلیک شي، په اړه خبر ترلاسه کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

افغان کډوالو د فبرورۍ په ۲۲ مه په پېښور کې د خراسان کډوالو په کيمپ کې وروسته له هغې خواږه ویشي کله چې دوی د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، چې د فبرورۍ په ۲۹ مه به لاسلیک شي، په اړه خبر ترلاسه کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

افغان کډوالو د فبرورۍ په ۲۲ مه په پېښور کې د خراسان کډوالو په کيمپ کې وروسته له هغې خواږه ویشي کله چې دوی د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، چې د فبرورۍ په ۲۹ مه به لاسلیک شي، په اړه خبر ترلاسه کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

افغان کډوالو د فبرورۍ په ۲۲ مه په پېښور کې د خراسان کډوالو په کيمپ کې وروسته له هغې خواږه ویشي کله چې دوی د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، چې د فبرورۍ په ۲۹ مه به لاسلیک شي، په اړه خبر ترلاسه کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

هغه وویل، "متحده ایالات او طالبان په پراخه خبرو اترو کې بوخت دي چې په سیاسي جوړجاړي کې مرسته وکړي او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي، د متحده ایالاتو او متحد ځواکونو شتون کم کړي او دا يقيني کړي چې هیڅ ترهګره ډله هیڅکله هم د افغانستان خاوره ونه کاروي چې متحده ایالات یا زموږ متحدينوته ته ګواښ وکړي."

پومپیو وویل، "د دې تفاهم په بريالي پلي کيدو سره، تمه کیږي چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون کې به نور هم پرمختګ وشي."

هغه وویل، "د افغانانو تر منځ خبرې اترې به ډیر ژر وروسته پیل شي، او په دې اساسي بنياد به تکيه ولري چې دا افغانستان لپاره هراړخیز او دایمي اوربند او سیاسي پلان وړاندې کړي."

ای اېف پي راپور ورکړو، په لومړیو ورځو کې، داسې ښکاريده چې تړون به ترسره شي، په داسې حال کې چې یوازې انفرادي بریدونو د دې پروسې د ګډوډولو ګواښ کولو.

يو ځايي چارواکي ای اېف پي ته وويل، په شمال کې، طالب جنګیالیو د بلخ صوبې مرکزي ښار مزارشریف ته څېرمه د ضلعې په مرکزي دفتر برید وکړو چې دوه افغان سرتیري پکې ووژل شول. په ارزګان صوبه کې د یوې بلې پیښې راپورونه هم ورکړل شوي ول.

د اوربند جزوي اړخ په ګوته کولو سره، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې دا "اوربند نه و".

هغه په ټویټر باندې وویل، "په تاوتریخوالي کې کمی د صوبې مرکزي ښارونو، د پوځ مرکزي دفترونو، ډويژنونو، د بټاليون مرکزونو او د بهرنیو ځواکونو مرکزونو تر حده پورې دی."

د ټولې سیمې لپاره سوله او پرمختګ

د عوامي نيشنل پارټۍ صدر اسفندیار ولي خان وویل، دا لومړی ځل دی چې درېواړو ګوندونو -- متحده ایالاتو، طالبانو او افغان حکومت -- د سولې د احتمالي تړون د شرایطو په اړه اطمينان څرګند کړی دی.

هغه وويل، "[د سولې تړون] به پر پاکستان دوامداره اغیزه ولري، چې ډير زيات د ترهګرۍ لخوا ځپل شوی دی." "زه امید لرم چې ډیر ژر به دا عارضي اوربند یو دایمي اوربند شي."

هغه وویل، "زموږ ګوند د دې اعلان هرکلی کوي او په افغانستان کې به د سولې د پروسې د پلي کيدو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي ځکه چې دا د پاکستان په ګټه ده چې په ګاونډي افغانستان کې سوله ولري." هغه زیاته کړه چې هغه هیله لري چې دغه تړون به په ټوله سيمه کې سوله او پرمختګ پيل کړي.

خان وویل، "په سيمه کې د نا ختميدونکي ترهګرۍ له کلبه، په زرګونو کسان وژل شوي، ملیونونه کډوال شوي او بې کوره شوي." "خو اوس، په پای کې، احساس غالب شوی او موږ د تړون له کبله د بشپړې سولې تمه لرو."

افتاب احمد خان شيرپاو، چې د قومي وطن پارټۍ چيرمين او د کورنیو چارو پخوانی وزیر دی، وويل، "موږ په سیمه کې د سولې د وړانديزونو په کلکه ملاتړ کوو او متحده ایالاتو، طالبانو او افغان حکومت ته د خپلې همکارۍ ډاډ ورکوو چې د ترهګرۍ ټول ډولونه له منځه ویسي او ملکي وګړو ته په سوله کې د ژوند کولو فرصت ورکړي."

هغه وویل، "پراخې ترهګرۍ پاکستان او افغانستان په اقتصادي مایوسۍ کې اخته کړي او د دواړو هیوادونو اوسیدونکو خپل ملکیتونه او کاروبارونه له لاسه ورکړي، له همدې امله موږ ټول د بې قانونۍ ختميدل غواړو."

شیرپاو وویل، "د سولې تړون به نه یوازې افغانستان بلکې ګاونډیو هیوادونو ته هم ګټه ورسوي چې د ترهګرۍ لخوا یرغمال شوي دي."

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر او د قبایلي ضلعو لپاره د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی مشير اجمل خان وزیر وویل، په افغانستان کې د سولې مطلب په ټوله سيمه کې سوکالي ده.

هغه وویل، "زموږ قبایلي سیمې په افغانستان کې د جګړې له امله تر ټولو زياتې متاثره شوي دي." "له همدې امله، موږ د سولې تړون د اعلان نه ډیر خوشحاله یو. موږ له ټولو ډلو څخه غوښتنه کوو چې د سولې تړون لاسلیک کړي او خلکو ته اجازه ورکړي چې له ترهګرۍ څخه په پاک چاپیریال کې ژوند وکړي."

د افغان کډوالو ترمنځ خوشحالي

پروفيسر عبدالجبار، چې تر ۲۰۱۰ کال پورې يې په کابل يونيورسټۍ کې درس ورکولو او اوس په پېښور کې اوسیږي، وویل، د کلونو جګړو وروسته، د سولې احتمالي تړون به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره کړي، چې د افغان طالبانو يوه اوږد مهاله غوښتنه ده.

پروفيسر عبدالجبار، چې تر ۲۰۱۰ کال پورې يې په کابل يونيورسټۍ کې درس ورکولو او اوس په پېښور کې اوسیږي، وویل، "موږ د ټولو خواوو ستاينه کوو چې يو داسې چلند يې وښودلو چې خلکو ته به ګټه ورسوي."

هغه وویل، "طالبان باید په یاد ولري چې ملکي وګړي د جګړې پای غواړي." هغه زیاته کړه چې د تړون په لاسليک کولو کې د متحده ایالاتو د خبرو اترو رول د ستاینې وړ دی.

جبار، چې په پېښور کې د افغان زده کونکو لپاره د ټيوشن مرکز لري، وویل چې د سولې د تړون خبرونو په افغان کډوالو کې خوشحالي رامنځته کړه.

هغه په ۱۹۷۹ کې د شوروي یرغل راهيسې د ۴۰ کالو نه زياتې مودې جګړې ته په اشاره وویل، "دا د افغان جګړې وروسته لومړی ځل دی چې زموږ خلک په خپل جنګ ځپلي هیواد کې د سولې په اړه ډاډمن دي." "افغانان د دې اعلان له کبله جشن کوي ځکه چې دا به د دوی په ژوند کې د پام وړ پرمختګ راولي."

جبار وویل، "وروستي څو نسلونه په ترهګرۍ کې لوی شوي دي." "هرڅوک ۲۹ فبرورۍ ته سترګي په لار دي چې خپل نوی ژوند پیل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500