ديپلوماسي

اسلام آباد ته د عبدالله سفر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښي اړیکو نښه ګڼل کيږي

د عالم زيب خان لخوا

په اسلام آباد کې د سړک په غاړه يو پوسټر د سپتمبر په ۲۸ مه پاکستان ته د درېو ورځو د سفر لپاره د عبدالله عبدالله هرکلی کوي. [عالم زیب خان]

په اسلام آباد کې د سړک په غاړه يو پوسټر د سپتمبر په ۲۸ مه پاکستان ته د درېو ورځو د سفر لپاره د عبدالله عبدالله هرکلی کوي. [عالم زیب خان]

اسلام آباد -- افغان چارواکي، چې له طالبانو سره د معاهدې لپاره د کابل د هڅو څارنه کوي، د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۳۰ مه) پاکستان ته درېو ورځو سفر پای ته ورسولو.

د قطر په مرکزي ښار دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د سپتمبر په ۱۲ مه پیل شوې، خو دا له ځنډ سره مخ شوي ځکه چې دواړه خواوې د یو لړ بنيادي مسایلو سره مخ دي.

طالبانو هم له اوربند څخه انکار کړې دی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا چيرمين عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره، د صدر ډاکټر عارف علوي، وزیر اعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون، د ترانزیټ سوداګرۍ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو، اقتصادي اړیکو، ویزې او نورو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښي لور ته) د سپتمبر په ۲۸ مه په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو په دفتر کې د عبدالله عبدالله هرکلی کوي. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښي لور ته) د سپتمبر په ۲۸ مه په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو په دفتر کې د عبدالله عبدالله هرکلی کوي. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

عبدالله عبدالله (ګس اړخ ته) د سپتمبر په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د صدر ډاکټر عارف علوي سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خبرو اترو لپاره رارسيدلی دی. [عبدالله عبدالله / ټویټر]

عبدالله عبدالله (ګس اړخ ته) د سپتمبر په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د صدر ډاکټر عارف علوي سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خبرو اترو لپاره رارسيدلی دی. [عبدالله عبدالله / ټویټر]

عبدالله عبدالله د سپتمبر په ۲۹ مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/ ټویټر]

عبدالله عبدالله د سپتمبر په ۲۹ مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/ ټویټر]

عبدالله د سپتمبر په ۳۰ مه له علوي سره د ليدلو وروسته په يو لړ ټويټونو کې وويل، "موږ د افغانستان د سولې پروسې او د [افغانستان او پاکستان] تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې. صدر عارف علوي د سولې د هڅو او د دواړه هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړو.

هغه وويل، "ما د هغوی د تود هرکلي، میلمستيا، او د سولې پروسې لپاره د دوامداره ملاتړ، او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د صدر، حکومت او د پاکستان د خلکو شکريه ادا کړه."

خان د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۹ مه) په یو بیان کې هیله څرګنده کړه چې د عبدالله سفر به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې يو نوی فصل پرانیزي.

خان وویل، "په افغانستان کې د شخړې لپاره هیڅ پوځي حل نشته او ... سیاسي حل یوازینۍ لار ده."

هغه وویل، د افغانستان د "خلکو سره د پاکستان بشپړ ملاتړ او پيوستون" نه علاوه، د افغانستان مشران د "هر اړخيزه، پراخه او جامع سیاسي جوړجاړي" ترلاسه کولو لپاره مسؤل دي.

د سپتمبر په ۲۹ مه، عبدالله او قریشي دواړو په اسلام آباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ (آی اېس اېس آی) کې یوې غونډې ته خطاب وکړو.

قریشي وویل، "موږ احساس کوو او باور لرم، افغانان او یوازې افغانان د افغانستان راتلونکی ټاکلی شي. یوه دوامداره سوله یوازې په افغانستان کې دننه راتلی شي، دا په افغانستان نه شي مسلط کیدې."

هغه زیاته کړه، "ټولې خواوې باید د یو سوله ايز، سوکاله، باثباته افغانستان لپاره کار وکړي، کوم چې د پاکستان خواهش دی."

هغه وويل، "موږ هیچا ته لومړيتوب نه ورکوو. موږ نه غواړو چې ستاسو په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړو، موږ درناوی کوو او غواړو چې ستاسو د حاکمیت، خپلواکۍ، او ستاسو د ځمکنۍ بشپړتیا احترام وکړو. "

عبدالله غونډې ته وویل چې هغه نژدې د یو سوله ییز راتلونکي سره د پاکستان لیدنه کوي.

هغه وویل، "لکه څنګه چې موږ دلته خبرې کوو، په دوحه کې د دواړو خواو وفدونه د یو میز چار چاپيره ناست دي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي له لارې د لسیزو جګړو د ختمولو لپاره په لارو چارو بحث وکړي."

هغه د سولې په پروسه کې د پاکستان د حکومت او د خلکو د رول ستاينه وکړه.

هغه وويل، "د ډیرو ناوړه کلونو وروسته، موږ اوس اړتیا لرو چې عادي بیانونه او مبهمې سازشي نظريې پريږدو چې موږ یې شاته پاتې کړي يو. موږ نه شو کولی چې د معمول په توګه سوداګري وکړو. موږ نوي چلند ته اړتیا لرو او زموږ خلک زموږ څخه د دې غوښتنه کوي. دا ډیره اړينه ده چې مونږ خپلې سیمې ته د یوې سیمې په توګه وګورو."

هغه زیاته کړه، "موږ له یو لړ ګډو ګواښونو او ننګونو سره مخ یو ... د ترهګرۍ، افراطیت، زغم مختلف ډولونو او په دې وروستیو کې د کورونا ويروس ناروغۍ په ګډون، چې هیڅ هیواد یې نه دی پريښی."

د پاکستان او افغانستان اړیکې پیاوړي کول

د عبدالله سفر په داسې حال کې وشو چې د پاکستان کابینې د سپتمبر په ۲۹ مه د ویزې نوي پاليسي تصویب کړه چې د افغان سوداګرو، زده کونکو او ناروغانو لپاره د ګڼ شمیر داخليدو اجازه ورکوي.

د پاکستان چارواکو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۸ مه) اعلان وکړ چې په خېبر پښتونخواه کې له افغانستان سره د پولې ټولې دروازې، د تورخم د لارې په ګډون، به په هفته کې د څلور ورځو لپاره د عامه ټريفيک لپاره خلاص وي.

د کتونکو په وینا، د عبدالله سفر یو مهم ټکی دی چې دا به نه یوازې د افغانستان سره د سولې پروسې په اسانولو کې مرسته وکړي بلکې په دواړو هیوادونو کې به د سوداګرۍ، د خلکو تر منځ د اړیکو او ثبات لپاره نوي فرصتونه پيل کړي.

په پېښور کې میشت ژورنالیسټ رحیم الله یوسفزۍ وویل، "ډاکټر عبدالله د ۱۲ کالو د غير حاضرۍ وروسته پاکستان ته راغې ... هغه د شمالي ټلوالې، چې د پاکستان او طالبانو مخالف دی، یوه برخه وه."

یوسفزۍ وویل، "پاکستان ته د هغه د سفر معنی دا ده چې دا اختلافات نور موجود نه دي."

هغه وویل، "د دې نه علاوه، عبدالله اوس د افغان حکومت برخه ده او د پخلاینې شورا چيرمين دی." "ډاکټر عبدالله غواړي چې له دې فرصتونو څخه په بشپړ ډول ګټه واخلي."

یوسفزۍ، چې هغه تړون ته يې اشاره وکړه چې د بين الافغاني خبرو اترو لپاره یې لاره هواره کړه او ويې ويل، "د سولې په پروسه کې د پاکستان رول خورا مهم دی، له هغه وخت راهيسې کله چې د فبرورۍ په ۲۹ مه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو."

یوسفزۍ وویل، "پاکستان به دا رول ولوبوي، که لوی وي یا کوچنی."

په اسلام آباد کې د يو شنونکي حسن خان له مخې، نړیوال قدرتونه د سولې په پروسه کې د پاکستان رول په رسمي توګه پیژندلی او په پاکستان کې خوشبینۍ وده کړې ده.

هغه وويل، "که څه هم، په سیمه کې د تاوتریخوالي کمی به د بریا لپاره مهم وي ... چې وزیر اعظم عمران خان او عبدالله عبدالله دواړو يې په خپله ناسته کې یادونه وکړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500