خار، باجوړ -- چارواکو وويل، د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲ مه) د مارټر يوه ګولۍ، چې د افغانستان نه ويشتل شوې وه، د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه په باجوړ ضلعه کې په یو کور ولګېده، چې د یوې کورنۍ اووه غړي يې ووژل.
د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي ګلزار خان ای اېف پي ته وويل، "له افغانستان څخه ويشتل شوي د مارټر ګولۍ د ځایي کلي اوسیدونکي فضل غني په کور ولګیده. هغه د هغه مېرمن او د کورنۍ پنځه نور غړي په ځای مړه شول."
په مړو شويو کسانو کې درې میرمنې، درې ماشومان او د کورنۍ مشر شامل وو.
دا پیښه د باجوړ په بټوار بنګړو کلي کې رامنځته شوه، چې د باجوړ ضلعې مرکزي ښار خار نه نږدې ۵۰ کلومتره لرې دی.
![د شمالي پاکستان د پوځ سيکټور کمانډر بريګيډير غلام محمد ملک (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۳ مه په باجوړ کې د پولې هاخوا څخه د مارټر برید د ځای معاینه کوي. [د حنیف الله نه په مننه]](/cnmi_pf/images/2020/02/03/22249-photo_2-585_329.jpg)
د شمالي پاکستان د پوځ سيکټور کمانډر بريګيډير غلام محمد ملک (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۳ مه په باجوړ کې د پولې هاخوا څخه د مارټر برید د ځای معاینه کوي. [د حنیف الله نه په مننه]
![انور زيب خان (ګس اړخ ته)، چې د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړی دی، د فبرورۍ په ۳ مه د پولې هاخوا څخه د مارټر برید د ځای معاینه کوي. [د حنیف الله نه په مننه].](/cnmi_pf/images/2020/02/03/22256-anwar-585_329.jpg)
انور زيب خان (ګس اړخ ته)، چې د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړی دی، د فبرورۍ په ۳ مه د پولې هاخوا څخه د مارټر برید د ځای معاینه کوي. [د حنیف الله نه په مننه].
خان وویل، پولیسو او د ژغورنې چارواکو د کلیوالو سره د مړيو په راويستلو کې مرسته وکړه کله چې هغوی سیمې ته ورسیدل.
خان وويل، "کور تباه شوی و."
په سیمه کې یو لوړ پوړي دولتي چارواکي انور الحق د پیښې او د مړيو د شمیر تایید وکړو او ویې ویل چې د مارټر ګوله د پولې هاخوا په افغانستان کې د کونړ صوبې څخه توغول شوي وه.
حق وویل، چې دغه ګولۍ د کور چت راوغورځولو او د کورنۍ غړي یې ووژل.
یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "وسله والو له افغانستان څخه مارټر ګولۍ وتوغله، چې د ماښام په ۴.۱۵ بجې د فضل غني په کور ولګیده."
دغه چارواکي وویل، چې د افغانستان په کونړ صوبه کې میشتو وسله والو په تیرو څو کلونو کې د پاکستان په خاوره باندې بریدونه کړي او دوی نه یوازې بې ګناه ملکي وګړي ... بلکې امنیتي ځواکونه هم په نښه کوي.
د شمالي پاکستان د پوځ سيکټور کمانډر بريګيډير غلام محمد ملک د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۳ مه) د پيښې د ځای ليدنه وکړه.
په داسې حال کې چې غلام د قربانيانو د کورنۍ د غړيو سره خپله خواخوږي څرګندوله، هغه وويل، "زه د وسله والو د دې عمل په کلکه غندنه کوم چې بې ګناه خلک يې په نښه کړو، او موږ به د بې وزله کورنۍ کور بيرته جوړ کړو." هغه زیاته کړه چې د غني زوی به د دولتي دندې لپاره استخدام شي.
له باجوړ څخه د خېبر پښتونخواه اسمبلۍ غړي انور زیب خان، چې د بمبارۍ غندنه یې وکړه، وویل چې "د وسله والو دا ډول بریدونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو ته زيان رسوي."
هغه وويل، "پرون ما د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان ته ټيلي فون وکړو، او هغه د هر يو لپاره د ۵۰۰،۰۰۰ روپیو (۳،۲۰۰ امريکايي ډالرو) اعلان کړی دی. هغه دغه برید غندلی دی.
اسلام آباد تیره هفته د تورخم پوله وروسته له هغې د لږ وخت لپاره وتړل شوه کله چې له افغانستان څخه مارټر ګولۍ په پاکستان کې راپريوته او څه زيان يې رامنځته نه کړو.
[د باجوړ څخه حنیف الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]
. دواڑو طرف تا پختون شہید خیگی د اللہ دے امن راوالہ او اللہ دے مشرف تبا کی د ٹول ریخونہ د ھغا,دے
ځوابتبصرې 2
ښاغلې حنيف الله خان پي ټي ايم چيرته دی
ځوابتبصرې 2