تروريزم

دطالبانو د ماینونو او مارټر ګولو په کارولو کې زياتوالي ملکي وګړو ته سخت زیان رسولی دی

د عمر له خوا

د سره صليب د نړيوالې کمېټۍ (آی سي آر سي) له مخې، د ۲۰۲۱ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې، د تير کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله، د جګړې له امله د معذوره شويو افغانانو شمېر ۵۰٪ پورې زيات شوی دی. [عمر/سلام ټايمز]

هرات -- دا د دولسمې روژی د ماسپښین يوه بجه وه او ۱۲ کلن نادرشاه د سکول نه دغه وخت بيرته راغلی و.

هغه لا د غرمې ډوډۍ نه وه خوړلې او د هرات صوبې په شینډنډ ضلعه کې یې خپل کور ته نږدې لوبې کولې کله چې هغه د طالبانو د مارټر په ګولۍ ولګيدو.

د هغه پلار جنت ګل په چټکۍ سره د پیښې ځای ته راورسیدو او خپل زوی یې بې هوشه ولیدو، په داسې حال کې چې ټول بدن یې په وینو لت پت و.

مارټر ګولۍ د هغه یوه پښه پرې کړې وه او د نادر شاه بدن او بله پښه یې زخمي کړي وه.

یو دیني عالم د مۍ په لومړۍ نیټه د هرات په سيمه ايز هسپتال کې وروسته له هغه په دې عکس کې ښودل شوی کله چې هغه د اپرېل په میاشت کې د هرات صوبې په شینډنډ ضلعه کې د طالبانو په يوې چاودنه کې ژوبل شو. [عمر/سلام ټایمز]

یو دیني عالم د مۍ په لومړۍ نیټه د هرات په سيمه ايز هسپتال کې وروسته له هغه په دې عکس کې ښودل شوی کله چې هغه د اپرېل په میاشت کې د هرات صوبې په شینډنډ ضلعه کې د طالبانو په يوې چاودنه کې ژوبل شو. [عمر/سلام ټایمز]

۱۲ کلن نادرشاه د مۍ په ۲۳ مه د هرات په سیمه ایز هسپتال کې په دې عکس کې وروسته له هغه ښودل شوی کله چې د روژې په مياشت کې په شينډنډ ضلعه کې د طالبانو مارټر ګولۍ د هغه یوه پښه پرې کړه او بله پښه يې سخته زخمي کړه. [عمر/ سلام ټایمز]

۱۲ کلن نادرشاه د مۍ په ۲۳ مه د هرات په سیمه ایز هسپتال کې په دې عکس کې وروسته له هغه ښودل شوی کله چې د روژې په مياشت کې په شينډنډ ضلعه کې د طالبانو مارټر ګولۍ د هغه یوه پښه پرې کړه او بله پښه يې سخته زخمي کړه. [عمر/ سلام ټایمز]

ګل سمدلاسې خپل زوی د شینډنډ ضلعې څخه تقريباََ ۱۳۰ کیلو مټره لرې د هرات ښار سیمه ایز هسپتال ته ورسوو.

په هسپتال کې د ۴۰ ورځو له تېرولو وروسته، نادر اوس هم په سخت درد او صدمه کې اخته دی.

ډاکټرانو وويل چې د هغه زخمونه ډیر ژور دي او هغه به وخت ته اړتیا ولري چې د معذوره کيدو د فزیکي او نفسياتي اغیز څخه ښه شي.

ګل، چې شپه او ورځ يې په هسپتال کې د خپل زوی درد ليدلی و، وايي چې نور د ژړا توان نه لري او هغه د بې ګناه افغانانو د وژلو او په هېواد کې د تباهۍ پړه پر طالبانو اچوي.

هغه وويل، "زه له حکومت څخه غواړم چې طالبان له مینځه یوسي او د افراطیت ريښې وباسي چې نور بې ګناه افغانان د دوی په ترهګریزو فعالیتونو کې ژوبل نشي."

طالبان هر ورځ ملکي خلک وژني او افغانستان د خپل جعلي "جهاد" تر نامه لاندې ويجاړوي. هغه زياته کړه چې د دوی جګړه هیڅ جواز نه لري.

هغه وویل، "زه له الله تعالی څخه غواړم چې طالبان له مینځه یوسي ځکه چې دې تروریستي ډلې افغانستان ټوټې ټوټې کړی دی."

د جنګ قربانیان

د سره صليب د نړيوالې کمېټۍ (آی سي آر سي) له مخې، د ۲۰۲۱ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې، د ۲۰۲۰ کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله، د جګړې له امله د معذوره شويو افغانانو شمېر د ۵۰٪ پورې زيات شوی دی.

د دغه مرکز ډايريکټر سید امید شایان وویل، په هرات صوبه کې د آی سي آر سي په ارتوپيديک مرکز کې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۶۴ ناروغان، چې د چاودنو له امله معذوره شوي وو -- د اتو ماشومانو او دريو ښځو په ګډون -- داخل شوي وو.

هغه وویل، دغه بستر شوي کسان د سړک د غاړې د ځمکې د ماینونو، د مارټر ګولو يا د لاس جوړ شويو چاودیدونکو توکو له امله ژوبل شوي وو.

هغه وویل چې د جګړې قربانیان به د یو یا ډیرو غړو د لاسه ورکولو له امله د خپل پاتې ژوند لپاره معذوره پاتې شي.

۲۸ کلن نورګل د ټرک ډرایور و چې دواړه پښې یې د سړک غاړې په چاودنه کې له لاسه ورکړې کله چې هغه له هرات څخه کابل ته روان و.

د اپرېل په ۲۵ مه د چاودنې راهيسې، د هرات په سیمه ایز هسپتال کې د هغه علاج کيږي.

ګل د خپل ژوند د تباه کولو پړه پر طالبانو واچوله.

هغه وویل، "زه د دریو ماشومانو، د خپلې میرمن او سپین ږیرې مور او پلار د کورنۍ یوازنۍ نفقه ګټونکی وم. "زما زړه مات شوی دی او نه پوهیږم چې څنګه خپل ژوند مخ په وړاندې سمبال کړم."

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره خپل بریدونه او د بې ګناه ملکي وګړو وژل ودروي.

هغه وويل، "طالبان باید سولې ته غاړه کیږدي او د ملکي وګړو وژل او د افغانستان ورانول ودروي."

خالد چې یوازې خپل لومړی نوم یې څرګند کړی و، د مۍ په ۳ مه د فارسي ضلعې په مرکزي ښار کې، چيرته چې هغه ژوند کولو، د طالبانو د موټر په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړه او بله پښه يې سخته زخمي شوه.

هغه وویل، "وسله وال طالبان زموږ په کلي او شاوخوا کې ډیر فعال دي." هغه زیاته کړه چې اوسیدونکي د ضلعې مرکز ته د تګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د شپې پر مهال د طالبانو له فعالیتونو څخه ویره لري.

هغه د یوې وروستۍ پیښې یادونه وکړه کله چې طالبان وسله وال د هغه د خپلوانو کور ته لاړل او بیا یې هغوی د خپل کور نه بهر ووژل.

هغه وويل، ټول افغانان سولې ته سترګې په لار دي ځکه چې یوازې دوامداره سوله به په افغانستان کې سوکالي راولي.

د بشر ضد جرمونه

اسلامي عالمانو د طالبانو ځانمرګي بریدونه او تاوتریخوالی غندلی دی، چې د ملکي تلفاتو لامل کیږي او ګڼ شمیر کسان يې معذوره کړي دي.

د هرات ښار یو دیني عالم مولوي عبدالغفار اکبري وویل، د طالبانو بغاوت او د دې ډلې له خوا قصداََ په ملکي وګړو بريدونه کول د بشریت پروړاندې جرمونه دي او په اسلام کې هیڅ جواز نه لري.

"طالبان له اسلامي اصولو څخه خبر نه دي او دوی د افغانستان مسلمانانو وژلو ته دوام ورکوي او خپله بې بنسټه جګړه پرمخ وړي."

اکبري وویل چې د لویو لارو په اوږدو کې د ماینونو ښخول چې د مرګ او معذورۍ لامل کیږي، د اسلامي ارزښتونو څخه سرغړونه کوي او له همدې امله په کلکه منع دی.

هغه وویل، "د بې ګناه مسلمانانو وژل لوی جرم دی او د دې عاملین به د تل لپاره دوزخ ته لاړ شي."

په هرات ښار کې د مدني ټولنې فعال نورمحمد پاژمان وویل، د جګړې پرمهال د ملکي وګړو په نښه کول او په عامه سړکونو د ماینونو ښخول جنګي جرمونه ګڼل کيږي.

هغه وویل، "د طالبانو د ماینونو ډیر قربانیان ملکي وګړي دي." "په جګړه بوخت ډلې باید د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ ونه کړي ځکه چې [ولسي خلک] په روانه شخړه کې هیڅ رول نه لري."

هغه وویل، "طالبانو هیڅکله د جګړې په نړیواله کچه منل شويو اصولو ته غاړه نه ده ایښې، چې د ملکي تلفاتو لامل شوې ده."

پاژمان وویل، په ډیرو مواردو کې، "طالبان ملکي وګړي د انساني ډهال په توګه کاروي". هغه زیاته کړه چې دا عمل یو جنګي جرم دی او له همدې امله طالبان باید "د نړیوالو عدالتي ادارو لخوا محاکمه شي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500