امنیت

په انځورونو کې: پاکستاني پوځیان په کرم ایجنسۍ کې د وسلو يوه لويه زیرمه ونيوله

د محمد آهل لخوا

چارواکي د اپريل په ۱۰ مه هغه ګوله بارود ښيي کوم چې دوی په کرم ایجنسۍ کې ضبط کړي وې. [آی ايس پي آر]

چارواکي د اپريل په ۱۰ مه هغه ګوله بارود ښيي کوم چې دوی په کرم ایجنسۍ کې ضبط کړي وې. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه د اپريل په ۱۰ مه هغه مختلف قسم وسلې ښيي کومې چې دوی په کرم ايجنسۍ کې نيولې وې. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه د اپريل په ۱۰ مه هغه مختلف قسم وسلې ښيي کومې چې دوی په کرم ايجنسۍ کې نيولې وې. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه د اپریل په ۱۰ مه یو شمیر ای کې-۴۷ ټوپکونه وړاندې کوي کوم چې په کرم ايجنسۍ کې نيول شوې ول. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه د اپریل په ۱۰ مه یو شمیر ای کې-۴۷ ټوپکونه وړاندې کوي کوم چې په کرم ايجنسۍ کې نيول شوې ول. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه د اپريل په ۱۰ مه د مارټر ګولۍ ښیي چې په کرم ایجنسۍ کې نيول شوي وې. [آی ايس پي آر]

امنیتي ځواکونه د اپريل په ۱۰ مه د مارټر ګولۍ ښیي چې په کرم ایجنسۍ کې نيول شوي وې. [آی ايس پي آر]

چارواکي د اپریل په ۱۰ مه چاوديدونکي توکي ښي چې په کرم ایجنسۍ کې په رد الفساد عملیاتو کې نيول شوې وې. [آی ايس پي آر]

چارواکي د اپریل په ۱۰ مه چاوديدونکي توکي ښي چې په کرم ایجنسۍ کې په رد الفساد عملیاتو کې نيول شوې وې. [آی ايس پي آر]

چارواکي د اپریل په ۱۰ مه د مارټر ګولۍ ښيي چې په کرم ایجنسۍ کې نيول شوې وې. [آی ايس پي آر]

چارواکي د اپریل په ۱۰ مه د مارټر ګولۍ ښيي چې په کرم ایجنسۍ کې نيول شوې وې. [آی ايس پي آر]

پاړه چنار، کرم ايجنسي -- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان، چې د سه شنبې په ورځ (د اپريل ۱۰ مه) خپور شو، له مخې، د پاکستان امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارو په کرم ايجنسۍ کې درې شکمن ترهګر نیولي دي، چې د ترهګرۍ يوه ستره شبکه يې ماته کړه او د وسلو يوه لويه زيرمه يې ونيوله.

چارواکو دغه ګډ امنیتي عملیات د رد الفساد عملياتو د برخې په توګه ترسره کړل.

نیول شوي شکمن کسانو اعتراف وکړو چې دوی په پاړه چنار او د صوبې په مرکزي ښار کې په دريو لويو بريدونو کې ښکيل ول چې په دې کې ځان وژونکي بريدونه هم شامل ول.

آی ایس پي آر وویل، دوی د يوې ترهګريزې شبکې سره تړاو لرلو چې په کرم ایجنسۍ کې يې غیرقانوني وسلې، مهمات او چاودیدونکي مواد قاچاق کول.

پاکستاني پوځونه د اپریل په ۱۰ مه هغه وسلې او ګوله بارود ښيي کوم چې دوی په کرم ایجنسۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ضبط کړي وې. [آی ايس پي آر]

پاکستاني پوځونه د اپریل په ۱۰ مه هغه وسلې او ګوله بارود ښيي کوم چې دوی په کرم ایجنسۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ضبط کړي وې. [آی ايس پي آر]

د شکمنو کسانو څخه د ترلاسه شوي معلوماتو پر بنسټ، چارواکو د مهماتو، بمونو، د لاس جوړې شوي چاودیدونکو توکو، ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو يو لوی مقدار په ځمکه کې دننه د وسله والو د يو مرکز نه ترلاسه کړې.

په اسلام آباد کې د امنیتي چارو شنونکی، لفټننټ جنرل (ريټايرډ) امجد شعيب، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا عملیات به په ایجنسۍ کې او همدارنګه په ټول هیواد کې د وسله والو لپاره د وسلو او چاوديدونکي توکو سپلايي ماته کړي او د ترهګرۍ سرچینې به ختم کړي."

لفټننت جنرل (ريټايرډ)، طلعت مسعود، چې په اسلام آباد کې يو سينير امنیتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، کيدې شي چې ترهګرو دا چاودیدونکي توکي د ملکي خلکو د وژلو لپاره استمعال کړې واې، نو له دې امله د يوې غټې پيښې مخه ونيول شوه.

مسعود وويل، "دا د ترهګرو لپاره دا يو پيغام دی چې پاکستاني ځواکونه چمتو دي او ترهګر دلته کې فعاليت نه شي کولی، حتی په پټه توګه هم."

د بريګيډير محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، له مخې، کرم ډير مهم دی ځکه چې دا د افغانستان د دريو صوبو -- پکتيا، پکتيکا او خوست -- سره پوله لري او د چاوديدونکو توکو او مهماتو نيول به نه يوازې په فاټا کې بلکې د پولې هاخوا هم د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه کار .

ځواب

ما ته په پوځ کې د کار ضرورت دی

ځواب

د ۲۰۰۲ کال څخه مخکې، په ټولو قبایلي سیمو کې وسلې خرڅيدلې او په هرې ايجنسۍ کې د دې مقصد لپاره لوی بازارونو موجود ول چې په دې کې به روزانه د ميليارده روپو کاروبار کيدو او په زرګونو خلکو به په دې کې کار کولو. په هغه وخت کې هیڅوک به نه وژل کيدل او نه به اغوا کيدل، هیڅوک به د لسګونو ميلیونو روپو لپاره نه تښتول کيدل. داخلي بې ځایه شویو خلکو هم ستونزې نه لرلې. هیڅ يو دیني عالم به فتوا نه جاری کوله او هیڅوک به نه وژل کيدل. هر یو کس آزاد و چې ږيره لرې کړي او يا وساتي، دا لويې قلعه ګاني په قبايلي سیمو کې نن نه دي جوړې شوي، دا د انګريزانو د وخت راهيسې په لنډي کوتل کې موجودې دي او د پوځيانو دا قلعه ګانې اوس هم موجودې دي؛ په ورته ډول د پاکستان د حکومت واکمني په داسې حال کې موجود وه چې هر يو کس به په آسانۍ سره کنټرول کيدی شو او د یو کس مسؤلیت د ټول قوم مسولیت و او له همدې امله هیڅوک به نه شو تښتېدلی. تروریزم د غرونو څخه نه و منتقل شوی، بلکې د هغو ځایونو نه فاټا ته منتقل شوې چيرته چې د پاکستان اساسي قانون په بشپړ روح کې لیدل کیږي او د دې نه وروسته دا غرونه ته منتقل شو چيرته چې وروسته قتل عام پیل شو، او د سیمې خلک بې ځايه شول او د هغوی عزت، دولت او ملکيت ته زيان ورسيدو؛ نه یوازې دا، بلکې د هیواد ساتونکو هم د خلکو په لوټلو کې برخه اخیستې او په زرګونو بې ګناه خلک يې په توقيف کې ساتلې دي.

ځواب

زه غواړم چې دا مقاله ولولم.

ځواب

دا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د فوځ او استخباراتي ادارو غوره لاسته راوړنه ده. ټول قوم د پاک پوځ سره دی. په هر ګام کې، د هیواد په ساتلو کې او دوی د پاکستان بې ګناه او سوله ییز خلک دی. په هیواد کې دننه وسلې او مهمات شتون لري چې ځینې ګروپونه یې د اسلام ساتنې په نامه لري. عملياتو ته ضرورت دی.

ځواب