تروريزم

طالبان په نړۍ کې ترټولو وژونکي تروریستي ډله ده

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو افغان سرتیری په هغه ځای کې چمتو ولاړ دی چیرې چې د اګست په ۷ مه په کابل کې د پولیسو د مرکز په دروازه کې د طالبانو د موټر بم چاودنه وشوه. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

یو افغان سرتیری په هغه ځای کې چمتو ولاړ دی چیرې چې د اګست په ۷ مه په کابل کې د پولیسو د مرکز په دروازه کې د طالبانو د موټر بم چاودنه وشوه. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

پاریس -- په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ نړیوال انډيکس، چې په سیډني کې د اقتصاد او سولې لپاره د انستیتوت لخوا خپور شوی وو، له مخې، طالبان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ ترټولو وژونکي تروریستي ډله جوړه شوه.

د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۰ مه) خپور شوي راپور کې ویلی شوي، دغه وسله والې ډلې په افغانستان کې ۱،۴۴۳ بريدونه ترسره کړي چې ۷،۳۷۹ کسان يې پکي وژلې دي.

په دغه بيان کې راغلي: "طالبان اوس په نړۍ کې ترټولو خونړۍ تروریستي ډله ده." "دا ۷۱٪ زياتوالی دی."

په دغه بيان کې راغلي، په راتلونکي کې د سولې په خبرو اترو کې د خپل دریځ پیاوړي کولو لپاره، طالبانو په ۲۰۱۸ کال کې د زياتو سیمو د نيولو لپاره وژونکی کمپاین پیل کړی دی."

افغان زده کونکي د جولای په ۲ مه په کابل کې د طالبانو د موټر چاودنې ځای ته نږدې په یو سکول کې خپلې بستې او کتابونه راټولوي. د دفاع وزارت په لوژیستیکي مرکز کې چاودنې نږدې ودانۍ ته زیان ورسولو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان زده کونکي د جولای په ۲ مه په کابل کې د طالبانو د موټر چاودنې ځای ته نږدې په یو سکول کې خپلې بستې او کتابونه راټولوي. د دفاع وزارت په لوژیستیکي مرکز کې چاودنې نږدې ودانۍ ته زیان ورسولو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې زياتوالی او په پاکستان کې کمی

په راپور کې ویلی شوي، لکه څنګه چې طالبانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه یو وژونکې کال رامنځته کړی وو، د دې ډلې پاکستانۍ څانګې -- تحریک طالبان پاکستان -- په تروريستي مرګونو کې کمې راغې. ټي ټي پي د ۵۷ بریدونو او ۱۰۲ مرګ ژوبلې لپاره مسؤليت لرلو، چې دا د ۲۰۱۷ کال راهیسې په وژنو کې ۵۶٪ کمی دی.

دغه راپور زياته کړه چې طالبانو د کال ترټولو خونړۍ تروریستي حمله ترسره کړه کله چې بریدګرو د افغانستان په غزني ښار کې برید وکړو او ۴۶۶ کسان یې ووژل.

ډیر خلک هغه وخت ووژل شول کله چې دې ډلې په کلیو او ښارونو کې لوی بریدونه پیل کړل، لکه په غزني او فراه صوبو کې.

د راپور له مخې، په مجموعي توګه، په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې د ترهګرۍ له کبله د مرګونو په شمير کې ۱۵.۲٪ کمی راغی.

په ۲۰۱۴ کال کې د ۳۳،۵۵۵ زياتو مرګونو سره، کله چې داعش په زرګونو وسله وال منځنۍ ختیځ ته راوستل، په ۲۰۱۸ کال کې د تروريستي مرګونو شمیر د نيمې نه زيات تر ۱۵،۹۵۲ پورې راکم شو.

په عراق کې، په ۱،۱۳۱ بریدونو کې ۱،۰۵۴ کسان مړه شول او په نايجيريا کې په ۵۶۲ بریدونو کې ۲،۰۴۰ کسان ووژل شول، چې دا دواړه د طالبانو د هغې نه وروسته دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱ مه) په یو بیان کې ادعا وکړه چې د دوی جنګیالیو"هیڅکله ملکې وګړي نه دي په نښه کړي."

بیړنۍ مرستې دوه چنده کول

د اروپايي کميسيون (اي سي) ویاندې د پنجشنبې په ورځ وویل چې اروپايي اتحادیې د بشري حالاتو د خرابيدو له کبله په روان کال کې د افغانستان لپاره کلنۍ بيړنۍ مرسته د ۷۷ مليونه يورو (۸۵ مليونه امريکايي ډالره) پورې دوه چنده زیاته کړې ده.

تخصيص شوي اضافي ۴۰ مليونه يورو (۴۴ ملیونه امريکايي ډالره) مرستې به د بیړني روغتیا پاملرنې، سرپناه، اوبو او ماشومانو او میرمنو د ساتنې لپاره وکارول شي.

د ټولې مرستې نږدې ۸۰٪ برخه په مستقیم ډول د افغانستان لپاره ده، او پاتې برخه یې د ګاونډیو ایران او پاکستان ترمنځ تقسيم شوې ده، چې په ګډه د شپږ ملیونو افغان کډوالو کوربه توب کوي.

"د بشري مرستې لپاره اي سي کميشنر کریسټوس سټايليانايډز وویل، "د کال له پیل راهیسې، نه يوازې د حکومت او غیر دولتي وسله والو ډلو تر منځ شخړه زياته شوې ده، بلکې ویجاړونکو سیلابونو هم دې جنګ ځپلې هیواد ته زيان رسولی دی. "

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا ترټولو لوی ترهګر او د مسلمانانو مخالف هیواد دی. طالبان او داعش او داسې ټول سازمانونه د امریکې کورني څاروي دي. دوی هغوی جوړ کړي دي. مهمو امریکایي سناتورانو یا وزیرانو په خپلو بيانونو کې ورته څرګندونې کړې دي. دوی هغه کسان ول چې د اسامه ملاتړ یې کړی و. کله چې د دوی هدف ترلاسه شو نو د هغه خلاف شو. له همدې امله، کله چې په اسلامي نړۍ کې د جهاد په نوم ترهګري وي، نو امریکا او سعودي عرب د هغې ترشا وي.

ځواب

افغان طالبان د آزادۍ جنګیالي دي، ترهګر امریکا او د هغې متحدین دي. د اسرایل او هندوستان سپي ترټولو ناوړه ترهګريزې ډلې دي.

ځواب

که نړۍ طالبانو ته هر څه وايي، دوی اوس هم زموږ اتلان دي. لعنت دې وي په هغه کسانو چې دوی ورته ترهګر وایي. ولې دوی د کائنات ترټولو لوی ترهګر لکه نیتن یاهو، چای خرڅونکی مودي او ټرمپ دوه مخې شادو نه ويني.

ځواب