غلنۍ -- د امن بیرته راتلو سره، د مهمند قبایلي ضلعو کې د املوکانو کاروبار اوس وده کوي.
د مهمند ضلعې د اکا غوند تحصیل اوسیدونکي نویدالله وویل، "یو وخت داسې و چې کروندګر په دې مجبوره وو چې د اورپکۍ له کبله خپلې ونې ووهي."
"کروندګرو په اکا غوند تحصیل کې په سل ایکړه ځمکه کې د میوو ونې پرې کړې، چې ډیره بې کاري یې رامنځته کړه."
په سیمه کې اورپکۍ د دوکانونو او بازارونو د بنديدو سبب وګرځيدل، چې کروندګر يې د خپلو توکو خرڅولو نه منع کړل. په بدل کې، کروندګرو د ونو پاملرنه کول پريښودل او بالاخر دا ونې وچې شوې او د خشاک لپاره پرې کړل شوې.
هغه وويل، "اوس، کله چې امن بحال شوی، سوداګري بیرته راغلې او موږ خپلې میوې په مناسب قیمت خرڅولی شو."
نثار خان، چې په پېښور کې يو سوداګر دی، به په لرې پرتو سيمو کې میوې اخيستلې کله چې په مهمند ضلعه کې امنیتي حالت خراب وو.
نثار په بازار کې د ميوو بيرته خرڅيدو ته په اشاره وويل، "اوس دوه میاشتې مخکې، موږ په مهمند ضلعه کې د باغ فصل په ۲۵۰،۰۰۰ روپو (۱،۶۰۰ آمريکايي ډالره) واخيستو، او دې مونږ ته د ۵۰۰،۰۰۰ (۳،۲۰۰ آمريکايي ډالرو) ګټه راکړه."
هو ښه
ځوابتبصرې 1