غلنۍ، مهمند ایجنسي -- په فاټا کې په لومړي ځل، د قبايلي سيمو ښځو او جينکو موقعه ولرله چې د سپورټ په فسټیول کې ګډون وکړي.
د فبرورۍ په ۱۷-۲۲ مه په مهمند ايجنسۍ کې د سپورټ، ځوانانو او کلتور فيسټيول په قبايلي ايجنسۍ کې د جينکو د سکولونو او کالجونو طالب علمانو ته توان ورکړو چې په مختلفو پروګرامونو کې برخه واخلي.
نيلم شريف، چې په ايکاغونډ کې د ګورنمنټ ګرلز ډګري کالج پرنسپله ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ډول پروګرامونه په ښوونکو او زنانه زده کوونکو باندې مثبت اغیز لري."
هغې وويل، "موږ ته يقيناََ د نصابي فعاليتونو سره د غير نصابي فعاليتونو ضرورت دی." "دا ډول فعالیتونه د قبايلي سيمو په جينکو کې باور رامنځته کوي او هغوی ته یو روښانه راتلونکی په ګوته کوي."
![جينکۍ د فبرورۍ په ۲۲ مه په مهمند ایجنسۍ کې د سپورټ، ځوانانو او کلتور په يو فیسټيول کې د خپل فن مظاهره کوي. دا فيسټول د فبرورۍ د ۱۷ نه تر ۲۲ مې نيټې پورې ترسره شو. [عالمګير خان]](/cnmi_pf/images/2018/03/07/11620-f1-585_329.jpg)
جينکۍ د فبرورۍ په ۲۲ مه په مهمند ایجنسۍ کې د سپورټ، ځوانانو او کلتور په يو فیسټيول کې د خپل فن مظاهره کوي. دا فيسټول د فبرورۍ د ۱۷ نه تر ۲۲ مې نيټې پورې ترسره شو. [عالمګير خان]
حنا مهمند، ۲۷ کلنه، چې په ايکاغونډ کې په ګورنمنټ ګرلز ډګري کالج کې طالب علمه ده، په دغه فيسټيول کې د دستکارۍ سټال لګولی و.
هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "دا زما لومړۍ تجربه ده؛ دا خورا ښه ده." "ما د کور نه اجازت ترلاسه کړو، او زما پلار د دې پروګرام په لیدلو سره ډیر خوشحاله دی."
ډیر ښه
ځوابتبصرې 1