غلنۍ، مهمند ایجنسی -- د مهمند ایجنسۍ د مرمرو بېلابېل قسمونه په ټول پاکستان او نړۍ کې مشهور دي، او د ماربل سیمه ایز شریکان له دولت څخه غواړي چې د دې سوداګرۍ په پرمختګ کې مرسته وکړي.
په بایزۍ سیمه کې د ماربل اتحادیې مشر، ولي خان، پاکستان فارورډ ته وویل، "په مهمند ایجنسۍ کې د مختلف قسمونو او رنګونو ماربل پيدا کيږي، چې په دې کې سپین، خړ، ګلابي، او همدارنګه نور رنګونه او قسمونه شامل دي."
د مرمرو کهدايي په مهمند ايجنسۍ کې په ۱۹۹۰ کې پيل شوه، خو د دې صنعت د پرمختګ لپاره د د کهدايۍ د عصري آلاتو ضرورت دی.
خان وويل: "د عصري آلاتو نشتوالی په سوداګرۍ اغېز کوي." "د [کهدايۍ لپاره] د چاودیدونکو موادو کارولو له امله، موږ له ۸۰٪ څخه زیاته مرمر له لاسه ورکوو."
په مهمند ايجنسۍ کې د ماربلو قسمونه ډير ښه دي. دا په پاکستان کې تر ټولو معیاري ماربل دي.
ځوابتبصرې 3
ګلاب ماربل فيکټري، سبحان خاور، شبقدر
ځوابتبصرې 3
دا ډير ښه ګام دی. د مرمرو سوداګران د حکومت او د معدنياتو د ډیپارټمنت له کبله ډيرې ستونزې لري
ځوابتبصرې 3