امنیت

د مهمند اوسیدونکي د پولې په خلاصیدو سره د نوي اقتصادي فرصتونو هيله لري

د غلام دستګير لخوا

د افغانستان پولې ته څېرمه د مهمند ضلعې بازار د جولای په ۴ مه ښودل شوی دی. [غلام دستګیر]

د افغانستان پولې ته څېرمه د مهمند ضلعې بازار د جولای په ۴ مه ښودل شوی دی. [غلام دستګیر]

غلنۍ -- د افغانستان سره په پوله باندې د ګڼ شمیر لارو پرانستل، چې مخکې د اورپکۍ له امله تړل شوي ول، د ځایي اوسیدونکو لپاره هیلې رامنځته کوي.

د عوایدو فدرالي بورډ (ايف بي آر) د جولای په ۵ مه اعلان وکړو چې دا به د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۷ مه) په مهمند ضلعه کې د ګورسل پوله او په چترال ضلعه کې د ارنډو لاره پرانيزي.

د ایف بي آر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د دواړو سرحدي لارو پرانیستل یو لومړیتوب دی، خو دا به ډیر وخت ونیسي چې دا سوداګریز لارې فعالې کړي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۵ مه) وویل، "اوس مهال زموږ ټول تمرکز په خیبر ضلعه کې د تورخم پوله شپه ورځ فعالول دي." هغه زیاته کړه چې د نوي سرحدي لارو پرانيستل به په دې پوله باندې د بار په کمولو کې مرسته وکړي."

چارواکو د ګورسل لاره يوه لسيزه وړاندېد وسله والو له کبله تړلې وه.

د ځايي خلکو د اټکل له مخې، د دغه اقدام له کبله د خويزۍ تحصیل نږدې ٪۴۰ او د بیزۍ ٪۷۰ خلک بې ځایه شول.

خويزۍ تحصیل ته نژدې اټا بازار، چې مخکې د ۲۰۰ نه د زیاتو دوکانونو مرکز وو، نږدې ويران شوی دی.

شهوال مهمند، چې ۷۳ کاله عمر لري، او د بيزۍ تحصيل قبايلي غړی دی، وويل، "د [اوټا بازار] د خويزۍ [تحصیل] مرکزي بازار دی، چې د افغانستان د توکو لپاره مشهور وو." "خو په ۲۰۰۹ کال کې د پولې د تړلو له کبله د سوداګرۍ فعالیتونه په ځای ودريدل."

راز محمد، چې په اوټا بازار کې د سبزۍ دوکان لري، هیله لري چې د ګورسل د لارې خلاصیدل به نه یوازې په خويزۍ بلکې په ټوله مهمند ضلعه کې د سوداګریزو فعالیتونو په بيابحالۍ کې مرسته وکړي.

هغه وويل، لس کاله وړاندې په خويزۍ کې لږ تر لږه ۵۰ لوى ګودامونه وو، چې په زرګونه دندې يې برابرې کړې وې.

هغه زياته کړه، ځايي سوداګرو به د افغانستان نه د بجلۍ آلات (چې په درېيم هېواد کې جوړ شوي ول) او د ورځني کارولو توکي لکه د پخلي تيل، صابون، د وينځلو پوډر او تازه او وچې ميوې راوړلې.

راز محمد وویل، "دوی به دغه توکي په خويزۍ کې په ګودامونو کې خوندي ساتلې چې وروسته د هيواد نورو سیمو ته ولیږدول شي. دا زموږ د اقتصاد د ملا تير وو."

اقتصاد ته وده ورکول

اقتصاد پوهان او سوداګران وايي، د زیاتو لارو پرانيستل د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزو اړیکو ته وده ورکولی شي.

د خیبر پښتونخواه د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني صدر زاهد شینواري وویل، "موږ په تورخم، ګورسل، غلام خان او چمن [بلوچستان] کې د پولې دواړو غاړو ته ورته قبایلي کسان لرو."

شینواري وویل، د سرحدي لارو پرانيستل به د پولې دواړو خواوو ته تګ راتګ اسان کړي، چې دا به د دواړو هیوادونو تر منځ د خلکو اړیکې ښه کړي.

هغه وویل چې دا ډول اقدام به "د دواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې ښې کړي او د هغوی په سفارتي اړیکو به مثبتې پایلې ولري."

په پیښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړو د مطالعاتو چيرمين ډاکټر سید حسین شهید سهروردي وویل، د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو قطع کیدل تل د دوی په اقتصاد باندې ناوړه پایلې لري.

د سهروردي په وینا، ترڅو چې د پاکستان او افغانستان خبره ده، پاکستان ډیر زيان ترلاسه کوي ځکه چې دا پلورونکی دی.

هغه وویل، افغانستان چې د وچې مځکې هیواد دی، د سوداګرۍ لپاره په پاکستان تکیه کوي. خو کله چې پاکستان ځينې سرحدي لاري وتړي، نو افغانستان د متبادل لارو په لټولو باندې مجبوره شي.

"له دې حقیقت څخه انکار نه کیږي چې افغانستان د سوداګرۍ متبادل لارې لټولې دي، دا ښکاره ده ځکه چې په تیرو دریو کلونو کې له افغانستان سره زموږ کلنۍ سوداګري له ۳ ملیارد ډالرو څخه ۱.۵ ملیارده ډالرو ته راټیټه شوې ده."

هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره قوي اقتصادي اړیکې د پاکستان سره مرسته کولی شي چې د جګړې لخوا ځپل شوي هیواد کې د سولې او ثبات په ساتلو کې خپله ونډه زياته کړي.

هغه وویل، "له دې مخکې، پاکستان په افغانستان کې امنیتي رول لرلو، چې اوس خورا کم شوی دی."

هغه زیاته کړه، د سوداګرۍ د زیاتوالي سره، "موږ په افغانستان کې خپله ونډه زياتولی شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله به تورخم خلاص شي، زه په پېښور کې يم

ځواب

د بجلۍ دندې

ځواب

"تورخم باید د افغانانو او د ځایی قبایلو لپاره هم د ویزې نه بغير خلاص شی."

ځواب

هو

ځواب