پیښور -- د پاکستان سوداګریزې ټولنې د افغانستان او پاکستان تر مینځ په پوله باندې د مهمې لارې بيا پرانيستلو ته هرکلی کړی دی او دا په سیمه کې د اقتصاد د ودې لپاره یو مهم عنصر ګڼي.
د پاکستان چارواکو د مارچ په ۹ مه د غلام خان د تګ راتګ لاره بيا پرانیستله، چې د شمالي وزیرستان ایجنسۍ له لارې د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې لاره هواره کړه.
چارواکو د ۲۰۱۴ کال په جون کې وروسته له هغې دغه لاره بنده کړه کله چې پاکستاني پوځیانو شمالي وزیرستان د ترهګرو نه د پاکولو لپاره ضرب عضب عملیات پیل کړل.
د شمالي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ، کامران آفريدي، مشال راډيو ته وويل، "په شمالي وزیرستان کې د سولې د بيابحالۍ نه وروسته، پاکستانی چارواکو د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو سره د غلام خان له لارې تجارت بیا پیل کړی دی."
د آفريدي له مخې، دا لاره په عارضي ډول بیا پرانستل شوې ده. په لومړيو کې، يوازې ۱۵ لارۍ به په ورځ کې د پولې څخه تېريږي. د ګاډو شمېر به د وخت تيريدو سره زيات شي.
په پيښور کې کسټمز کلکټر، محمد سعيد خان جدون، پاکستان فارورډ ته وويل، "د [مارچ په ۹ مه]، د څلورو لاریو یو کاروان، چې مختلفې سوداګریزې توکې يې لرلې، د دغه لارې افغانستان ته لاړ. په دغه توکو کې میوې، سبزي، سیمنټ او نور شيان شامل ول."
د جدون له مخې، د پاکستان کسټمز چارواکو د غلام خان له لارې د توکو د لیږدولو لپاره تياری کړی دی، خو د امنیتي اندیښنو له کبله د زيات شمير توکو په ليږدولو کې ستونزې رامنځته شوي دي.
لګښتونه کمول
د پولې دواړو غاړو ته سوداګران تمه لري چې د لارې بيا پرانيستل به د روزګار فرصتونه رامنځته کړي. .
زاهد الله شينواری، چې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونو صدر دی او د پاکستان او افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ د ګډې خونې پخوانی صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د غلام خان د لارې بیا پرانيستل "یوه ښه پریکړه ده او د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ به مثبت اغیز ولري."
هغه وويل، "د غلام خان د لارې بيا پرانستل به د ليږدولو کم لګښت له کبله د افغانستان سره سوداګرۍ ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي."
هغه وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ مالي کال کې د ۲.۷ ميليارده ډالرو په نسبت په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ مالي کال کې ۱.۶ ميليارده ډالرو ته راټيټه شوه.
شینواري د افغان حکومت څخه وغوښتل چې په ورته ډول اقدامات وکړي او د توکو د کليرنس او لیږدولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د شمالي وزيرستان يو سوداګر، عبدالله خان، وويل، په تېرو درې نيمو کالو کې د وزيريستان سوداګرانو د غلام خان د لارې د تړلو له امله ډېر زیانونه زغملي دي.
خان به مخکې ازبکستان ته د غلام خان د بنديدو له کبله د چمن او خرلاچي، چې په بلوچستان او کرم ايجنسۍ کې موقعیت لري، له لارې مالټې ليږلې.
د خان له مخې، د شمالي وزیرستان نه ازبکستان ته د دغو لارو له لارې په ۲۰ کیلوګرامه مالټو باندې ۶۰ ډالره لګښت راتلو. د غلام خان له لارې د ورته مقدارونو مالټو په لېږلو باندې یوازې ۳۵ ډالره لګښت راځي.
سوداګریزو فعالیتونو ته وده ورکول
عمر وزير، چې په قبايلي ايجنسۍ کې يو خبريال دی، وويل، "د غلام خان د لارې بيا پرانستل به په شمالي وزيرستان کې د سوداګريزو فعاليتونو نوى دور پيل کړي."
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د دغه لارې د بيا پرانیستلو برسیره، د پاکستان حکومت د متحده آیالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې په مرسته ۸۲ کلو ميټره اوږد بنو- میرانشاه-غلام خان سړک هم جوړ کړو.
هغه وویل چې د ۸.۷ میلیارده پاکستانۍ روپو پروجيکټ موخه دا ده چې افغانستان او منځنۍ آسیا ته د توکو لیږل آسان کړي.
هغه وويل، "دا سړک، چې اوس خلاص دی، د ورځني کارمندانو او هغه کسانو لپاره په زرګونو کارونه رامنځته کړي کوم چې د ټرانسپورټ او میلمستيا په سکتورونو کې ښکيل دي."