ځوانان

د خېبرپښتونخواه د کرنې پروګرام هدف د کمذوري قبایلي ځوانانو لپاره کار چمتو کول دي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۱۲مه په باجوړ ضلعه کې د زراعت د پروګرام له پرانستلو وروسته یوې عامې غونډې ته خطاب کوي. [پاکستان تحريک انصاف]

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۱۲مه په باجوړ ضلعه کې د زراعت د پروګرام له پرانستلو وروسته یوې عامې غونډې ته خطاب کوي. [پاکستان تحريک انصاف]

پېښور -- د خېبرپښتونخواه حکومت يو نوښت پيل کړی چې موخه يې په ضم شويو قبایلي ضلعو کې د کمذوري ځوانانو لپاره په زراعت کې کارونه برابرول دي.

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۱۲ مه په باجوړ ضلعه کې د شپږو پروژو افتتاح وکړه، چې په دې کې په ضم شوي قبايلي ضلعو کې د زیتون د کښت لپاره ځمکه، د شيدو کاروبار لپاره د شيدو يخولو ټانکونو ویش، د تيلو استخراج لپاره د زیتون تخمونه، د غنمو ارزان تخمونه، چرګان او څاروي شامل دي.

تقريباََ ۴۴.۵ ميليارده روپۍ (۲۸۶ مليونه امريکايي ډالره) به په دې نوښت باندې د پنځو کلونو په موده کې خرچ شي، چې د وزیر اعظم د کرنې ملي بيړني پروګرام په نوم پیژندل کیږي.

په ضم شويو ضلعو کې د زراعت افسر غفار خان وویل، دولتي پيکج به سیمه ایز اقتصاد ته وده ورکړي او د کمذوري ځوانانو لپاره به فرصتونه رامنځته کړي.

د شمالي وزیرستان یو قبایلي سړی خپله غوا هغه وخت کش کوي کله چې هغه د پوځي عملیاتو د پيل وروسته په ۱۹ جون ۲۰۱۴ کال کې په بنو ضلعه کې د پوځ د يو چيک پوسټ نه تیریږي. [ای مجيد/ای اېف پي]

د شمالي وزیرستان یو قبایلي سړی خپله غوا هغه وخت کش کوي کله چې هغه د پوځي عملیاتو د پيل وروسته په ۱۹ جون ۲۰۱۴ کال کې په بنو ضلعه کې د پوځ د يو چيک پوسټ نه تیریږي. [ای مجيد/ای اېف پي]

د کرنې پروګرام لاندې به کارګران ۸،۰۰۰ ایکړه شاړه ځمکه په باغونو بدله کړي او په ۲۸،۰۰۰ ایکړه نورې ځمکې باندې به نور فصلونه وکري. دغه پلان د کبانو ساتلو ځايونه جوړ کړي او د کرنيزو موخو لپاره به د اوبو خور سیستمونه تاسيس کړي.

د اوبو خور لپاره د ۳۲۷ ټیوب ويلونو جوړول، يو ملیونه څارویو ته واکسین ورکول او په سیمه کې د شيدو ۳۰ فارمونه جوړول هم د دې پروګرام یوه برخه ده.

د شمالي وزیرستان د اوسیدونکي احسان علي له مخې، تمه کیږي چې دا پلان به د رزق ګټلو لپاره د ځوانانو لپاره کافي کار رامنځته کړي، او د ترهګرو لخوا د هغوی د راجلبولو چانسونه به کم کړي.

هغه وويل، "موږ دا خبره ستایو چې پرمختیایي فعالیتونه به اوسیدونکي په کار کې بوخت کړي او وسله والو ته به چانسونه ورنه کړي چې هغوی د ترهګریزو اعمالو لپاره استخدام کړي."

د ځوانانو لپاره د دندو چمتو کولو سربیره، تمه کيږي چې د حکومت پروګرام به د سیمې د کرنې سکتور ته زياته اړینه وده ورکړي.

د خېبر پښتونخواه د کرنې وزیر محب الله خان له مخې، دا ځکه چې قبایلي سیمې د هر ډول محصولاتو د تولیدولو زياته وړتيا لري.

هغه زياته کړه، په دې پروګرام کې کروندګر به په وړيا ډول تخمونه ترلاسه کړي.

د عاید ډیر فرصتونه

د باجوړ یو اوسیدونکي محمد ريیس وویل، "خلک د هغه پروګرام له امله خوشحاله دي چې په قبایلي سیمو کې به شاړې ځمکې د کښت لاندې راوستل شي، او دا به ځوانان په کرنه کې بوخت کړي او دوی به په منفي فعالیتونو کې د بوخت کولو نه منع کړي."

هغه وویل، رييس، ۵۵ کلن، د ۳۰ ایکړو نه زياته ځمکه لري. هغه له کلونو راهيسې دغه ځمکه تر هغه وخت پورې نه وه کرلې کله چې پوځي عملياتو په ۲۰۱۴ کال کې وسله وال وشړل او بې ځایه شويو خلکو ته يې توان ورکړو چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

ريیس وویل، "په تیرو کې، وسله والو ډلو په هغه بې روزګاره ځوانانو باندې تکيه لرله چې استخدام شوي وو، دماغ يې وينځل شوي ول او عامه ځایونو ته لیږل شوې وو چې بمي او ځانمرګي بریدونه ترسره کړي."

د باجوړ ضلعې ۳۹ کلن علي خان وویل، دا پروګرام ځوانانو -- د ځمکې مالکانو او بزګرانو ته د امید يوه رڼا ورکوي -- چې ځمکې جوړې کړي او د سولې لپاره لاره هواره کړي.

هغه وویل، که چیرې ځوانان په کرنيزو پټو کې په کار بوخت وي، نو هیڅ امکان شتون نلري چې ترهګري بیرته راشي.

علي وویل، اوس د دې ډول فعالیتونو د پیل لپاره مناسب وخت دی، ځکه چې وسله وال ختم شوي دي او سیمه سوله ايزه ده او مثبت فعالیتونو ته چمتو ده.

د پېښور د زراعت يونيورسټۍ یو اقتصاد پوه بلال خان ومنله چې دا پروژه د ترهګرو د استخدام د هڅو د مخنیوي لپاره د حکومت لخوا یوه ښه ستراتیژي ده.

هغه وويل، "دا به د عاید ډیر فرصتونه چمتو کړي، او دوی [ځوانان] به له ترهګرو سره يو ځای نه شي." "دوامداره سوله به رامنځته شي."

هغه زیاته کړه، "دا پروګرام به اقتصادي انقلاب راولي چې ماشومان به وتوانوي چې د روغتیا او زده کړې ښې اسانتیاوې ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مننه ذيشان حيدر

ځواب