سياست

عیسايي قانون جوړوونکی قبايلي اقليتونو ته استازيتوب او ځواک ورکوي

د حنيف الله لخوا

ويلسن وزير، چې له ضم شويو قبایلي ضلعو څخه په خېبر پښتونخواه اسمبلۍ کې د اقليت لومړی غړی دی، د اکتوبر په میاشت کې د هغه لپاره د باجوړ د اقلیتونو اتحادیې لخوا په تنظیم شوي پروګرام کې خبرې کوي. [حنیف الله]

ويلسن وزير، چې له ضم شويو قبایلي ضلعو څخه په خېبر پښتونخواه اسمبلۍ کې د اقليت لومړی غړی دی، د اکتوبر په میاشت کې د هغه لپاره د باجوړ د اقلیتونو اتحادیې لخوا په تنظیم شوي پروګرام کې خبرې کوي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- د اقليت استازيتوب په هغه مهمو پرمختګونو کې دی چې په قبایلي سیمو کې د خېبر پښتونخواه (کی پي) سره د پخوانۍ فاټا د یوځای کیدو له لارې رامنځته شوي دي، لکه څنګه چې د خېبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې د ضلعو د اقلیتونو د لومړي قانون جوړونکي لخوا څرګنده شوې ده.

ويلسن وزیر، چې ۴۵ کاله عمر لري او د خېبر ضلعې د لنډي کوتل یو عیسايي دی، د قبایلي ضلعو د اقلیتونو لومړی سیاستدان دی چې د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ لپاره ټاکل شوی دی. هغه په جولای کې ټاکل شوی و.

وزير، چې د پاکستان تحریک انصاف غړی دی او د اقليتونو لپاره خوندي ساتل شوی سيټ يې وګټلو، وویل، "د خېبرپښتونخواه حکومت د قبایلي ضلعو د اقلیتونو لپاره په کلني پرمختیايي پروګرام کې ۲۰۰ ملیونه روپۍ (۱.۲ ملیونه امريکايي ډالره) منظور کړي دي، او موږ د دې پيسو د منظورولو لپاره د وزیر اعلی محمود خان مننه کوو."

وزير د دسمبر په مياشت کې وويل، د خېبرپښتونخواه حکومت به ۵۰ مليونه روپۍ (۳۲۴،۱۴۹ امريکايي ډالره) مختص کړي چې په قبایلي سیمو کې د اقليت لپاره مذهبي مرکزونه لکه کلیساګانې او ګوردوارې او نور ټولنیز مرکزونه جوړ کړي.

یو قومي مشر د اکتوبر په ۱۲ مه باجوړ ته په راتلو د ویلسن وزیر تود هرکلی کوي. [حنیف الله]

یو قومي مشر د اکتوبر په ۱۲ مه باجوړ ته په راتلو د ویلسن وزیر تود هرکلی کوي. [حنیف الله]

هغه زیاته کړه، "موږ به د کونډو او یتیمانو لپاره فنډونه ځانګړي کړو، همدارنګه د زده کونکو او ځوانانو لپاره به فنډونه مختص کړو چې د زده کړې د دورو لپاره په هیواد کې دننه او بهر سفر وکړي."

وزیر وویل چې هغه د اکتوبر په میاشت کې د باجوړ ضلعې څخه لیدنه وکړه او د ځایي اقلیتونو ستونزې یې واوریدې. هغه زیاته کړه چې هغه به "حکومت ته د پراختیایي پلانونو وړاندیز وکړي."

هغه وويل، "ما د باجوړ انتظاميې ته لارښوونه کړې چې د هدیرې او کلیسا لپاره ځمکه ومومي ځکه چې د باجوړ اقلیت [زياتره عيسايان] دغه دواړه نه لري."

وزیر وویل، "په قبایلي ضلعو کې اقلیتونه آزاد دي چې خپلو کليساګانو او د عبادت ځایونو ته لاړشي او د مسلمانانو څخه څه ستونزه نه لري." "د ضم شويو ضلعو اوسیدونکي د اقليتونو سره ښې اړیکې لري، او تر دې دمه څه بده پیښه نه ده پیښه شوې."

د باجوړ د اقليتونو د اتحاديې سکرټري جنرل جمیل بسمل وویل، "موږ خوشحاله یو چې په صوبايي اسمبلۍ کې خپل غړی لرو، او دا د پاکستان په ۷۲ کالو تاریخ کې باجوړ ضلعې ته د اقليتونو د استازي لومړی سفر دی."

هغه وویل، په باجوړ ضلعه کې انتظاميې په لومړي ځل د اقليتونو د ستونزو د اوریدو لپاره د کهلي کچهرو (پرانستې محکمو) انتظام وکړو.

بسمل وویل، "موږ هيله لرو چې زموږ ستونزې به د دې حکومت لخوا حل شي ځکه چې صوبايي حکومت د اقليتونو لپاره په کلني پراختیایي پروګرام کې فنډونه مختص کړي دي."

د بسمل له مخې، د باجوړ ضلعه د اقليت ۲۷۲ کسان لري -- ۲۷۰ عیسایان او دوه هندوان.

په دوی کې آسیا چانان شامله ده، چې د باجوړ د اقليتونو لومړۍ ښځینه ښوونکې ده.

چانان، چې د جينکو په ګورنر ماډل سکول کې ښوونه کوي، وويل، "زه خوشحاله يم چې د مسلمان زده کونکو سره کار وکړم، او دوی زما احترام کوي." "زه فخر کوم چې زه اسلامي تعليم هم ورکوم."

د سکول د دریم جماعت يوې زده کونکي مسکان وویل، "موږ د خپل ښوونکي چانان له ښوونې څخه خوشحاله یو او ما له هغې څخه ښه زده کړه کړې ده."

چانان وویل، هغه د فاټا د پخواني اوسیدونکې په توګه خوشحاله ده چې د خېبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې استازيتوب لري. د سږ کال د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ د ټاکنو پورې، د فاټا اوسیدونکو هلته کې هیڅ استازیتوب نه لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه

ځواب

کلیساګانې او ګوردوارې او د اقليتونو لپاره نور ټولنیز مرکزونه باید جوړ شي، خو د بتانو د عبادت لپاره هیڅ مندر جوړ نه شي، کوم چې پخپله د پیغمبر محمد (ص) لخوا ویجاړ شوي وو.

ځواب