راوالپنډۍ -- وړوکی اختر په پاکستان کې ترټولو بوخت پیرودونکی موسم دی، چې نارینه، ښځې او کورنۍ نوي کپړې، بوټان، بنګړي، نکريزې او نور سامان اخلي.
د اختر نه مخکې په هفته کې، په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د خریدارۍ مرکزونه د روژه ماتې نه تر د شپې ناوخته پورې د پیرودونکو څخه ډک وي. تمه کيږي چې سږ کال به اختر د جمعې یا شنبې په ورځ (د جون په ۱۵ مه یا ۱۶ مه) پیل شي.
د سولې او امنیت بيا بحالۍ سره، پلورونکي وايي چې دوی اوس ذهني سکون لري.
عثمان مغل، چې په راولپنډۍ کې یو پيردونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې، ما نه غوښتل چې د امنیتي ګواښونو له امله د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې پاتې شم." "نن ورځ ما پنځه ګهنټې د خپلې کورنۍ سره په سامان اخيستلو کې تیرې کړې."
مصور شاه، چې په راولپنډۍ کې یو بل پيرودونکی دی او د خپل د تره د زوی لپاره يې د ماشومانو کپړې اخيستلې، وویل، "ما له مخکې نه د اختر سودا اخيستې ده."
هغه په مسکا پاکستان فارورډ ته وویل، "د ماشومانو لپاره د نوو جامو یوه ډيره ښه ټولګه موجود ده."
ما ستاسو د داستانونو په اړه هیڅکله هم معلومات نه لرل. د لوستلو نه وروسته، زه ډير خوشحاله شوم او فخر مې محسوس کړو. ستاسو لپاره ډیرې ښې هیلې
ځوابتبصرې 3
ډیر ښه او زه ستاسو د کار ستاینه کوم، ښه موضوع مو خوښه کړي ده. دې ته دوام ورکړئ
ځوابتبصرې 3
ډیر ښه. دې ښه کار ته دوام ورکړئ
ځوابتبصرې 3