جهلم، پنجاب -- ګڼ شمير ځايي او بهرني سيلانيان د پنجاب صوبې په جهلم ضلعه کې د بې ساري کيهوړا د مالګې ماین څخه لیدنه کوي.
د پاکستان د معدنياتو پراختیایي ادارې (پي ايم ډي سي) له مخې، دا ماين د ګلابي همالاين مالګې د پيدا کولو لپاره مشهور دی او هر کال نږدې ۲۷۰،۰۰۰ سيلانيان د دې څخه ليدنه کوي.
دا پخواني ماينونه په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر کنټرول لاندې راغلل، او پي ايم ډي سي په ۱۹۷۴ کې جوړه شوه.
د پي ايم ډي سي په وینا، دا ماين سپینه، ګلابي او سره مالګه پيدا کوي چې ٪۹۸ پاکوالی لري. دې په ۲۰۱۸ کال کې ۳۸۹۱۳۴ ټنه مالګه پيدا کړې وه.
![د پنجاب په جهلم ضلعه کې د کيهوړا د مالګې ماين بهرنۍ برخه د جولای په ۷ مه په دې انځور کې لیدل کیږي. [سید عبدل باسط]](/cnmi_pf/images/2019/07/15/18929-k1-585_329.jpg)
د پنجاب په جهلم ضلعه کې د کيهوړا د مالګې ماين بهرنۍ برخه د جولای په ۷ مه په دې انځور کې لیدل کیږي. [سید عبدل باسط]
دا ماین د بجلې يو ريل لري چې سيلانيان اوچتوي او په چاندني چوک (مون سکوير) کې يې کوزوي. دننه، سیلانیان د بادشاهي جومات او منار پاکستان د مالګې نه جوړ شوي نقلونه او نور ځایونه ليدلې شي.
په پاکستان کې د سولې راتلو سره، سیلانیان د ترهګرۍ له ويرې پرته د زياتو ځایونو څخه ليدنه کوي.
محمد قيوم خان، چې د مالګې په ماين کې د رېل چلوونکی دی، وويل، هغه هلته کې له ۱۹۷۹ کال راهيسې کار کوي.
هغه وویل، "د ټول هیواد او بهر نه لیدونکي هره ورځ د دې ماينونو د لیدلو لپاره راځي." "په دې ورځو کې د سيلانيانو شمير زیات شوی دی."
يو ليدونکي، ۱۵ کلن، قاسم وويل، "موږ د فيصل آباد نه راغلي يو، او کيهوړا ته دا زموږ لومړی سفر دی."
هغه وويل، "د منار پاکستان ماډل او د ماين يخوالې زمونږ په حقيقت کې خوښ شول. له ليدلو وروسته، موږ د ماين نه بهر په اوښ باندې سفر وکړو او ډېر خوند مو ترې واخيستو."
ډير ښه!
ځوابډير ښه!!
ځوابتبصرې 2