ګډ کاري پلان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی چوکاټ جوړوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې پاکستان او افغانستان د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۴ مه) د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو نوی کاري پلان پیل کړو.

د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په يو ګډ بيان کې راغلي، "دواړو لوریو موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کاري پلان په اغیزمنه او بشپړه توګه پلي کول به د ترهګرۍ له منځه وړلو او د سولې، ثبات، سوکالۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو د پراختیا لپاره د ګډو اهدافو په برخه کې مرسته وکړي."

پاکستان او افغانستان د دې پلان لپاره په اوو اصولو موافقه وکړه.

دواړه هېوادونه به د هر يو هېواد په وړاندې د امنیتي ګواښونو پر ضد ګامونه پورته کړي، د دولت ضد عناصرو ته به د خپلې خاورې کارولو اجازت ورنه کړي او د سرحدونو د سرغړونو مخه به ونیسي.

په عین حال کې، دواړه هیوادونو وویل چې دوی به د ارتباطي افسرانو له لارې هغه نوښتونه پلي کړي په کومو چې موافقه شوې ده، په یو بل باندې د تور لګولو نه به ډډه وکړي او د دې پرځای به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاري پلان ميکانيزم استعمال کړي چې د يو بل اندیښنې ختم کړي، کاري ګروپونه او اړین کاري میکانیزمونه به جوړ کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاري پلان د یوې برخې په توګه، پاکستان ژمنه وکړه چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې او د افغان لخوا د سولې د هڅو سره به مرسته وکړي.

شپږ کاري ګروپونه اوس مهال فعالیت کوي، چې په دې کې هغه کسان شامل دي چې د امنیت او استخباراتي همکارۍ سره تعلق لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500