پاکستان، افغانستان د امنیتي چوکاټ د پلي کولو لپاره خبرې اترې کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د پاکستان او افغانستان لوړ پوړي چارواکو د یکشنبې په ورځ (د جون په ۱۰ مه) د امنیتي همکارۍ په اړه د خبرو اترو لپاره په پاکستان کې يوه غونډه وکړه.

چارواکو د ارتباطي افسرانو د ګمارلو او د استخباراتو د شریکولو لپاره د ځمکنۍ همغږۍ مرکزونو (جي سي سيز) د جوړولو په اړه د پرمختګ او په پوله باندې د وسله والو د تګ راتګ د څارنې بيا کتنه وکړه.

جي سي سيز به په لومړي ځل په تورخم او چمن باندې جوړ شي او وروسته به په نورو لارو باندې جوړ کړې شي.

دواړه هیوادونه د سولې او امنيت لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان لاندې د پوځي همغږۍ او د استخباراتو د شريکولو لپاره په ګډ کاري ګروپونو کار کوي. دا ګډ کاري ګروپونه په ټولو برخو کې د زیاتې همغږۍ لپاره یو چوکاټ چمتو کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500