اسلام آباد -- جيو نيوز د جمعې په ورځ ( دجنورۍ په ۱۹ مه) راپور ورکړو، پاکستاني چارواکو د هغه افغان هلک کورنۍ وموندله کومه چې يو څو کاله وړاندې په هیواد کې ورکه شوې وه او هغه یې په پاکستان کې د افغانستان سفارت خانې ته وسپارلو.
عبیدالله يو څو کاله وړاندې د خپل والدينو سره پاکستان ته راغلی و. دغه کورنۍ په اسلام آباد کې د هغه د پلار علاج کولو. د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د یوې اعلامیې له مخې، عبید الله د پلار له مړینې وروسته ورک شوی و، خو د هغه مور مجبوره وه چې بیرته افغانستان ته لاړه شي.
اسلام آباد پولیسو د ۲۰۱۵ د نومبر په میاشت کې عبیدالله موندلی و. پاکستاني چارواکو د څو کلونو د کار نه وروسته د هغه کورنۍ معلومه کړه.
د بهرنیو چارو سيکريټري تهمينه جنجوعه د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت خانې ته عبيد الله وسپارلو. په بيان کې راغلي، چې هغه به افغانستان ته سفر وکړي او د خپلې کورنۍ سره به بیرته یوځای شي.
د افغانستان د سفارت خانې د یو بيان له مخې، د افغانستان حکومت او خلک د پاکستان د هڅو ډيره ستاينه کوي.