ديپلوماسي

پاکستان وروسته له هغې په افغانستان کې د ویزې لګولو کار سمبالوي کله چې ویروس دغه پروسه ورو کړه

د عالم زيب خان لخوا

افغان وګړي د اکتوبر په ۱۵ مه وروسته له هغې د پاکستان قونسلګرۍ بهر راټول شول کله چې دوی د فوټبال په يو نږدې سټيډيم کې د ویزې لپاره ټوکنونه ترلاسه کړل. [د عالم زيب خان نه په مننه]

افغان وګړي د اکتوبر په ۱۵ مه وروسته له هغې د پاکستان قونسلګرۍ بهر راټول شول کله چې دوی د فوټبال په يو نږدې سټيډيم کې د ویزې لپاره ټوکنونه ترلاسه کړل. [د عالم زيب خان نه په مننه]

اسلام آباد -- د پاکستان حکومت، چې له افغانستان سره د اړیکو پیاوړي کولو لپاره هڅې کوي، کوشش کوي چې له زياتو افغانانو سره د هيواد لپاره د ویزو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، وروسته له هغې چې د کورونا ویروس وبا له امله درخواستونه جمع شول.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د اکتوبر په ۱۳ مه په یو ټویټ کې وویل، حکومت د سپتمبر په ۲۹ مه پریکړه وکړه چې په کابل کې خپلې سفارت خانې او په افغانستان کې نورو قونسلګريو ته د ویزې درخواستونو د پروسس کولو لپاره اجازه ورکړي.

هغه وویل چې "پرون د اکتوبر په ۱۲ مه په کابل کې د پاکستان سفارت خانې افغانانو ته ۲۰۵۹ ویزې جاري کړې." "موږ کار کوو چې د ویزې درخواست ورکونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابر کړو. له نن څخه زموږ قونسلګرۍ هم افغانانو ته ویزې ورکوي".

خان د اکتوبر په ۱۳ مه پاکستان فارورډ ته وویل، د درخواست پروسه سست شوې وه ځکه چې د کورونا ويروس وبا په افغانستان کې ګڼ شمیر ايجنسۍ په بندولو مجبوره کړي وې. هغه زیاته کړه چې د حکومت دغه اقدام به د درخواستونو شمير په راکمولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان امنیتي پرسونل په سپتمبر ۲۰۱۹ کال کې د تورخم په پوله پاکستان ته د ننوتلو لپاره د اجازې ورکولو نه مخکې د افغان وګړو د اسنادو معاینه کوي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

د پاکستان امنیتي پرسونل په سپتمبر ۲۰۱۹ کال کې د تورخم په پوله پاکستان ته د ننوتلو لپاره د اجازې ورکولو نه مخکې د افغان وګړو د اسنادو معاینه کوي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان (ګس اړخ ته) د اکتوبر په ۱۵ مه په کابل کې د ملي روغې جوړې لپاره د عالي شورا چيرمين عبدالله عبدالله سره خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/ ټویټر]

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان (ګس اړخ ته) د اکتوبر په ۱۵ مه په کابل کې د ملي روغې جوړې لپاره د عالي شورا چيرمين عبدالله عبدالله سره خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/ ټویټر]

"د کابل په سفارت خانه کې اوږد کتارونه ځکه دي چې د ویزې پروسه د کورونا ويروس ناروغۍ له امله بنده شوې وه، خو اوس موږ دا پروسه نه یوازې په کابل کې پیل کړې، بلکې په جلال اباد، هرات، مزارشریف او کندهار کې هم په څلورو قونسلګریو کې پیل کړې ده."

هغه زیاته کړه، "د اوږدو قطارونو لنډولو لپاره، موږ هره ورځ د خپلو کارکونکو او د ویزې جاري کولو شمیر زيات کړی دی."

خنډونه لرې کول

خان وویل چې د دوی ټیم هڅه کوي چې د درخواست پروسه اسانه کړي چې ټول افغان درخواست کونکي په درناوي سره ویزه ترلاسه کړي.

"موږ دا پوره تضمین ورکوو چې د ویزې فیس نشته او هیڅ څوک باید هیڅ ایجنټ، پولیس کانسټبل، چارواکي یا منځګړي ته یوه پیسې هم ور نه کړي." موږ سیمه ییزو رسنیو ته هم خبر ورکړی او د سفارت خانې ودانۍ ته نږدې مو هم بینرونه لګولي چې خلک خبر کړو."

خان وويل، "ما د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره هم ولیدل، چې ماته یې بشپړ ډاډ راکړو چې کتارونه او سفارت خانې او قونسلګرۍ ته د راتلونکو درخواست کونکو شمير به په سمه توګه سمبال شي چې سفارت خانه او افغان چارواکي دواړه دا پروسه خورا په اسانۍ سره ترسره کړي.

خان زياته کړه، په داسې حال کې چې د ویزې پروسه یوه پیچلې مسله ده او نه یوازې هغه مسله ده چې یوه یا دوه ورځې وخت اخلي، "زه باور لرم چې د وروستي پرمختګونو پایلې به د دواړو هیوادونو لپاره ډیرې اغیزې ولري."

هغه وویل دا اقدام به د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي، کوم چې مخ په کمېدو دي.

خان زیاته کړه، "وروستي ګامونه به نه یوازې ټرانزیټ او دوه اړخیز تجارت زیات کړي، بلکې اړيکو ته به هم وده ورکړي، په داسې حال کې چې عملي ګامونه پورته کړل شي او د دواړو هیوادونو د سوداګرو لپاره فرصتونه رامینځته شي."

خان وویل، "د دواړو هیوادونو مشران د اړیکو ښه کولو لپاره جدي دي او عملي ګامونه پورته کوي چې د دواړو هیوادونو خلک د سياحت، تجارت، ترانزیت او اړيکو په برخه کې نږدې کړي."

باز محمد عابد، چې یوسينير افغان خبریال دی، وایي چې د ننګرهار صوبې په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د اتو مختلفو صوبو څخه په زرګونو درخواستونه ترلاسه کوي او ډیر درخواست کونکي د ډیرې غوښتنې له امله د ویزې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

عابد وويل، که څه هم، اوس مهال په ننګرهار کې انتظاميې د نورو اړوندو ادارو سره د اکتوبر له ۱۴ مې څخه د دې پروسې ښه کول پیل کړي دي. ټول درخواست کونکي قونسلګرۍ ته د تلو نه مخکې د ټوکنونو د ترلاسه کولو لپاره د فوټبال په سټيډيم کې راټول شوي دي. بیا د قونسلګرۍ چارواکي او ټولنیز کارکونکي د دوی ټوکنونه ګوري چې د ویزې پروسس پيل کړي.

عابد زیاته کړه، "د دې طريقه کار وروسته، تقريباََ ۱۰۰۰ درخواست کونکو ته د اکتوبر په ۱۵ مه ویزې ورکړل شوې او په ورته ورځ د ورته درخواست کونکو درخواستونه پروسس شول، نو دا پروسه به په همداسې رفتار سره روانه وي.

'په سم لورې یو ګام'

د ویزې نوښت د ګاونډیو تر منځ د اړیکو پیاوړي کولو لپاره يوه وروستۍ دوه اړخیزه هڅه ده.

د فبرورۍ په ۲۹ مه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمینځ د سولې د مهم تړون له امله پاکستان د بين الافغاني سولې خبرو اترو لپاره ګامونه اخلي، او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا چيرمين عبدالله عبدالله د سپتمبر په وروستیو کې اسلام آباد ته سفر کړی و.

هلته یې له صدر عارف علوي، وزير اعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې، ترانزیتي سوداګرۍ، د پاکستان او افغانستان ترمينح اړیکو، اقتصادي اړیکو، ویزو او نورو مسلو په اړه خبرې کړې وې.

په ورته میاشت کې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د پاکستان او افغانستان ډيرې سرحدي لارې بيرته پرانيستی شوې.

د ویزې لپاره د درخواستونو پروسې د ښه کولو لپاره د وروستۍ هڅو سره، کتونکي ګوري چې اړیکې په ښې لورې رواني دي. .

عماره دراني، چې په اسلام آباد کې د پاکستان او افغان چارو څیړونکي او متخصصه ده، وويل، "موږ باید په یاد ولرو چې د ویزې ښه نظام د افغانانو اوږد مهاله غوښتنه وه چې په منظم ډول پاکستان ته راځي، چې له پاکستان سره تاریخي او کورنۍ اړیکې لري." "دا د زده کړې، روغتیا، کار او سوداګرۍ لپاره هم اړینه وه."

هغې وویل، "په مجموعي توګه، دا د پاکستاني ادارو، بازارونو، سوداګرۍ، يونيورسټو او هسپتالونو لپاره ښه ده چې افغانان د هغوی د خدماتو څخه استفاده کوي."

دراني وویل، "دا په سم لوري یو ګام دی، او له نېکه مرغه د سولې پروسې وخت دې ته زياته معنی او ډیر اهمیت ورکوي."

هغې وويل، "تاسو کولی شئ د پولې په اوږدو کې تاسیسات جوړ کړئ، تاسو کولی شئ کډوالو ته په عارضي توګه مرسته چمتو کړئ، خو دا لنډمهاله سرمايه کاري ده." "دا واقعي ستاسو د ګاونډ په هغه خلکو کې سرمايه کاري ده چې د لا ډیرې باوري، مناسبې، دوستانه، دوه اړخیزو اړیکو لپاره تل پاتې او اوږدمهاله بنيادونه رامينځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500