پاکستان په دوحه کې د خبرو نه مخکې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د متحده ایالاتو ملاتړ کوي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو د سفارت خانې لخوا د سه شنبې په ورځ د خپور شوي بيان له مخې، د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې او سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۲۹ او ۳۰ مه) د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو، د پوځ د ستر مشر په ګډون، سره د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

د متحده آيالاتو سفارت خانې زياته کړه، "سفیر خلیلزاد غوښتنه وکړه او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او خبرو اترو د ګړندي کولو او همدارنګه په تاوتریخوالي کې د کمي راوستلو لپاره مرسته يې ترلاسه کړه."

خلیلزاد د بهرنیو چارو د سيکريټري سهیل محمود هم سره خبرې وکړې.

د ډان ورځپاڼې له مخې، د سفیر سره ايلس ویلز، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ آسیا د چارو ادارې يوه سينير چارواکي ده، ملګري وه.

سفارت خانې په خپل بيان کې زياته کړه، خلیلزاد د سولې د پروسې سره د ملاتړ کولو په هکله د وزيراعظم عمران خان د وروستي بيان او په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ لپاره د هغه د پراخه لید ستاينه وکړه."

د امریکې د متحده ایالاتو پلاوي دا سفر د خليلزاد او افغان طالبانو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو، چې د قطر په دوحه کې به د چهارشنبې په ورځ پيل شي څو په افغانستان کې ۱۷ کلن اوږد جنګ پای ته ورسوي، نه مخکې ترسره کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500