کويټه -- په کويټه کې د پجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸ مه) د مور او لور پولیو واکسینیشن ټیم باندې هغه وخت ډزې وشوې کله چې هغوی ماشومانو ته واکسین ورکول. دا د پوليو ناروغۍ د پاره د هیواد په اوږد کمپاین کې وروستي مرګونه دي.
دغه دوه تنه د ښار په نيبرهوډ کې ووژل شول.
د پولیسو لوړپوړي چارواکي، اعتزاز احمد ګورايا، ای ايف پي ته وویل، "نامعلومو بريد کوونکو سکینه بي بي، ۳۸ کلنه، او د هغې لور ،رضوانا بي بي، ۱۶ کلنه، هغه وخت ووژل کله چې هغوی ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول."
ګورايا وویل، دا جوړه د پوليو ضد کمپاین په څلورمه ورځ ووژل شوه.
هغه وويل، "موږ به مخکې پولیس پرسونل لرل چې د پوليو کارکونکو ته به يې امنیت برابرولو، خو موږ یو څو میاشتې مخکې دا پلان بدل کړو ځکه چې دې به د وسله والو پام راجلب کولو."
هغه زياته کړه: "اوس موږ د پوليو کارکوونکو ته خپل نيبرهوډ حواله کوو او هغوى ته امنيت نه ورکوو."
امجد علي خان، چې د انتظاميې يو سينير چارواکی دی، د دې پیښې تاييد وکړو.
هیڅ يوې ډلې د دې پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو په تیرو وختونو کې طالبانو په هیواد کې د پولیو په کارکوونکو بریدونه کړي دي. د دسمبر ۲۰۱۲ کال راهیسې، په داسې بریدونو کې له ۱۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.
پاکستان په نړۍ کې په هغه دوو هيوادونو کې دی چيرته چې د پوليو، يوه داسې ناروغي چې ماشومان په فالج کې اخته کوي، وبا موجود ده.
د دې بریدونو سربيره، دا هيواد هیله لري چې په ۲۰۱۸ کال کې په پوليو کې د اخته هيوادونو د ليسټ نه لرې کړې شي او د يو کال لپاره د پوليو د نوي کيس نه لرلو موخه ترلاسه کړي.