روغتیا

خيبر پښتونخواه پلان لري چې د بریدونو او غلطو معلوماتو وروسته د پوليو واکسين ورکولو په تګلاره کې بدلون راولي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پوليو يوه ښځینه کارکونکي د فبرورۍ په ۲۱ مه د پیښور نه بهر د چارسدې په سړک باندې کوچيانو ته د واکسين ورکولو لپاره تياری کوي. [محکمہ صحت کے پی

د پوليو يوه ښځینه کارکونکي د فبرورۍ په ۲۱ مه د پیښور نه بهر د چارسدې په سړک باندې کوچيانو ته د واکسين ورکولو لپاره تياری کوي. [محکمہ صحت کے پی

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د پوليو واکسين ورکولو په اړه په خپله تګلاره کې بدلون وروسته له هغې راولي چې په دې وروستيو کې په روغتیايي کارمندانو باندې بريدونه ترسره شول او بې بنياده افواهګاني خپرې شوې چې واکسين ماشومانو ته زيان رسوي.

د خیبر پښتونخواه د روغتیا سيکريټري ډاکټر سید فاروق جمیل وویل، "موږ پریکړه کړې چې په پيښور کې د اپریل په ۲۲ مه د هغې پیښې نه ورسته مختلفې لارې په پام کې ونیسو، چې غصه هجوم په کې يو بنيادي روغتیایي يونټ ته اور اولګولو."

د خیبرپښتونخواه حکومت د اپريل په ۲۲ مه د پوليو ضد د دريو ورځو کمپاين پيل کړو. په همدغه ورځ، مختلفو جعلي ویډیوګانو او پیغامونو ادعا وکړه چې د پوليو واکسين ماشومان په ناروغۍ کې اخته کوي، چې په خلکو کې يې ويره رامنځته کړه او په زرګونو ماشومان د خيبر پښتونخواه هسپتالونو ته راوړل شول.

جمیل وویل، "روغتیايي کارکونکي په ویره کې دي" وروسته له دې چې جعلي افوهګانو ادعا وکړه چې د پوليو واکسين ماشومان په ناروغۍ کې اخته کوي. اوس، "دروازه په دروازه کمپاين ډير مشکل دی."

بابر بن عطا، چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د وزیر اعظم عمران خان فوکل پرسن دی، د اپريل په ۲۵ مه په پیښور کې يو سیمه ایز مذهبي عالم ته واکسين ورکوي. محکمہ صحت کے پۍ]

بابر بن عطا، چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د وزیر اعظم عمران خان فوکل پرسن دی، د اپريل په ۲۵ مه په پیښور کې يو سیمه ایز مذهبي عالم ته واکسين ورکوي. محکمہ صحت کے پۍ]

هغه زیاته کړه، "موږ پریکړه کړې چې له همکارانو سره په ګډه کار وکړو او د خپلو کارمندانو د ساتنې لپاره نوې پالیسي جوړه کړو."

سږ کال په پاکستان کې په خیبر پښتونخواه کې د پوليو د ۱۰ نه تر ۱۵ پورې کيسونه ثبت شوي دي.

د کمپاين کچه بدلول

جمیل وویل، "موږ اوس د يو داسې پروګرام تعقیب کوو چې ټولو ماشومانو ته ورسیږو او په ورته وخت کې د خپلو کارمندانو خونديتوب يقيني کړو."

هغه وويل، په خيبرپښتونخواه کې د اپرېل په ۲۲ مه د پوليو د ويرې رامنځته کيدو راهيسې پنځه روغتيايي کارکوونکي وژل شوي. روغتيايي کارکوونکي د تاوتريخوالي له کبله ويره لري چې په ساحه کې کار کوي.

د پوليو د له منځه وړلو لپاره د وزير اعظم عمران خان فوکل پرسن، بابر بن عطا، وویل چې حکومت واکسين ورکوونکو ته د ګواښونو په پام کې نیولو سره د پولیو په وړاندې د ملي واکسین ورکولو او ذيلي واکسین ورکولو کمپاین شمير کموي.

هغه وويل، "اوس مهال، په صوبه کې د واکسین نهه ملي کمپاینونه، د شپږو هفتو نه علاوه، ترسره کیږي، په داسې حال کې چې په ټاکل شوي ضلعو کې د پوليو ضد واکسین ورکولو څلور ذيلي کمپاينونه ترسره شول، چې دا معنا لري چې د واکسین کارکوونکي په هره میاشت کې د هرې کورنۍ سره اوسطاً ۱۰ ځله لیدنه کوي."

هغه او نورو چارواکو وويل، د ليدنې دغه شمير په خلکو کې شک رامنځته کړو او ځینې اوسیدونکي یې غصه کړل.

ډاکټر اکرم شاه، چې د خیبر پښتونخواه د واکسين پروګرام مشر دی، وویل، په دې کمپاین کې ۶۰ زره کارکونکي او امنیتي کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي، چې د جګړې په څیر وضعیت او شکونه رامنځته کوي.

هغه وويل، "اوس، موږ پلان لرو چې درې مياشتې وروسته د پوليو واکسين ورکول ترسره کړو."

د عامه پوهاوي کچه لوړول

ډاکټر سايمه عابد، چې د خیبرپښتونخواه د عامې روغتيا د ټولنې مشره ده، وويل، وروستي کمپاين په روغتيايي کارکوونکو کې وېره رامنځته کړې ده او د پوليو واکسين ردول به زيات شي که چيرې د اړيکو تګلاره بدله نه شي.

هغې وويل، "دې پيښې د پوليو کارکونکو ژوند نور هم د خطر سره مخامخ کړی، او په لوړه کچه کمپاينونه ممکنه نه دي." "په واکسین ورکوونکو کې ستړیوالی او ویره مخ په زیاتیدو ده، او په دې حالت کې هغوی د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره چمتو نه دي."

سايمه عابد وويل، د اتحادیې غړي په رضاکارانه ډول کار کوي چې "د ماشومانو د ناروغۍ د له منځه وړولو کې له حکومت سره مرسته وکړي."

هغې زياته کړه، "موږ بايد کورونو ته لاړ نه شو ځکه چې دا يو خطرناک کار دی او پرځای د دې خولې له لارې د ورکیدونکي پوليو واکسين د اغيزمنتوب په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو."

شاهين بيګم، چې يوه سينير واکسین ورکوونکي ده، وویل، د ۲۰۱۲ کال راهیسې د وسله والو لخوا ۷۰ روغتیایي کارکونکي وژل شوي او زيات به ووژل شي که چيرې د واکسیین ورکولو اوسنی حالت دوام ومومي.

هغې وويل، "دا يو ښه سوچ دی چې په تګلاره کې بدلون راولو." هغې زياته کړه چې دا زياتره ښځينه کارکوونکي دي چې د کورونو څخه د ليدلو پر مهال له زياتو ستونزو سره مخ دي."

پروفیسر ګوهر رحمان، چې د پاکستان د ماشومانو د روغتیایي اتحادیې مشر دی، هم د واکسين ورکولو د پروګرام لپاره د مختلفې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه.

هغه وويل، "موږ دا تمه نه شو لرلی چې د اوسنۍ تګلارې لاندې به د پوليو پروګرام په ښه توګه ترسره شي، ځکه چې موږ زياتره کورونو ته ځو." "موږ له پکار ده چې د يو معمول مطابق واکيسن ورکول پياوړي کړو، چیرته چې د ماشومانو د ۱۰ بيماریو لپاره واکسين په هسپتالونو کې ورکړل کيږي."

هغه وویل، پاکستان، افغانستان او نایجیریا یوازیني هېوادونه دي چيرته چې پولیو شتون لري. دا ټول مسلمان هیوادونه د وسله والو لخوا له ګواښ سره مخ دي او دوی توان نه لري چې په ښه کچه د پوليو واکسین ورکول ترسره کړي.

رحمان وويل، وسله وال د واکسينو مخالفت کوي او غواړي چې ماشومان په ناروغيو کې اخته شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500