پیښور - پاکستاني پولیسو یو سړی نیولی دی چې ادعا یې کوله چې قصداََ يې غلط معلومات خپاره کړل او يوه ناکامه هڅه يې وکړه چې د ملت د پوليو وکسينو ورکولو کمپاين ته زيان ورسوي.
جيو ټي وي راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه حکومت (کی پي) د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۲ مه) د درې ورځو د پوليو ضد پولیو کمپاین پیل کړو. پاکستان هدف لري چې د پځو کالو نه کم تقريباََ ۳۹.۴ میلیونه ماشومانو ته واکسين ورکړي، چې په دې کې ۶.۸ میلیونه ماشومان په خیبرپښتونخواه کې دي.
د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یاغیان د کلونو راهیسې د پوليو واکسینو په وړاندې د غلطو معلوماتو او ناپوهۍ د کمپاین یوه برخه پاتې شوې ده.
همدغه ورځ د پوليو ضد کمپاین پیل شو، مختلفو جعلي ویډیوګانو او پیغامونو ادعا وکړه چې د پوليو واکسین ماشومان په ناروغۍ اخته کوي. دې په خلکو کې ويره رامنځته کړه او په زرګونو ماشومان د خيبر پښتونخواه هسپتالونو ته راوړل شول.
![بابر بن عطا، چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د وزیر اعظم فوکل پرسن دی، د اپريل په ۲۲ مه په پيښور کې د خیبر پښتونخواه د روغتیا وزیر ډاکټر هشام انعام لله خان ته د پوليو څاڅکي ورکوي. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2019/04/23/17778-polio-585_329.jpg)
بابر بن عطا، چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د وزیر اعظم فوکل پرسن دی، د اپريل په ۲۲ مه په پيښور کې د خیبر پښتونخواه د روغتیا وزیر ډاکټر هشام انعام لله خان ته د پوليو څاڅکي ورکوي. [شهباز بټ]
![یو سړی او د هغه ماشوم د اپریل په ۲۲ مه په پیښور کې په لیډي ریډنګ روغتون کې لیدل کیدی شي. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2019/04/23/17779-7-585_329.jpg)
یو سړی او د هغه ماشوم د اپریل په ۲۲ مه په پیښور کې په لیډي ریډنګ روغتون کې لیدل کیدی شي. [شهباز بټ]
![ماشومان وروسته له هغې د ملبې خوا ته ليدل کيدی شي کله چې احتجاج کوونکو د اپریل په ۲۲ مه بي ايچ يو ماشوخيلو ته زيان ورسولو. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2019/04/23/17780-9-585_329.jpg)
ماشومان وروسته له هغې د ملبې خوا ته ليدل کيدی شي کله چې احتجاج کوونکو د اپریل په ۲۲ مه بي ايچ يو ماشوخيلو ته زيان ورسولو. [شهباز بټ]
ډاکټرانو وویل چې د قي او د ګيډې دردونه د هیسټریا د وجې رامنځته شول، نه چې د پولیو واکسین له کبله. د پوليسو واکسين خوندي دي.
د بابر بن عطا، چې د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې د وزيراعظم عمران خان فوکل پرسن دی، له مخې، نظر محمد، چې د بډهابيرې يو کليوال دی، په دې تور ونيول شو چې هغه يوه ويډيو خپره کړې وه چې ادعا يې کوله چې د پوليو څاڅکو نه وروسته ماشومان بې هوشه شول.
په ټولنیزو رسنیو باندې په خپور شوي ویډیوګانو کې، محمد ليدل کيدی شي چې له ماشومانو څخه غوښتنه کوي چې د واکسین ترلاسه کولو نه وروسته د ناروغه کيدو بهانه وکړي.
عطا پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ ټول هغه کسان په ګوته کړي کوم چې په دې پروپيګنډه کې ښکيل دي او اوس مونږ پریکړه کړې چې د واکسین ورکولو کمپاین به په ټول هېواد کې د مقرره شيډول مطابق دوام ومومي."
هغه وويل، په هيڅ يو ځای کې کمپاين د دې افواهګانو له کبله ونه ودرول شو.
عطا وويل، دا ويره د ماشوخيل په يو سکول کې پيل شوه چې د کلونو راهيسې يې د پوليو څاڅکو نه انکار کړې وو، خو سږ کال يې واکسين ورکول پيل کړل.
هغه وويل، "له يو سکول څخه، دغه افواه د ماشوخيلو کلي ته خپره شوه، چېرته چې اوسيدونکي سړکونو ته راوتل او يوې بنيادي روغتيايي يونټ ته يې اور ولګولو او د پوليو په کارکوونکو کې يې هم بريد وکړ." هغه زياته کړه، هغه ماشومان چې روغتون ته راوړل شوي، د هغوی په اړه دا ادعا ثابته نه شوه چې د واکسینو له کبله ناروغه شوي دي.
عطا وويل، "موږ د ۱۲ کسانو په وړاندې کيسونه درج کړي او د پروپيګنډې تر شا يو مهم سړی مو نيولی دی، او د نورو کسانو د نيولو لپاره چهاپې ترسره کيږي."
د غلطو معلوماتو پر وړاندې مبارزه کول
پاکستانيان د افواه ګانو په وړاندې مبارزه کوي او تاييدوي چې د پوليو واکسين خوندي دي.
په يو نيوز کانفرنس کې، عطا د خيبر پښتونخواه د روغتيا وزارت وزير انعام الله خان ته د پوليو قطرې ورکړې څو دا ثابته کړي چې دا خوندي دي.
دغه وزیر په يو ویډیو پیغام کې وویل چې واکسین خوندي دي او هغه خپلو ماشومانو ته د واکسين ورکولو سره دا کمپاین پیل کړو.
د بشري حقونو لپاره وفاقي وزیره ډاکټر شیریں مزاري په ټویټر کې وویل، "د پوليو واکسین په وړاندې خطرناک جعلي کمپاین -- د يوې تخريبي او ناوړه ايجنډې لپاره ماشومان کارول او د روغتیا مرکز تباه کول زموږ د ماشومانو د ژوند سره لوبې کول دي."
هغې تاييد وکړو چې يو کس نيول شوی دی او زياته يې کړه چې پاکستانيان بايد په دې ډول جالونو کې د اخته کيدو نه مخکې فکر وکړي.
سفير احمد، ۴۸ کلن، چې د پیښور ښار اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ما هم خپل ماشومان روغتون ته ورسول، او هر ځای افواه وه چې ځينې ماشومان د پوليو څاڅکو له امله مړه شول."
هغه د هغو کسانو په وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړه کوم چې د دې افواه په خپرولو کې ښکیل وو.
احمد وويل، "حکومت بايد هغه ټول خلک ښکاره کړي ځکه چې دا پروپيګنډه د پوليو راتلونکي کمپاينونو ته زيان رسولی شي."
ډاکټر ګوهر آمين، چې په پيښور کې د ماشومانو يو سينير ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "واکسين خوندي دي او د څاڅکو په ورکولو کې څه مسله نشته." هغه زياته کړه، په تېرو څو ورځو کې د موسم د بدليدو سره په ماشومانو کې اولټۍ او نس ناستې زيات شوی دی.
امین وویل، "ټول والدين باید د واکسینو لپاره لاړ شي او دا پروپيګنډه رد کړي."