د پېښور عدالت د تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر صوفي محمد خوشې کړو

پاکستان فارورډ

پېښور -- د پيښور هايي کورټ بنچ د تحريک نفاذ شريعت محمدي (ټي اين ايس ايم) وسله والې ډلې مشر ته ضمانت ورکړو. دغه ډلې په ۲۰۰۹ کال کې د پوځ لخوا د ځپلو نه مخکې د خیبر پښتونخواه په ملاکنډ ډويژن کې د شریعت د سخت قانون عملي کولو غوښتنه کوله.

چارواکو په جولای ۲۰۰۹ کال کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد خلاف دوه کيسونه درج کړل او په هغه يې د نورو جرمونو سره د بغاوت او د پاکستان په وړاندې د جګړې پيلولو تور ولګولو.

جسټس وقار احمد سيټ، چې دغه بنچ يوازې په هغه باندې مشتمل و، د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) د صوفي محمد دوه درخواستونه ومنل او د دواړو کيسونو لپاره يې په ۷۰۰،۰۰۰ روپو (۷،۰۰۰ امريکايي ډالره) هغه ته ضمانت ورکړو.

صوفي محمد، ۹۳ کلن، د جولای ۲۰۰۹ کال راهيسې په زندان کې دی. هغه د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله سخر دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500