د پاکستان سخت دريځې ديني عالم صوفي محمد د اوږدې مودې ناروغۍ وروسته مړ شو

پاکستان فارورډ

دير -- د آزادۍ راډيو د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۱ مه) راپور ورکړو، صوفي محمد، چې د پاکستان يو سخت دريځې عالم او وسله وال مشر وو او په افغانستان کې د ايتلافي پوځونو او د پاکستان حکومت په وړاندې جنګيدلی وو، مړ شوی دی.

د هغه د کورنۍ غړو وويل، صوفي محمد، چې عمر یې د نوي (90) په لسیزه کې و، د جولای په ۱۱ مه په کوز دير ضلعه کې وفات شو. هغه د اوږدې مودې راهيسې د ګردې په ناروغۍ او شوګر کې اخته وو.

صوفي محمد د ممنوعه تحريک نفاذ شريعت محمدي (ټي اين ايس ايم) مشري کړې وه او د تحريک طالبان پاکستان د مشر (ملا فضل الله) سخر وو. فضل الله په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې وژل شوی و.

محمد په ۱۹۸۰ کال کې د افغان مجاهدینو په څنګ کې د شوروي ځواکونو سره جګړه کړې وه. په ۱۹۹۰ عشره کې، هغه په مالاکنډ ډويژن کې د پاکستان حکومت په وړاندې یو بغاوت پیل کړو.

هغه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د شکست وروسته افغانستان ته راستون شو، چیرته چې یې د هغه یاغیانو د یوې ډلې مشري کوله کومه چې د بهرنیو او افغان ځواکونو سره جنګيدله.

د پاکستان چارواکو په ۲۰۰۹ کال کې صوفي محمد د هغه د بيرته راتلو په وخت ونیولو.

هغه د قتل، غدارۍ، ترهګرۍ او بغاوت د تورونو په تور محاکمه کړی شو، خو چارواکو هغه په جنوري ۲۰۱۸ کال کې د روغتيايي وجوهاتو له کبله خوشی کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500