امنیت

د وسله والو پخوانی مشر صوفي محمد د تحریک طالبان پاکستان او تاوتریخوالي غندنه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په دې انځور کې د ۱۹۹۴ کال د می په ۱۶ مه په ملاکنډ ايجنسۍ کې په يوې دهرنې کې صوفي محمد، چې د تحريک نفاذ شريعت محمدي وسله والې ډلې مشر و، ښودل شوی دی. محمد، چې اوس ۹۳ کاله عمر لري، د تاوتریخوالي څخه ډډه کړې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د کړنو غندنه یې کړې. [ای ايف پي]

په دې انځور کې د ۱۹۹۴ کال د می په ۱۶ مه په ملاکنډ ايجنسۍ کې په يوې دهرنې کې صوفي محمد، چې د تحريک نفاذ شريعت محمدي وسله والې ډلې مشر و، ښودل شوی دی. محمد، چې اوس ۹۳ کاله عمر لري، د تاوتریخوالي څخه ډډه کړې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د کړنو غندنه یې کړې. [ای ايف پي]

پیښور -- د اوږدې مودې لپاره د وسله والو مشر مولانا صوفي محمد، د تحریک نفاذ شريعت محمدي مشر، داسې ښکاري چې خپله زړه لاره يې پريښودې ده.

محمد په ۱۹۹۲ کال کې ټي اين ايس ايم جوړ کړو چې په پاکستان کې د شرعي قانون لپاره مبارزه وکړي. ټي اين ايس ايم د خیبر پختونخواه (کی پي) په دير، سوات او ملاکنډ ډسټرکټونو کې د حکومت خلاف مبارزه کوله. حکومت دا يوه ترهګريزه شبکه وګرځوله او په ۲۰۰۲ کال کې يې په دې بنديز ولګوو.

چارواکو په ۲۰۰۹ کال کې د محمد په وړاندې دوه کيسونه درج کړل او هغه یې ونیولو. هغه په بغاوت، د تروریزم سره په مرسته او د پاکستان خلاف سازش او نورو جرمونو کې تورن و.

محمد د پیښور په مرکزي جیل کې بند کړی شو او د جنورۍ په ۸ مه هغه وخت خوشې کړی شو کله چې د پیښور هايي کورټ د هغه ضمانت ومنلو.

د تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر صوفي محمد د جيل نه د خوشي کيدو وروسته د جنورۍ په ۱۹ مه د ايکسپريس ټي وي په يوې انټرويو کې د تاوتریخوالي غندنه کوي. [فايل]

د تحریک نفاذ شریعت محمدي مشر صوفي محمد د جيل نه د خوشي کيدو وروسته د جنورۍ په ۱۹ مه د ايکسپريس ټي وي په يوې انټرويو کې د تاوتریخوالي غندنه کوي. [فايل]

اوس محمد، ۹۳ کلن، وایي چې خلک وژل او يا د پاکستاني پوځ په وړاندې جګړه کول غیر اسلامي ده.

هغه د جنورۍ په ۱۹ مه ايکسپريس ټي وي ته په يوې انټرويو کې وويل، "په اسلام کې د يو مسلمان وژل په سختۍ سره منع شوي دي."

هغه د پاکستاني ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په وړاندې د تحریک طالبان پاکستان د تاوتریخوالي د کمپاين غندنه وکړه.

هغه وويل: "هيڅ يو کس له نه ده پکار چې د دولت خلاف وسلې پورته کړي يا ښځې او ماشومان ووژني." "هغه کسان چې په پيښور کې یې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې ماشومان ووژل، د کافرانو نه هم بد تر دي."

د ملا فضل الله په وړاندې مبارزه

محمد د خپل زوم، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر دی، په هکله سختې خبرې وکړې.

هغه وويل: "فضل الله د خواريجو نه هم بدتر دی." هغه د اسلام په لومړۍ پيړۍ کې هغه يوې ډلې ته اشاره وکړه چې د مسلمانانو په وړاندې د ناسم فعاليتونو له امله د اسلام څخه وويستلی شوه.

محمد وويل، "طالبان د خواريجو ټولې نښې لري. فضل الله د غير مسلمانانو په پرتله اسلام ته ډير زيات زيان رسولی دی."

هغه وويل، پکار ده چې فضل الله تسليم او يا ووژل شي. هغه زياته کړه، هغه يو کافر دی او مسلمان نه دی.

محمد وويل: "هغه زيات مالي او انساني زيانونه رامنځته کړي دي او بايد د هغه احتساب وکړل شي." هغه زياته کړه، هغه د خلکو او سوداګرانو نه پیسې اخيستلې او اسلام د دې اجازه نه ورکوي."

هغه وويل: "فضل الله دې خلکو ته د زيانونو معاوضه ورکړي."

محمد وويل: "زه چمتو يم چې له پاکستاني پوځ سره د وسله والو په وړاندې مبارزه وکړم. که څه هم زما عمر او ناروغتيا به ما د لومړۍ ليکۍ نه لرې وساتي."

پاکستان فارورډ محمد ته د انټرويو لپاره ورسیدو خو د هغه د خراب صحت له امله په تلیفون باندې د هغه سره خبرې اترې ونه شوې.

ټي ټي پي ملاتړ له لاسه ورکوي

بريګيډير (ريټايرډ) محمدو شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، د محمد بيان دا څرګندوي چې تحریک طالبان پاکستان هغه خپل سترملاتړ له لاسه ورکوي کوم چې دوی مخکې لرلو.

هغه پاكستان فارورډ ته وويل: "دا د ترهګرو لپاره يو لوى ګوزار دى چې د صوفي محمد په څير يو کس د هغوی غندنه کوي." "دا ښه پرمختګ دی او د بلواګرو په وړاندې به د حکومت کمپاین پیاوړی کړي."

شاه وويل چې د محمد دا بيان، چې طالبانو د غیر مسلمانانو په پرتله د اسلام انځور ته زيان رسولی دی، خورا سم دی.

خادم حسين، چې په پېښور کې سیاسي شونکی دی، وويل، د محمد په ضمیر کې بدلون د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره خورا ښه دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "صوفي محمد زيات مریدان لري او هغوی به په خپله د طالبانو وفادار پاتې نه شي."

حسين وويل، فضل الله ترټولو لوی دښمن ګڼل او دا چې هغه د وژلو لپاره مستحق دی "د طالبانو په مخ يو ګوزار دی." "موږ د صوفي [محمد] ستاینه کوو ځکه چې هغه په رښتیا په دې پوهه شو چې ترهګري د اسلام خلاف عمل دی."

حسين وويل، "[محمد] په دې خبره کولو کې هم په حقه دی چې د پاکستان پوځ د ترهګرو په لاس هېواد د تباهۍ نه ژغورلی دی."هغه د حقوقو فعاله ميرمن ملاله يوسفزۍ باندې د طالبانو د بريد د غندلو له کبله د هغه ستاينه وکړه.

د سولې او تعليم هڅو ته وده ورکول

محمد شفيق، چې په ملاکنډ يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتو ليکچرار دی، وویل، د محمد وروستۍ انټرويو د حکومت د سولې هڅو ته وده ورکوي.

شفيق وويل، ملاکنډ د ټي ټي پي له کبله ډيز ځپل شوی و. "اورپکۍ تعليمي ادارې او روغتیایي مرکزونه تباه کړي ول او ښځې یې بهر ته د تلو نه منع کړي وې، چې په نتيجه کې يې ژوند مفلوج کړی و."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د صوفي محمد پخواني مریدان نور د ترهګرۍ ملګري نه دي ځکه چې دوی د تروریزم په وړاندې د امنيتي ځواکونو جنګ يو قانوني عمل ګڼي."

شفيق د تعليم په باره کې د محمد د تبصرې ستاينه وکړه. هغه وويل چې تعليمي ادارې دې بايد په هيڅ حالت کې په نښه نه کړی شي.

محمد وويل: "موږ د تعليم ملاتړ کوو، او په سکولونو باندې بريد کول د اسلام خلاف عمل دی او پکار ده چې نارينه او ښځې علم ترلاسه کړي."

شفیق وویل: د محمد تبصرې "به د ښځو سره مرسته وکړي چې دوی تعليم ترلاسه کړي ځکه چې غريبانان غواړي چې خپلې خویندې او لوڼې سکولونو ته ولیږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آی ایس آی باید نه یوازې دا چې د تحريک طالبان پاکستان غړي ونيسي بلکې سیاسي ترهګر هم ونيسي، ځکه هیواد د ترهګرو په نسبت د دې سیاسي ترهګرو له کبله د زیان سره مخامخ دی. محمود اچکزۍ د تل لپاره د پوځ پر ضد خبرې کوي، داسې څوک شته چې هغه چپ کړي.

ځواب