کراچۍ -- رینجرو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸ مه) درې کسان ونیول چې په سیند صوبه کې د وسلو په غیرقانوني تجارت کې ښکیل ول.
رینجرو دغه درې سړي د کراچۍ نيبرهوډ په رضوي سوسايټۍ کې ونیول.
د هغوی د نیولو نه وروسته، شکمنو کسانو چارواکي نژدې کور ته بوتلل چیرته چې هغوی د دوو درزنو نه زياتې اسلحې او د ۲،۰۰۰ نه زياتې ګولۍ خوندي کړې وې.