تروريزم

چارواکو له وروستي بریدونو وروسته د سندهي وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه سخته کړی ده

د ضياء الرحمان لخوا

رينجر د می په ۱۳مه په کراچۍ کې د موټرسايکل چلونکو تلاشي کوي. په سیند صوبه کې په رینجرو باندې له بریدونو وروسته په دې وروستیو کې په سیند کې د منع شويو وسله والو ډلو پرضد مبارزه سخته شوې ده. [ضیاء الرحمان]

رينجر د می په ۱۳مه په کراچۍ کې د موټرسايکل چلونکو تلاشي کوي. په سیند صوبه کې په رینجرو باندې له بریدونو وروسته په دې وروستیو کې په سیند کې د منع شويو وسله والو ډلو پرضد مبارزه سخته شوې ده. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- قانون پلي کوونکو ادارو د جون په ۱۹مه په ټوله صوبه کې په رینجرو باندې له بریدونو وروسته په دې وروستیو کې د منع شويو سندهي وسله والو ډلو -- د سندهو ديش آزادۍ پوځ (اېس ايل ای) په ګډون -- پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅې زياتې کړي دي.

اېس ایل ای په کراچۍ، ګوټکي او لاړکانا کې په رینجرو باندې د درېو حملو مسؤلیت په غاړه واخیستو چې څلور پاکستانیان، د رینجرو د دوو غړو په ګډون، پکې وژل شوي او په درجنونو نور کسان پکې ژوبل شوي ول.

پولیسو وویل چې د کراچۍ په لیاقت آباد سیمه کې یو سړی وروسته له هغې ووژل شو کله چې د دولتي مرکز مخې ته يو لاسي بم وچاودیدو چې هغه ضرورت مندو خلکو ته یې بېړنۍ نغدې پيسې ورکولې، کوم چې د کورونا ویروس لاکډاون له امله ځپل شوي ول. د دې بريد اصلي هدف هغه رینجر ساتونکي و کومو چې د دغه مرکز ساتنه کوله.

په جلا توګه، ريموټ کنټرول بم په ګوټکي ضلعه کې په اورګاډي سټيشن کې د رینجرو يو ګاډې ته نږدې وچاوديدو، چې دوه رینجر او یو ملکي وګړی په کې ووژل شول.

رينجر د می په ۱۳مه په کراچۍ کې د دندې ترسره کولو پر مهال ښودل شوي دي. [ضیاء الرحمان]

رينجر د می په ۱۳مه په کراچۍ کې د دندې ترسره کولو پر مهال ښودل شوي دي. [ضیاء الرحمان]

د جيې سیند قومي محاذ - اریسر غړي د تير نومبر په ۱۲مه په حیدرآباد کې لاريون کوي چې له جیل څخه د خپل یو همکار د خوشې کیدو غوښتنه وکړي. [ضیاء الرحمان]

د جيې سیند قومي محاذ - اریسر غړي د تير نومبر په ۱۲مه په حیدرآباد کې لاريون کوي چې له جیل څخه د خپل یو همکار د خوشې کیدو غوښتنه وکړي. [ضیاء الرحمان]

په لاړکانا کې، یوې چاودنې د يو ميډيکل کالج نه بهر ولاړ د رینجرو ګاډی په نښه کړو، خو هيڅ څه مرګ ژوبله پکې رامينځته نه شوه.

وزیر اعظم عمران خان د جون په ۱۹مه د تروريستي کړنو غندنه وکړه او د پیښو په اړه یې د ځایي چارواکو څخه د راپور غوښتنه وکړه.

د سیند پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) یو لوړ پوړي چارواکي راجا عمر خطاب وویل، په دې هره پيښه کې لومړنی هدف د رینجرو منسوبين ول.

هغه وویل، د جون په ۱۹مه د جرم په ځايونو کې د بم شنډولو سکواډ او د فورنزک متخصصينو شواهد راټول کړي، چې په دې کې د چاودیدونکو توکو پاتې شونې شامل دي.

د ویروس ټولبنديز نه ګټه پورته کول

د سیند وزیر اعلی سید مراد علي شاه د جون په ۱۹مه د سیند رینجرو او سي ټي ډي په ګډون د قانون پلي کوونکي ادارو د افسرانو سره د سیمه ایز امنیتي حالت په اړه د يوې بيړنۍ غونډې مشري وکړه.

شاه د پولیسو مشر ته لارښوونه وکړه چې د وروستیو چاودنو په اړه بشپړه پلټنه وکړي.

د قانون پلي کوونکی ادارې يو چارواکي، چې په دې ناسته کې يې برخه اخیستې وه او د شناخت نه ښودلو غوښتنه یې وکړه، وويل چې "د غونډې برخه اخیستونکو موافقه وکړه چې وسله والې ډلې غواړي چې د کورونا ویروس له بحران څخه ګټه پورته کړي او د ضلعې د قانون پلي کونکو ادارو، چې د لاکډاون اړوندو دندو کې بوخت دي، پام بدل کړي."

دغه چارواکي وويل، شاه د قانون پلي کونکو ادارو څخه وغوښتل چې د تروریستي ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې هغږيزې هڅې پياوړي کړي او په ټوله صوبه کې ګشتونه زيات کړي.

هغه وویل، قانون پلي کوونکي ادارو په درجنونو مشکوک کسان نيولي دي څو هغه کسان په ګوته کړي کوم چې په دې وروستيو کې په دې صوبه کې د منع شويو تنظیمونو سره تعلق لري.

د می په مياشت کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په جيې سیند قومي محاذ - اریسر (جی اېس کيو اېم-ای)، د سندهو دېش آزادۍ پوځ (اېس ايل ای) او د سندهو دېش انقلابي پوځ (اېس آر ای) باندې په سیند صوبه کې په تروريستي فعاليتونو کې د لاس لرلو له کبله بنديز ولګوو.

اېس ايل ای د جيې سند متحدہ محاذ (جی اېس اېم اېم) یوه تروريسي ډله ده، چې پخپله په ۲۰۱۳ کال کې منع شوې وه. شفیع برفات، چې د اېس ايل ای مشري کوي، په اروپا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

په عين حال کې، اېس آر ای په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې راپورته شوه کله چې دا د تمویل او رهبرۍ د شخړو په اړه د اېس ايل ای نه جدا شوه. دواړه ډلې د صوبې په کچه په تاوتریخوالي او هدفي وژنو کې ښکيل دي او په امنیتي ځواکونو، د ریل په پټليو، ګيس پايپ لاینونو او د بجلۍ په ستنو باندې یې بریدونه کړي دي او زيان یې ورته رسولی دی.

د اېس ايل ای او ايس آر ای وسله والو د جيې سیند قومي محاذ - اریسر، چې په سیند کې يوه توکميزه سیاسي ډله ده، جهنډا کارولې ده، چې د قانون پلي کونکو له مبارزې څخه ډډه وکړي.

غچ اخیستل

د سیند سي ټي ډي خطاب وویل، د ترهګرو وروستۍ کړنې "په درېو سندهي وسله والو ډلو باندې د بندیز لګولو او د هغوی په وړاندې د مبارزې له کبله غچ اخیستل کیدی شي."

رینجر د وسله والو په تعقیب کې خورا مشهور دي.

په سپټمبر ۲۰۱۳ کال کې، کله چې فدرالي حکومت په هغه وخت کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د مختلفو جنایتکارو او منع شویو وسله والو ډلو په وړاندې د يوې لويې مبارزې اعلان وکړو، له رینجرو څخه وغوښتل شول چې د عملیاتو مشري وکړي.

ثاقب صغير، چې په کراچۍ کې يو ژورناليست دی او د امنیتي مسایلو په اړه راپور ورکوي، وویل، "د دې له پیل راهیسې، قانون پلي کوونکو ادارو په ځانګړي توګه رینجرو د طالب وسله والو، جرمي ډلو، فرقه يي ډلو او د قومي - سیاسي ګوندونو وسله والې شبکې په بریالیتوب سره دړې وړې کړې دي."

هغه وویل، د بریالي امنیتي عملیاتو له امله، په کراچۍ کې د هدفي وژنو، د پيسو لپاره د تښتونې، شوکو او نورو جرمونو په پیښو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500