امنیت

د مشاورتي نوښتونو موخه وسله وال د ترهګرۍ نه راړول او د نوي وسله والو مخه نيول ده

د ضياالرحمان لخوا

په کراچۍ يونيورسټۍ کې طالب علمان د اکتوبر په ۱۰ مه په يو کلاس کې ګډون کوي. د يونيورسټۍ مديرانو په تعليمي ادارو کې په ځوانانو کې د اورپکۍ په اړه د انديښنې له کبله د ټولنې مشاورتي مرکز پرانيسته وکړه. [ضیا الرحمان]

په کراچۍ يونيورسټۍ کې طالب علمان د اکتوبر په ۱۰ مه په يو کلاس کې ګډون کوي. د يونيورسټۍ مديرانو په تعليمي ادارو کې په ځوانانو کې د اورپکۍ په اړه د انديښنې له کبله د ټولنې مشاورتي مرکز پرانيسته وکړه. [ضیا الرحمان]

کراچۍ -- پاکستان یو شمیر نوښتونه معرفي کوي چې ځوانان د وسله والو سازمانونو په لاس د ورتلو نه منع کړي او هغه کسان بیرته د ترهګرۍ نه راواړوي کوم چې له مخکې نه بې لارې شوي دي.

داسې يو نوښت د کراچۍ په يونيورسټۍ کې لیدل کیدی شي، چیرته چې په زده کونکو، ښوونکو او کارکونکو کې د افراطيت په مخه نيولو باندې زور ورکول کيږي.

يونيورسټۍ د نفسياتو په ډپارټمنټ کې د ټولنې مشاورتي مرکز د پرانيستلو پريکړه وروسته له هغې وکړه کله چې ځینې طالب علمان او ښوونکي په ترهګریزو فعالیتونو کې او په ښار کې سخت دریځۍ ته په وده ورکولو کې ښکېل شول.

د يونيورسټۍ وايس چانسلر اجمل خان د سپتمبر په ۱۲ مه د دې مرکز د جوړولو منظوري ورکړه.

د سيند نيم پوځي رینجر په کراچۍ کې په نومبر ۲۰۱۶ کال کې د بيارغونې مرکز جوړوي (لکه څنګه چې د اکتوبر په ۲۱ مه ښودل شوی دی) چې په توقيف کې ځوان وسله وال د ترهګرۍ نه راواړوي او د ټولنې سره يې بیرته یوځای کړي. [ضیا الرحمان]

د سيند نيم پوځي رینجر په کراچۍ کې په نومبر ۲۰۱۶ کال کې د بيارغونې مرکز جوړوي (لکه څنګه چې د اکتوبر په ۲۱ مه ښودل شوی دی) چې په توقيف کې ځوان وسله وال د ترهګرۍ نه راواړوي او د ټولنې سره يې بیرته یوځای کړي. [ضیا الرحمان]

دا مرکز به د دې کال په پاى کې فعالیت پيل کړي. د نفسياتو ډپارټمنټ مشره فرحا اقبال به د دې مرکز څارنه کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "دا مرکز به مايوسه طالب علمانو او ښوونکو ته مشوره ورکوي او د هغوی سره به د ذهني فشار نه په ژغورولو کې مرسته کوي او هغوی به د افراطيانو په لاس د ورتلو نه منع کوي."

هغې وويل: "د مايوسۍ له امله، ځوان زده کوونکي د منع شوي ډلو سره يوځای کيږي او دغه ډلې هغوی په ناوړه فعاليتونو کې کاروي." هغې زياته کړه، "د مناسبې مشورې او پاملرنې له لارې، موږ کولی شو چې هغوی د دغو ډلو سره د یوځای کیدو نه منع کړو."

فرحا اقبال وویل، په پیل کې به په دې مرکز کې کلینکي علاج کیږي خو که چيرې ضرورت وي نو زده کوونکي او کارمندان به نفسياتي ډاکټرانو ته هم لیږي.

د قانون پلي کونکي ادارې او د يونيورسټۍ مدیرانو په ګرمۍ کې په ګډه کار پیل کړو چې د اورپکۍ د خپریدو مخه ونیسي.

وايس چانسلرانو او د صوبې د ۴۰ يونيورسټو، پبلک او پرايويټ، استازو د جولای په ۱۲ مه د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې چارواکو سره لیدنه وکړه چې د افراطیت سره د مبارزې په اړه بحث وکړي.

عمر شاهد حامد، چې د سي ټي ډي سينير چارواکی دی، د جولای په مياشت کې پاکستان فارورډ ته وویل، ګډونوالو موافقه وکړه چې همغږيزه او پیاوړې پالیسي پلي کړي چې په تعليمي ادارو کې افراطیت کم کړي او د يونيورسټو او د قانون پلي کونکو ادارو ترمنځ د ګډې ستراتیژیکې تګلارې غوښتنه یې وکړه.

پخواني وسله وال د ترهګرۍ نه راړول

په يو بل نوښت کې د هغه ځوانانو لپاره مشورې او بیا رغونه شامله ده کوم چې د سخت دریځه ډلو سره یوځای شول او بیا په سيند صوبه کې په امنیتي عملیاتو کې ونیول شول.

په نومبر ۲۰۱۶ کال کې، د سيند نيم پوځي رینجرو په کراچۍ کې د رینجرو د بيارغونې مرکز جوړ کړو چې د پخواني ځوان وسله والو نفسياتي علاج وکړي.

دا مرکز په مختلفو سوداګریزو برخو کې د مسلکي زده کړو انتظام کوي او ارزونه کوي چې آيا ځوانان خپلو کورنیو او ټولنې ته ستانه شي.

ميجر احمد، چې د دې مرکز مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بیا رغونې مرکز پخواني وسله والو ته نفسياتي خدمتونه، مشورې او علاج، په تخنیکي ټريننګ پروګرامونو کې شمولیت، رسمي زده کړې او دیني زده کړې برابروي."

هغه وويل، په علاج کې دهغوی د کورنيو سره ملاقاتونه کول شامل دي.

يوه مثالي کاميابي

میجر احمد وویل، د رینجرو د بيارغونې مرکز په سوات دره کې د بریالي بیارغونې مرکزونو په رڼا کې جوړ شوی دی.

هغه وويل، په ۲۰۰۹ کال کې د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې، په نيول شوي وسله والو کې ډير زيات هغه ځوانان ول کومو چې د راتلونکي ځانمرګي بريدکوونکو په توګه روزنه ترلاسه کړې وه.

له هغه وخت راهیسې، د مدني ټولنې سازمانونو د پاکستان د پوځ په همکارۍ په ټول هیواد کې د ترهګرۍ نه د راړولو يو شمير پروګرامونه ترسره کوي، چې په دې کې صباون (د سهار رڼا)، مشعل (څراغ)، راستون (بیرته راتلل)، سپرلې (پسرلی)، نوی سهار (نوی سهار) او هیله (امید) شامل دي.

احمد وويل، د رینجرو د بيارغونې مرکز لومړې مرکز دی چې د دې پروګرامو په رڼا کې جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې د سيند د پوليسو سي ټي ډي هم پلان لري چې د بیارغونې یو مرکز جوړ کړي.

هغه وويل، "د هغې له پیل راهیسې، د رینجرو مرکز د ۲۰ نيول شوي ځوان وسله والو یوه ډله د ترهګرۍ نه راړولې ده." هغه زياته کړه، "هغوی جرمونه او اورپکۍ رد کړه او نفسياتي علاج او د مهارتونو د پراختیا تربيتونه يې ترلاسه کړل."

هغه وویل: "دا مرکز اوس د نورو ۱۴ ځوان وسله والو علاج کوي."

یو ۱۹ کلن کس، چې د هغه نوم د امنیتي دلیلونو له کبله پټ ساتل شوی دی، وويل چې د يو منع شوي تنظیم غړو د اسلام د احکاماتو د غلط تشريح سره هغه بهرتي کړو.

هغه په ۲۰۱۶ کال کې په کراچۍ کې وروسته له هغې ونيول شو کله چې هغه د افغانستان څخه بیرته راستون شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زما د نیولو نه وروسته، رینجرو ما سره مرسته وکړه چې زه د دې [بیا رغونې] مرکز له لارې د خپلې کورنۍ او ټولنې سره يوځای شم." هغه زياته کړه، "مشاورتي پروسې زما سره مرسته وکړه چې په حقیقت پوهه شم. دې زما ژوند بدل کړی دی."

هغه په ۲۰۱۷ کال کې د جنورۍ نه د جولای پورې د شپږو میاشتو تخنیکي تربيت او مشوره ترلاسه کړه او اوس په کراچۍ کې د میوو کاروبار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله زما خوښه شوه او ما غوښتل چې مثبت ځواب ورکړم.

ځواب

زبردست

ځواب