کویټه -- سما نیوز رپورټ ورکړو چې امنیتي ځواکونو د شورو په ورځ /د سپتمبر ۲۷ مه/ په بلوچستان صوبه کې درې مشکوک ترهګر ونیول.
د فوج د عامه اړیکو دفتر وویل چې فرنټیر کور د جنګل، پیرعلي زي، قلعه عبدالله او پشین په سیمو کې د استخباراتي معلوماتو تر مخه اپریشنونه ترسره کړل.
د فوج د عامه اړیکو دفتر زیاته کړه چې دغه درې سړي د کالعدم ډلو سره تعلق لري.