امنیت

د فاټا راستانه شوي اوسېدونکي وعده کوي چې په بیا ابادۍ کې به برخه واخلي

د سټاف راپور

د فاټا آی ډي پيز د اګست په ۳ مه وروسته له هغه چې په ټانک ضلعه کې یې کلونه تېر کړو بیا خپل اصلي ځای جنوبي وزیرستان ته ستنېږي. [اشفاق یوسفزی]

د فاټا آی ډي پيز د اګست په ۳ مه وروسته له هغه چې په ټانک ضلعه کې یې کلونه تېر کړو بیا خپل اصلي ځای جنوبي وزیرستان ته ستنېږي. [اشفاق یوسفزی]

پېښور -- د فاټا هغه اوسېدونکي چې په ملک کې دننه بې ځایه شوي کسان (آی ډي پيز) ګڼل کیږي په خوښۍ سره خپلو اصلي استوګنځایونو ته ستنېږي چې په بیا ودانۍ کې برخه واخلي.

دغه ستنېدنه وروسته له هغه ممکنه شوه چې آرمي د ۲۰۱۴ په جون کې په نارت وزیرستان کې حمله شروع کړه چې د دهشتګردو اډې ورانې کړي.

د نارت وزیرستان ایجنسۍ یو اوسېدونکي مسعود محسود پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ په لېوالتیا سره د دې انتظار کوو چې خپلو اصلي کلیو ته بېرته ستانه شو او د بیا ودانۍ په کارونو کې برخه واخلو او له حکومت سره کومک وکړو چې زمونږ په سیمو کې امن دایمي وګرځوي.»

د مسعود کورنۍ له ۱۰۰ زره (یو لکو) نورو بې ځایه شویو کورنیو سره له ۲۰۱۲ کال راهیسې چې کله آرمي په نارت وزیرستان کې د طالبانو پر ضد وختي عملیات شروع کړل د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې اوسیدل. د جګړې په وجه دغو کورنیو نشوای کولی چې په هغو ځایونو کې پاتې شي کوم ځای چې پخوا هغوی اوسېدل.

هغه وویل، «د بې ځایه شویو خلکو اکثر یې غواړي چې خپلو اصلي کلیو ته څومره ژر چې کېدای شي لاړ شي او هلته خپل کاروبارونه شروع کړي. یو ځل چې ورځني کارونه بیا شروع شي، هلته به مکمل امن راشي.»

هغه وویل، «په تېر وختونو کې، جګړه مارانو به هغه کسان چې کاروبار یې نه لرلو په خپلو لیکو کې نیول، خو وروسته له هغه چې کاروبار بیا شروع شي، جګړه ماران به بیا مرسته نه شي ترلاسه کولی. مونږ په کلکه د طالب جګړه مارو غندنه کوو چې هغوی زمونږ په سیمو کې ترهګري کوله، او زمونږ په کاروبارونو، زراعت، تعلیم او د صحت په اسانتیاوو باندې یې بد تاثیر وکړو.»

۳۵۰ زره کورنۍ بېرته خپلو ځایونو ته ستنېږي

د فاټا د طبیعی افتونو د مدیریت د ادارې (اېف ډي اېم ای) په وینا، د افراطیت او د افراطیت په ضد د اپرېشنونو په وجه په تېرو کلونو کې ۴۴۷ زره کورنۍ له فاټا څخه په کډه کولو مجبورې شوې او د پاکستان په نورو سیمو کې یې په عارضي طور سرپناه واخیستې.

د ایف ډي ایم ای سینیر چارواکي خالد خان پاکستان فارورډ ته وویل، تر اوسه پورې ۳۵۰ زره کورنۍ خپلو ابایي سیمو ته بېرته ستنې شوې دي، په داسې حال کې چې نورې کورنۍ به د دې کال تر اخره پورې ستنې شي.

د خیبر ایجنسۍ یوه اوسېدونکي شاه جهان افریدي په وروستو وختونو کې خپل کلي ته په بېرته تللو خوښي وښودله.

د افریدي کورنۍ د هغو ۹۱ زره کورنیو په ډله کې شامله وه چې وروسته له هغه یې د جلوزو کمپ ته پناه ویوړه چې آرمي په ۲۰۱۳ کال کې په خیبر ایجنسۍ کې اپرېشن شروع کړو. آرمي د ۲۰۱۵ کال په نیمایي کې خپل میشن مکمل کړو، او د خیبر آی ډي پيز ته یې لاره هواره کړه چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د جګړه مارو په وړاندې عمل خلک، او خاصکر هغه دوکانداران چې د هغوی لپاره په فبروري کې د باړې بازار بیا پرانستل شو، خوشحال کړي دي.» هغه زیاته کړه چې هغه بازار چې له څلورو کالو راهیسې بند وو اوس ښه په صحیح توګه کار کوي.

افریدي وویل، «مونږ نشوای کولی چې له څو کلونو راهیسې خپل جنرل سټور وچلوو، خو اوس مونږ بیرته خپل کاروبار شروع کړی دی. تېر څو کالونه زمونږ لپاره ډېر سخت وو ځکه چې مونږ په جلوزو کې د پاتې کېدلو په وخت کې د خوراکي شیانو، جامو او نورو بنیادي ضروري شیانو په ترلاسه کولو کې مشکلات لرل.»

هغه وویل، آرمي د جګړه مارۍ په له منځه وړلو او له مقامي خلکو سره په دې کار کې په مرسته کولو سره چې خپل کاروبار او نور پروفیشنل کارونه بیا شروع کړي یو مهم رول ولوبولو.

خلک د دوامدار امن لپاره تعهد کوي

په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ کې هم وضعیت نارمل حالت ته راګرځېدلی دی. د ایف ډي ایم ای د چارواکو په وینا د ۷۱ زره بې ځایه شویو کورنیو له جملې نه ۳۴ زره کورنۍ بېرته راستانه شوي دي.

احسان الله شاه چې په وروستو وختونو کې له خیبرپښتونخوا نه خپل کلي ته راغلی دی وویل، جنوبي وزیرستان «درې کاله مخکې د جګړه مارۍ یو مرکز» وو. هغه وویل، «اوس خلک د امن احساس کوي ځکه چې آرمي د مارکیټونو او کليو دورې کوي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «خیبر پښتونخوا ته زمونږ د کډه کېدلو په وخت کې، زمونږ سیمه کې ګڼ شمېر اورپکي یا جګړه ماران موجود وو چې په هر څه د هغوی کنټرول وو، خو اوس هلته یوازې فوج او خلک موجود دي.»

احسان الله شاه چې د معمار په حیثیت کار کوي په دې باندې خپله خوښي وښوده چې کولی شي چې یو ځل بیا په یو سوله ییز ماحول کې ژوند او کار وکړي.

هغه زیاته کړه، ځایي خلکو فوج ته اطمینان ورکړی دی چې له هغوی سره به هر راز مرسته کوي ځکه چې هغوی د مشکلاتو جوړوونکو نه په تنګ دي او پوره کوشش کوي چې تاوتریخوالي ته د ختم ټکی کیږدي.

احسان الله په دې خوښ دی چې ویني چې سکولونه وروسته له هغه چې طالبانو په زور بند کړي وو بیا پرانستل شول.

هغه وویل، «فوجي اپریشن نه یوازې د کاروبارونو بیا شروع کیدلو ته حالات برابر کړل، خو له طالب علمانو سره یې هم مرسته وکړه چې خپل تعلیم ته دوام ورکړي. خلک دې ته تعهد کوي چې د دوامدارې سولې لپاره کار وکړي ځکه چې هغوی تر دې مخکې د یاغیانو په لاس له تکلیفونو سره مخامخ شوي ول.»

په اورکزي ایجنسۍ کې ۳۵ زره کورنۍ په دې وجه له خپلو ځایونو نه بې ځایه شوې وې چې طالبانو په سیمه کې سخت اصول وضع کړي وو. د ایف ډي ایم ای په وینا، اوس د هغو کورنیو له جملې نه ۲۶ زره کورنۍ بېرته راستانه شوي دي.

د اورکزی ایجنسي د مرکز کلیاله یوه اوسیدونکي ملک عزیزخان وویل، «ټول بیرته راستانه شوي خلکو دا وعده وکړه چې هغوی به په امن ژوند تیروي او دا چې جګړه مارانو ته به ځای نه ورکوي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «ټول افراطیت وهلي خلک تعهد کوي چې د خپلو پلرنو سیمو په بیا ابادولو کې به برخه اخلي. هغوی تاو تریخوالي او اورپکي په دې وجه غندي چې هغوی یې لیرې ځایونو ته په کډه کولو او په غربت کې ژوند کولو باندې مجبور کړل.»

هغه وویل، «مونږ حکومت ته اطمینان ورکړو چې مونږ به له فوج سره کومک وکړو چې دهشتګرد ومومي او د بیا داخلیدلو مخنیوی به یې وکړو.»

آی ډي پیز په ډله ییز شکل سره راستنېږي

نورې حکومتي ضلعې چې هلته جګړه مارو درې کاله مخکې کنټرول لرلو اوس په پوره توګه د حکومت تر کنټرول لاندې راغلي دي.

د ایف ډي ایم ای د شمېرو تر مخه، د کورم ایجنسۍ د هغو ۳۳ زره کورنیو له جملې څخه چې د ترهګرۍ په وجه له خپلو ځایونو بې ځایه شوې وو، ۲۸ زره یې بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې ۷۲ زره کورنۍ باجوړ ایجنسۍ ته راستانه شوي، او ۳۶ زره کورنۍ مهمند ایجنسۍ ته راستانه شوي دي.

په پېښور کې د امنیتي چارو څېړنکار خادم حسین پاکستان فارورډ ته وویل، د قبایلو خلک بله لاره نه لري مګر دا چې د ترهګرو په ضد د حکومت د کمپاین ملاتړ وکړي او د یو خوندي مستقبل په هکله اطمینان ترلاسه کړي.

هغه وویل، «له ۸ میلیونو نه ډېر د قبایلو خلک له یوې لسیزې راهیسې د افراطیت په وجه متاثر شوي دي. هغوی خپل نوکریانې، کاروبارونه او دوستان له لاسه ورکړي دي او نشي کولی چې نور نو بې قانوني تحمل کړي.»

هغه وویل، «خلک له فوج نه مننه کوي چې اورپکي یې واېستل او د هغوی ژوند یې بېرته لارې ته راوست.»

د مهمند ایجنسۍ اسیسټنټ پولیټیکل ایجنټ نوید خان په ملک دننه د بې ځایه شویو خلکو له حکومت سره د هغوی د همکارۍ په وجه قدرداني کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «خلکو ترهګرو ته په ماتې ورکولو کې یو مهم رول ولوبولو، او حکومت د هغوی د کوششونو قدرداني کوي. د مقامي خلکو په قاطع حمایې سره، مونږ کولی شو چې اورپکي د تل لپاره ختم کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500