روغتیا

طبي عمله د فاټا هسپتالونو ته بیا راواپس شوه

اشفاق یوسفزی

یو ډاکټر د مهمند ایجنسۍ هیډکوارټرزهسپتال کې د اکتوبر په ۲۰مه د سترګو د معاینې په مرکز کې د سکول د ماشومانو د سترګو معاینه کوي. [د فاټا د صحت د محکمې له خوا اخیستلی شوی فوټو]

یو ډاکټر د مهمند ایجنسۍ هیډکوارټرزهسپتال کې د اکتوبر په ۲۰مه د سترګو د معاینې په مرکز کې د سکول د ماشومانو د سترګو معاینه کوي. [د فاټا د صحت د محکمې له خوا اخیستلی شوی فوټو]

پېښور -- د صحت چارواکي او مقامي اوسېدونکي وایي چې د صحت ماهرین چې په فاټا کې له کار کولو نه په زبردستۍ بند کړای شوي وو بېرته خپلو کارونو ته راګرځي او روغتیایی پاملرنه په سیمه کې د ښه کېدلو خوا ته روانه ده.

په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ کې یو میډیکل افیسر ډاکټر نورجمال وویل، «کله چې طالبانو په ۲۰۱۰ کال کې مونږ ته ګواښ وکړو چې کار مه کوئ مونږ د وېرې په وجه اوږده چوټي وکړه، خو کله چې د پاکستان آرمي په ۲۰۱۵ کال کې سیمه پاکه کړه او امن یې په کې راوستو مونږ راغلو او بیا مو خپله ډیوټي شروع کړه.»

نور وویل، هغه او خواوشا یو درجن نور ډاکټران او طبي عمله د خپلو ځانونو د خوندي ساتلو لپاره د لنډ وخت لپاره نورو ځایونو ته لاړل.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د آرمي شکریه ادا کوو چې جنګیالي یې واېستل او د صحت مرکزونو د ارامو عملیاتو لپاره یې لاره هواره کړه.»

پرمختګونه شوي دي

یوه مقامي اوسېدونکي مشفق احمد وویل، هغه ولیدل چې د صحت په مرکزونو کې حالات ښه شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "یوه هفته وړاندې، سرجنانو د اپنډکس د ناروغۍ په وجه زما د زوی اپرېشن وکړو او هغه اوس ښه دی. دوه کاله وړاندې، خلک به د وړو بېمارو علاج معالجې لپاره بنو ته او د خیبرپښتونخوا نورو ښارونو ته تلل ځکه چې ځایي روغتیایي مرکزونو کې ډاکټران موجود نه وو."

هغه وویل، "اوس د صحت مرکزونو په فعالیتونو کې زيات پرمختګونه لیدل کیږي ځکه چې ډاکټران او نور سټاف د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ایجنسۍ په هیډکوارټرز هسپتال کې موجود دي."

د تاوتریخوالي اوږد تاریخ

طالب جنګیالو له کالونو راهیسې طبي ماهرین په نښه کړل، چې له ۲۰۰۵ کال را په دې خوا یې د فاټا په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰روغتیایي مرکزونه ویجاړ کړي او مقامي خلک له علاج معالجې نه محروم کړي وو.

ډاکټر غلام قادر وویل، طالب جنګیالو همدارنګه په خیبرپښتونخوا کې د صحت مرکزونه او صحت کارکوونکي هدف ګرځول.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "جنګیالو د بیمارانو په ضد د خپلې اجنډې په سلسله کې په خیبر پښتونخوا کې د هسپتالونو، دواخانو او د اساسي صحت یونټونو په شمول ۷۰ صحت مرکزونه په بمونو وران کړي وو."

هغه وویل، "یوازې په ملاکنډ ډیویژن کې جنګیالو د ۲۰۰۷ نه ۲۰۰۹ پورې د صحت ۵۵ مرکزونه خراب کړي وو، خو اوس حالات عادي حالت ته راګرځېدلي او ټول ویجاړ کړای شوي مرکزونه بیا جوړ کړای شوي دي."

خو اوس، د امنیتې حالاتو په ښه کېدلو سره، ځايي حکومتي ادارې او امنیتي قوتونه له طبي پرسونلو سره په ګډه کار کوي چې حالات بیا ښه کړي.

د ۲۰۱۳ په اپریل کې د طالبانو یوه ځانمرګي حمله کوونکي د باجوړ ایجنسۍ هیډکوارټرز هسپتال باندې بمي حمله وکړه، چې په نتیجه کې چارواکي مجبور شول چې د صحت دغه مرکز بند کړي. په دغه مرکز کې به ۱۳۵ ډاکټرانو او ۱۱۰ نورو طبي پرسونلو په میاشت کې خواوشا د ۱۲۰۰۰ مریضانو علاج کولو.

د دغه هسپتال یوه سینیر طبي کارکوونکي ډاکټرغلام رسول وویل، دغه هسپتال یوازې له یوې میاشتې وقفې نه وروسته د پاکستان د فوج په مرسته بیا کار شروع کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اوس آرمي د هسپتال امنیت ساتي. هغه مریضان چې د طالبانو د غیرقانوني حاکمیت په وخت کې د علاج لپاره چارسدې او پېښور ته تلل اوس دلته معالجه کیږي."

د پاکستان د میډیکل ایسوسی ایشن سکرټري ډاکټر غلام قادر وویل، په فاټا کې د موجودو هسپتالونو د ۲۰۰۰۰ کارکوونکو له نیمایي نه ډېر تنان د طالبانو له وېرې په چوټۍ تللي وو یا یې کارونه پرېښي وو، خو اوس هغوی ټول بېرته خپلو کارونو ته را واپس شوي دي.

د مهمند ایجنسۍ په هیډکوارټرز هسپتال کې د نرسانو مشرې شمیم آرا وویل، هغه په ۲۰۱۲ کال کې له هغه وروسته چارسدې ته لاړه چې طالب جنګیالو هغې ته خبردارې ورکړو چې له هسپتال نه دې لیرې شي.

اعتماد بېرته را واپس شوی دی

هغه یو کال وروسته هغه وخت بېرته راواپس شوه چې فوج سیمه پاکه کړه

هغې په یوه ټیلیفوني انټرویو کې پاکستان فارورډ ته وویل، "اوس زه په ډيوټۍ یم، او دلته هېڅ تهدید نشته. زما اکثرهمکارانې چې له دې ځای نه تللې وې هم په امنیتي وضعیت کې د ښه والي په راتللو سره بېرته را واپس شوي دي."

هغې وویل، "صحت کارکوونکو ته د طالبانو اخطارونو د طبي فعالیتونو ترسره کول سخت متاثر کړي وو. په اکثر بیمارانو کې بېمارۍ ډېر سخت حالت ته ورسېدلې."

هغې زیاته کړه، "بېمارانو او خاصکر ښځو د صحت کارکوونکو بېرته خپلو کارونو ته په راتګ سره د ارام ساه واخیسته."

د فاټا د صحت خدمتونو ډایرېکټر جواد حبیب خان وویل، فاټا داسې کافي اندازه روغتیایي مرکزونه لري چې کولی شي چې د خپلو ۹ میلیونو خلکو وړيا خدمت وکړي.

هغه وویل، افراطیت صحي سیستم غیرمؤثر ګرځولی دی، خو د آرمي اپرېشنونو بېرته کارونه خپلې لارې ته برابر کړل او خلک د فاټا په طبي مرکزونو کې مفت علاج ترلاسه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۷ قبایلي ضلعو کې ۲۶ هسپتالونه، ۱۰ کلیوالي طبي مرکزونه او ۴۱۹ کمیونیټي هیلت سنټرې موجود دي چې هر کال خواوشا ۵ میلیونه مریضان ورته مراجعه کوي. مونږ په دغو ښو مجهزو مرکزونو کې ټول تخصصونه یا طبي مهارتونه وړاندې کوو چې د ښه کیفیت معالجه برابره کړای شي."

د ښځو او ماشومانو ژوبلول

د طالبانو له خوا په فاټا او خیبرپښتونخوا کې د صحت مرکزونو ورانېدلو سره ډېر تاوان ښځو او ماشومانو ته ورسېدلو.

د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د معلوماتو تر مخه، په پاکستان کې د ۱۰۰۰۰۰ ژوندو پیدایشونو په نتیجه کې ۲۵۰ ښځې مړې کېږي، خو دغه حالت په هغو سیمو کې چې جنګونو وهلي دي بدتر دی چې هلته په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندو پیدایشونو کې تقریبا ۳۰۰ ښځې مړې کېږي.

د فاټا د صحت خدمتونو د محکمې د ډپټي ډایرېکټر ډاکټر اختیارعلي په قول، مزيد دا چې په ۲۰۱۲ کې طالبانو داسې وېره او تهدیدونه خواره کړل چې په فاټا کې به د واکسین کولو مخه ونیسي چې په نتیجه کې یې د پولیو بېماري رامنځته شوه.

ډاکټر اختیار په وروستیو کالونو کې د پولیو په کیسونو کې د کمي راوستلو په وجه د پاکستان د آرمي ستاینه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۲۰۱۴ کال کې فاټا ۱۷۹ کیسونه ریکارډ کړل، چې دا په ملک کې د هرې صوبې په نسبت زیات وو، په ۲۰۱۵ کال کې دا کیسونه ۱۶ او په ۲۰۱۶ کال کې یوازې ۲ کیسونه وو ځکه چې مونږ کولی شو چې د ۱ میلیون هدف ماشومانو ۹۹٪ ماشومانو ته واکسین وکړو."

هغه وویل، "د فوج کار د ماشومانو لپاره یو رحمت وو چې اوس هغوی له پولیومیلیټیس نه محفوظ دي. عسکر نه یوازې واکسین کوونکو ته تحفظ ورکوي بلکې ماشومانو ته واکسين هم ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500