کوټه -- ډان خبري اژانس د جمعې په ورځ (د جون په ۳۰ مه) راپور ورکړ چې په کوټه کې یو ژورنالیست د "ملي امنیتي ادارو" خلاف د غلطې تبصرې پوسټ کولو په تور ونیول شو.
د ايف آی ای له مخې، د وفاق د تحقیقاتو ادارې د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) د الیکټرانيک جرمونو د مخنیوي قانون ۲۰۱۶ لاندې د ډيلي قدرت خبريال ظفر الله اچکزۍ د شپږو ورځو د تحقیقاتو لپاره ونيولو.