تروريزم

د داعش سره تړاو لرونکي ډلې لشکر جنګوي په کوټه کې ۳ پولیس ووژل

د ای ايف پي لخوا

چارواکو وويل، د مرده خانې کارکوونکی د يو پاکستاني پوليس لاش ښيي کوم چې په کوټه کې د جون په ۱۱مه ووژل شو. وسله والو په موټر سايکل باندې د تلاشۍ په یو ځایي پوسته کې درې پوليس افسران ووژل او وتښتیدل. د داعش ځايي ډلې لشکر جنګوي د دغه هدفي وژنو مسوولیت ومنلو. [بنارس خان / ای ايف پي]

چارواکو وويل، د مرده خانې کارکوونکی د يو پاکستاني پوليس لاش ښيي کوم چې په کوټه کې د جون په ۱۱مه ووژل شو. وسله والو په موټر سايکل باندې د تلاشۍ په یو ځایي پوسته کې درې پوليس افسران ووژل او وتښتیدل. د داعش ځايي ډلې لشکر جنګوي د دغه هدفي وژنو مسوولیت ومنلو. [بنارس خان / ای ايف پي]

کوټه -- چارواکو وويل، په موټرسایکل سپاره وسله والو درې پوليس د یکشنبې په ورځ (د جون په ۱۱مه) په کوټه کې د تلاشۍ په پوسته باندې د تښتيدو نه مخکې ووژل. د بريد نه وروسته د داعش يوې ځايي ډلې د دغه بريد مسوليت ومنلو.

د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل عبدل رزاق چیما ای ايف پي ته وويل، دغه پیښه په کوټه کې، چې د بلوچستان مرکز دی، په سرياب سړک باندې رامنځته شوه.

ډاکټر فريد سمالاني، چې د سنديمان صوبايي هسپتال مشر دی، د دغه پېښې تاييد وکړو.

علي بن سفيان، چې د لشکر جنګوي د وسله والې ډلې العالمي ترجمان دی، ای ايف پي ته يو پېغام واستولو چې د دغه پيښې مسوليت يې په کې ومنلو.

داعش په پاکستان کې د سيمه ييزو وسله والو ډلو لکه لشکر جنګوي او د تحریک طالبان د اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار له لارې خپل شتون پياوړی کوي، خو د دوی شتون حکومت په عمومي توګه کم کړی دی.

لشکرې جنګوي او داعش دواړو په سیمه کې د څو سترو بریدونو مسوولیت منلی دی. په تېر اوړي کې په کوټه کې په وکيلانو او خبريالانو باندې حمله شوي وه چې د ۷۰ نه زيات کسان په کې وژل شوي وو.

تېره هفته، داعش وويل چې هغه دوه چینایي وګړي یې وژلي دي کوم چې په کوټه کې وسله والو په تیره میاشت کې تښتولي وو.

داعش د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۸ مه) په يو عربي پېغام کې د خپلې عماق خبري آژانس له لارې د دغه پيښې ادعا وکړه، که څه هم چين او يا پاکستاني چارواکو د دې فوري تایید نه دی کړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500