کوټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د کوټې عدالت د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۵ مه) يو ځايي خبریال په ضمانت وروسته له هغې خوشی کړو کله چې په هغه باندې په سوشل ميډيا باندې د "ملي امنیتي ادارو" خلاف د تبصرې پوسټ کولو تور ولګولی شو.
دوفاق د تحقیقاتو ادارې د جون په ۲۵ مه د ډيلي قدرت يو خبريال ظفرالله اچکزۍ د الیکترونیکي جرمونو د قانون ۲۰۱۶ لاندې ونيولو.
د ايف آی ای يو چارواکي وويل، اچکزۍ د ۸۰،۰۰۰ روپو (۷۵۲ امريکايي ډالره) بانډ وسپارو.